لیکنې

زه په خپله شهزاده د اباسین یم

کله ناکله ست د جام کوه
په تا مئین یم پر ما پام کوه
د رقیب مخکې راله مه وايه څه
بس زما دومره احترام کوه

په پښتنو کې به داسې څوک نه وي پاتې چې لږ تر لږه د سیف الرحمن سلېم  د خوږو غزلونو یو یا دوه بیته یې نه وي په یاد . خو داسې کسان به ډېر کم وي  چې خپله ددې خوږو  غزلونو پنځونکی یې پېوانده او یا یې په اړه  څه اورېدلې وي . هغه لکه غزلونه چې یې د ګوتو په شمېر خو په په تول پوره دي . له همداسې ګوتو په شمېر کسانو سره یې ناسته ولاړه درلوده . د شهرت تږی نه و او شعر یې ېوازې ددې لپاره لېکه چې زړه یې غوښتل شعر ولېکي . په دې پسې ډېر نه و چې څوک یې اوري او که کنه ، او یا یې نور د شعرونو په اړه څه فکر کوي . د هغه سندرې په ډېرو شونډو و رپېدې ، له ډېرو سازونو سره وغږېدې او په لر او بر کې  له لوستو کسانو رانېولې د پښتنو د غرنو تر شپنو پورې په مېلونو وګړو واورېدې ، زمزمه یې کړې ، د خپلو زړونو غږ یې وبللې .

خو هغه پرې ځان نه خبراوه ، ځکه هغه داسندرې ددې لپاره نه وي ویلي چې ده ته دې شهرت ورکړي . هغه دا سندرې ځکه ویلې وې چې زړه یې غوښتل سندرې ووايي . او تر پایه یې فکر کوه چې د سېنې پټ داغونه او پرهرونه یې لا هم له خلکو پټ دي .

ستا لاسونو ته به هسې خــــــــــــــــلک ګوري
پرهـــــــــــــــرونه زما نه دي چـــــــــــــــــــا لېدلې .

ما په دار کړۍ چې منصور خلکو ته یاد شي
مودې وشوي ، څوک په دار نه دی خـــــتلي .

کله چې زه کوچنۍ ماشوم وم ، او لا د شعر او ادب له نړۍ پوره ناخبره وم  نو دده څو غزلونه چې د پېښور د راډیو له څپو مې د خیال محمد په ښکلي غږ کې اورېدلې وو  زده وو . او کله به مې  چې مالونه څرول نو خوښېدل مې چې د هنګو دګېدړوان په سمسورو ځنګلونو کې په لوړ غږ  له ځانه سره  زمزمه کړم .  کله چې لوی شوم سره له دې چې د ماشومتوب ډېر څه مې هېر کړل او یا مې پام ترې واوښت  اویا راته مبتذل شول. خو د سلېم خواږه غزلونه لاهم راته هماسې خواږه وو  چې وو.  وروسته مې د سندرغاړو په سندرو کې ددې  ستر  شاعر داسې غزلونه چې ماته  نوې وو هم واوریدل :

د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم
زما خدایه ! زه به چا چا ته سجده کړم

ملګرتیا که څو رندان راسره وکړي
دا حرم به یوه لویه میکده کړم

د وصال د شپې بدل به دې خلاص نه کړم
ټول شپې که مې د عمر شوګېره کړم

چې مسکۍ شې لږ ښکل کړې بیا یې راکړې
سل توبې به هغه جام نه صدقه کړم .

یو مهال مې چې خپله مات ګوډ شعر لېکل پیل کړل ، نو یوه ورځ د کابل ښار ته یوې مشاعرې ته راغلې وو او دلته مې د لارې د سر په کتاب پلورنځیو کې  د خدای بښلي سلیم  د شعرونو یوه وړه ټولګه (سندریز شفقونه ) چې د استاد بریالي باجوړي به زیار راټوله شوې وه  ومونده ..  په زړه پورې دا وه چې د ټولګې ډېر شعرونه داسې ښکارېدل لکه د افغانستان د هغه وخت حالاتو ته چې لېکل شوي وي . . هغه وخت  په کابل او د افغانستان په نورو سېمو کې د تنظېمې جګړو شپې ورځې وې .  د هغه شپې ورځې وې چې جهادي رهبرانو ټول هېواد په داو لګولی و. د تاریخي اثارو او د افغانستان د ملي شتمنیو لوټ او تالان ښه په درز کې روان  وو او د سندریزو شفقونو ځینې غزلونه چې لسېزې د مخه لېکل شوې وو داسې ښکارېدل لکه تازه  چې د افغانستان  ویر په کې وړل شوی وي  .

خرڅوی یې رهبران په سوداګرو
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

چې سبب د بدبختۍ درته بیان کړم
ما خبرې ته خو پرېږدۍ بختورو

څه خبر یې چې د کوم لورې ته بیايي
چې روان یې په ګډا او په سندرو

یا دا چې وايي :

منم رهبر په خپله مخکې لاړو
خو قافله خو یې په شا راوسته

څومره جونګړو ته دې اور ورته کړو
چې خپل محل ته دې رڼا راوسته

ما تر پایه ډېره هڅه وکړه چې په پېښور کې یوځل هم که وکړی شم  چې داباسین دغه شهزاده وګورم خو دا به زما بدمرغي او تنبلي وه چې د خپلې خوښې دغه ستر شاعر مې په ووند ونه شو لېدلی . که څه  هم پخواني سندریز شفقونه  زما او زماد څو تنو نور ادبي یارانو تر منځ تری تم شول خو له نېکه مرغه  څو ورځې دمخه چې پېښور ته تللی وم نو د دانش خپرندویه ټولنې په دفتر کې مې  دخدای بښلي سلېم د شعرونو هماغه ټولګه چې اوس پرې د زبیر حسرت په زیار ځینې نوې شیان ور اضافه شوې  ومونده  .
زه تر اوسه هم ددې په لامل پوه نه شوم چې ولې ددغه ستر شاعر شعرونه هسې چې پکار وه نه دی ساتل شوې. او د استاد بریالي باجوړي او زبیر حسرت دواړو له هڅو داسې ښکاري چې  د شعرونو په راټولو لو کې یې کار نېمګړی دی . اول پوښتنه دا ده چې ولې سلیم په خپل خپل شعرونه نه خوندي کول ؟ بله داده چې ددې خواخوږو او نېږدې کسانو ولې دا کار نه دی کړی  ؟  ددې پوښتنو ځواب ماسره هم نه شته  خو دومره ویلی شم  ، دې کار موږ اړ کړې یوو چې د یو معاصر او ستر شاعر د شعر او هنر په اړه په اټکلونو وغږېږو .  زه په داسې حال کې چې په دې برخه کې د استاد بریالي باجوړي او زبیر حسرت کړې هلې ځلې ستایم  د خداې بښلې سلېم له خواخوږو ، خپلوانو او مینه والو نه غواړم چې د پښتو وبې ددې نازک خیال  او لوی شاعر د ټول کلام په راټولولو کې دې هڅې وکړي .
هسې خو د ډېرو شاعرانو او لېکوالو د کلام په هکله ډېر کله  څېړونکې دا خبر کوې چې  ( ساده او روانه وبه یې کارولې ده . )  خو دا خبره ډېر کله څوک چې د چا کلام ستایل غواړي  د یو کلېشې په توکه دود شوې چې ځینې خلک یې بیابيا تکراروي . خو کله چې خبره د سیف الرحمن سلېم د شاعرۍ  کوو  نوهلته که په شعر کې د سادګۍ او روانۍ په اړه غږېږو  خبره به مو کلېشه نه بلکې کاملا سمه او پر ځای به وی.  زما په اند دسلیم د شاعرۍ تر ټولو لوی کمال  دادی چې ډېر ښکلې او باریکه خیالونه یې په داسې روانه ،ساده او خوږه وبه ویلې چې کله نا کله خو یې په شعر ان د ډېرو روانو خوږو خو سندریزو خبروګومان کوو  ، زه ددې خبرې د اثبات لپاره  ددې شعرونو لاندینې بیت د نمونې په توګه راوړم :
ساقي د هر ماښام پوښتنه کوي
ناصحه !  چېرته یې چې نه ښکاري؟

په دې شعر کې  سره له دې چې یو ډېر هنري او شاعرانه خیال په کې ځای شوی خو  څومره د وبې روانې چې په کې لېدل کېږي  ښايي په پښتو شاعرۍ کې یې موږ بېلګې ېوازې په لنډیو کې ولرو .
کله ناکله زموږ ځینې شاعران سمه ده چې ساده وبه کاروي خو شعر کې یې بیا د شعریت تومنه نه وي. او مازې خبرې یې سره غوټه کړې وې خو په دې بیت کې هم شعریت شته او هم روانې .
موږ ډېر کله چې یو چاسره له یو څه ځنډ وروسته مخ کېږو  نو کېدای شي د پوښتنې په دودورته ووايوو:
ـ  هلکه! چېرته يې جې نه ښکارې ،  پلانۍ د هر ماښام پوښتنه کوي؟
دا يو روانه مکالمه ده . خو دلته د ساقي او ناصح یادول اود دوی تر منځ تړاو  شعر ته د سادګۍ سره سره ډېره لوړه هنرۍ او شعري بڼه  او ارزښت هم ورکړې ده .
او یا دا چې :

زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما یې چې وې پلار نېکه وولي .

په دې شعر کې هم موږ ګورو چې یو ښکلې او لوړ خیال په ډېره ساده وبه بیان شوی دی ، توره په لاس په چاپسې ګرځیدل ، لکه پلار او نېکه یې چې ورته وولې وي  هغه عامه او ورځنۍ اصطلاح ده چې ښايي په ډېرو ځایونو کې مو له خلکو اوریدلې وي .
او یا دا د لاندې دوه بیتونه  چې په ډېرو روانو او ساده کلمو کې ډېر څه وايي:

خرڅوی یې رهبران په سوداګرو
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

چې سبب د بدبختۍ درته بیان کړم
ما خبرې ته خو پرېږدۍ بختورو

که د سلیم ټوله شاعري ولوستل شي همداسې روانه او ساده وبه په کې کارول شوې ده . خو دې سادګۍ هېڅکله  ددې پېاوړې شاعر شعر کمزوری کړی نه دی بلکې ډېر نوي ، خواږه او بارېکه شاعرانه خیالونه یې د همداسې روانو اوسادو اصطلاحاتو  په مټ رامخې ته کړې دي چې دا یې تر ټولو لویه بریا ده . او په پښتو کې ډېر کم داسې شاعران شته چې شعر یې دا دواړه ښېګڼې ولري . همدا لامل دی چې د سلېم شعر د وګړو د ټولو طبقو د خوښې شعر دي .

زموږ ټولنه د کلونو په اوږدو کې  د سېمه ایزو او نړېوالو کړکېچونو او زور ازماینو ډګر پاتې شوې دی .  دا په داسې حال کې دی چې عامو وګړو یې بیا د خپلې سېمې په سیاستونو کې کمه ونډه لرلې او ډېر لږ یې د سېمې له حالاتو څخه ځان خبر ساتلی دی . پښتانه  شاعران تل د دوی د شاعرانه طبعې پر خلاف اړ شوي چې د خپلې ټولنې پر سر رالوېدونکي تندرونه  و څاري او وواړي . دوی که نور څه نه دي کړي  خو له هرې لېندې ویشتل شوی غشې یې تر هغې څارلی او وړلی څو چې يې په سېمه لګېدلی دی .  تل په سیاستونو ورګډ شوي  او هڅه يې کړي چې خپل ولس له راتلونکیو افتونو ووغوري خو د ټولنې قبيلوي جوړښت  او نورو سببونو تل د دوی دا هڅې نېمګړې کړي دي  . له خوشاله رانېولې تر سلېمه  پښتنې شاعران ټول د وختونو له سیاسي حالاتو  اغېزمن وو .  او په یو ډول نه یو ډول یې په سیاست کې د خپل قوم په ګټه برخه لرلې ده .
د سیف الرحمن سلیم په اړه استاد بریالی باجوړی لېکي چې  نوموړې په ۱۹۴۴ م کال کې د ازادۍ په تحریکونو کې توده برخه لرله …. او په سیاست کې د کاکاجی صنوبر حسین سره پاتې شوی دی .
همدا علت دی چې موږ د اروښاد سلېم په شعرونو کې په بیلا بېلو پړاونو کې د ده د ټولنې د سیاسی حالاتو انځور هم کتلی شو .
د سلېم هغه شعرونه چې اوس زموږ په لاس کې دي سیاسی اړخ په کې لکه زموږ د ګڼو نورو شاعرانو په څېر شعاري او بې خونده نه دی . بلکې  سلیم چې کله سیاسي خبره هم کوي په ډېر هنر ډېره باريکۍ او داسې انداز يې کوي  چې  په کې خپل تړاو د خلکو له زړونو سره ساتي ، نه د سیاستوالو سره .
دا چې په پښتنو کې ډېر کله د یو سالم مشرتوب او سمې  رهبرۍ ستونزه  پر خپل ځای وه نو د سلیم په هغو شعرونو کې چې سیاسي اړخ لری هم د رهبر او رهبرۍ مسله په سر کې ده . دې په  خپلوډېرو شعرونو کې په رهبرانو بې باوره ښکاري  :

خرڅوي رهبران په سوداګرو
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو
یا:
د میکدې به خدای قضا راوسته
چې یې اختیارکې د ملا راوسته

منم رهبر په خپله مخکې لاړو
خو قافله خو یې په شا راوسته

خدای خبر ولې سترګې ښکته شان کړي
اوس چې په مخ رهنما راشي

زه یې د الله او د رسول په نوم ټګلی یم
اوس مې د عصا او  د قبا نه خطره کېږي

رهبره خدای دې نه کړې چې کاروان ته زړه کې غل یې
خو دې باندې مې پوه کړه چې تر کومې به یې مل یې

اوس خو قافله  هم  له رهبر سره رهزنه شوه
دا معاشره جوړې له څېلمې بې ضمېره ده

سلېم داسې ګڼې نورې بېلګې هم لري  چې په کې د رهبر په اړه شکونه او پوښتنې راپورته شوې دي . خو په دې کې یوه یې هم شعاری او کلېشه یي بڼه نه لري . بلکې په ټولو بېلګو کې یو ډول هنري نزاکت او خوږلني له ورایه ښکاري .  د سلېم په شعر کې د سیاست نور اړخونه هم کتلی شو خو ټول څه چې دې وايي د شعر اصالت چې هنری پنځونه ده  له یاده نه باسي :
زما خبرونه  قدغن لرې کړئ
نو افوا ګانې به څوک نه خوروي

زموږ په ټولنه کې د فکر د خاوندانو لويه ستونزه تل دا وه چې د دوي او د ولس وبې توپیر درلود . د ولس خلک د دوي په وبه نه پوهېدل او دوي کله هم د ولس د وبې د پاللو هڅه نه ده کړي . زموږ د سیاستوالو ، او فرهنګیانو وبه به پښتو وه خو انداز يې هغه نه وو چې  د ولس خلک پرې غږیدل . ځینو خو ان په لوي لاس د ولس نه د بېلتون لاره غوره کړې .
پېچلې خبرې د نورو ټولنو دتقلید وړاندې کول ،  په رنګارنګ تکلفونو وړاندې تلل  او له خلکو لرې والي تل په پښتنو کې د فکر د خاوندانو کړۍ محدودي ساتلې . فرهنګیان مو ېوازې د فرهنګیانو په وبه پوهېږي او د ګوتو په شمیر سیاستوال مو ېوازې د سیاستوالو  په وبه . هېچا هم ولس ته د نېږدې کېدو هڅه نه ده کړې او همدا لامل دی چې ولس هم تل  د فکر خاوندانو ته په شک کتلې او ان له خپله منځه يې شړلي دي .
دا سمه ده چې دې ټولو د خپلې ټولنې د هوساینې لپاره یو ارمان درلود، یو فکر يې درلود ، خو دا ارمان ډېر کله په ډېر تکلف او داسې بڼه وړاندې شوی چې د خپل ټولنې رنګ يې نه درلود او  جامه یې پردی ښکارېده .
موږ ډېر کله ټولنیزې ښېګڼې او بد ګڼې په پردیو تلو تللې او ډېرې کمې مو خلکو ته د هغوي د خپلو کلتوري ارزښتونو په کنډه پورته کړي دي .
خو د اروښاد سلیم په اړه بیا خبره داسې نه ده ،موږ چې دنوموړي  هر شعر لولو  تر شا به يې یو لوی فکر او ستر ارمان پروت وي . خو دې لوی ارمان او وور فکر ته ارواښاد سلیم نه ېوازې دا چې د شعر یو ډېره ښکلې جامه ور اغوستې  بلکې  دومره يې ساده کړې او دومره يې ولسي کړې چې د غرونو د لمنو یو شپون هم  هغه درک کولای او د خپل زړه غږ یې کڼلی شي .

مينه ، ښکلا او ووند د سیف الرحمن سلیم د شعر نور موضوعات دي چې  ځاي پر ځاي يې ددې ستر شاعر د هغو ګوتو په شمار شعري بېلګو کې کتلی شو چې موږ ته راپاتې دي .
د اروښاد سلیم شاعري د یوې بلې خبرې سپیناوي هم کوي او هغه دا چې  له څومره والي  څرنګوالی  ډ ېر ارزښت لري . مو د پنځه دیرش  شعري ټولګو شاعران هم لرو  خو فکر نه کوم چې د ځینې دې  څوک د سلیم راز له یو غزل سره هم برابر کړي .
سلیم راز د پښتو هغه یوازیني شاعر دي چې په ټولنه کې په خپلو د ګوتو په شمېر خو په تول پوره غزلونو  تر یو شمیر یادو او د پنډو پنډو دېوانونو له  شاعرانو ډېر ستایل کېږي  .
دې ستر  شاعر  په تېر دوبي کې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه ، که په ووند ډېر یاد نه شو  او لږ تر لږه تر اوسه يې بشپړ ووند لېک  هم چا رامخې ته نه کړ . خو باور لرم چې د خوږو غزلونو زمزمې به يې تر پېړیو  پېړيو نورې هم  د پښتنې سېمې به غرونو کې ووندی او په لا ډېرو شونډو به وغږیږي . او که خدای کول هغه دنیا به يې هم ښکلې ځکه وي چې خپله  وايي :

یارانو زه د ښار قاضي خو نه يم
خدای به په څه ما له عذاب راکوي

اروا دې ښاده او یا دې یې تل پاتې وي

2007-09-23 21:22:44 م  پراګ

 

تبصرې

تبصرې