له نورو لېکوالو

دوه همزولي ياران شاعران- اینجینر ستانه میر ذهیر

دوه همزولي ياران شاعران
دوه يې همزولي شعري جونګونه

دواړه همزولي، دواړه ياران ، دواړه وورنالستان ، دواړه ليکوالان او دواړه شاعران دي .

دواړه په قد برابر او دواړه په شونډو کې تل مسکا او خندالري . دواړه له دنګو او هسکو غرونو راښکته شوي او دواړه په ښارونو کې ميشت شوي دي . ددواړو په منځ کې يو توپير شته چې يو دهيواد د ومي په پايتخت کې او بل د اوړي په پايتخت کې اوسي . دواړو په ښارونو کې نوې خيښۍ کړی اودواړو نوي ښاري ووند ته پنا راوړې .

ددواړو شعري ټولګې تقريبا په يوخت کې له يوې خپرندوې ټولنې له خوا په خپل شخصي لګښت له چاپه راوتلي دي . دواړه په يوې نشراتي موسسه کې کار کوي او ددواړو غږ ونه هره ورځ د هوا له څپو زموږ غوږونو ته رسيږي .
څه فکر کوې چې دا دواړه به څوک وي ؟
خير که دم ګړی مو ذهن ته نه درځي ، لږ صبر وکړی ، زه به يو څه نور هم مخ ته لاړ شم
_ يو په خپله مينه کې دومره غرق شوی چې د ايمان په ځای د خدای ( ج) له درباره څخه يوازې جانان غواړي ، ځکه خپل ايمان په خپله سپيڅلې مينه کې ګوري :
که لاس مې پورته کړو نو خامخا جانان به غواړم
څه بې ايمانه دومره نه يم چې ايمان به غواړم
خوبل بيا د پرښتو نه ګيله من دی اوهغوي ته وايي چې زما له مرګه وروسته زما جيبونه مه لټوی، ځکه دا مادي دنيا د دنيادارو ده ، دنيادار دی چې هم خيرات ورکوي ، هم صدقه ورکوي او هم د خدای ( ج ) د کور په حضور مشرف کيږ ي .نو طبعي خبره ده چې هغوي به د ډيرو خلکو دوعاګانې اخيستي وي او ايمان به يې پوره وي . خو ما چې په دنيا کې په اسمان ستوری او په ځمکه سيوری نه لرلو نو ايمانه به مې له کومه راوړی وي
پرښتوڅله مې جيبونو کې ايمان لټوي
ما په نيستۍ کې د دنيا ځينې رحلت کړی دی
پوهيږۍ چې دا دواړه څوک دي ؟ خير انتظار ته مو نه پريږ دم ، د لومړي بيت خالق
اجمل اند او ددوهم بيت خالق نجيب عامر دی .
زما په نظر په بره پښتونخوا کې د ځوانو شاعران په منځ کې اجمل اند او نجيب عامر د پښتو د معاصر شعر د وتلو څيرو څخه دي . باور وکړی زما ددواړو شعرونه ډير زيات ځو ښيږي . ځکه د دواړو په شعرونو کې مينه ، عاطفه ، يون ، د طبعت او فطرت انځورګري له ورايه ځليږي . راځی چې د کلي سره
د اجمل اند پخه مينه په لاندې شعر کې وګورو :
زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې
زما اواز د کلي ټولو جينکو پېوانده
زه چې په کلي کې وم رود مې د سندرو يار و
مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېوانده

زه چې په کلي کې وم ښه ډېره شوخي مې زده وه
مازېګری به مې د باغ ونو کې پاس تېراوه
چې پسرلی به شو او ونو به غوټۍ وکړلې
منې چې څانګو مې پر سر د ګلو لاس تېراوه

زه چې په کلي کې وم ډېرې وبې زده وې راته
د چېنو وبه ، د نښترو ، د څېړيو وبه
مابه له رود سره په غبرګ غږ کې سندرې ويلې
ماته وه ياده د بلبلو ، توتکيو وبه

اجمل اند د خپلي کلي سره دومره افراطي مينه لري چې د( چک جمهوريت ) د پلازمينې ( پراګ ) د
رڼا ګانو په ښکلي او تاريخي ښارکې هم د خپلې دودي ډيوګی ارمان کوي .

څراغونه ددې ښار څومره پردي دي ؟
دلته چېرې ها د تيلو ډېوه ګۍ شته

دا منم په کوم ځای کې چې چا خاپوړې کړي وي ، هغه ځای که هرڅومـره خوار وزاروي خو ددنيا پرمخ هغه له هر څه نه، هغه ته خوږ ، ګران او زړه ته نږدې وي .نو اجمل اند هم ملامته نه دی چې د خپل کلي ، په ځانګړې توګه د خوږياڼيو د ( کوز بيار ) سره افراطي مينه لري . خو که لږ وړاندې لاړ شو او داسې وګڼو چې شعر يوازې د خپلو خاطرو او د خپل شخصي ذوق او علاقي د اظهار تر څنګ د ولس د را بيداراولو سپيڅلې پيغام هم د ځان سره لري، نو زه بيا دلته د ښاغلي اند سره دومره موافق نه يم .
ځکه اند په خپلو دواړو نويو شعري ټولګو ( دا ښار، هاغه غرونه _ چينې او هندارې ) کې ځای په ځای د ښار نه کرکه څرګندوي او کلی سره مينه يې د افراط تر پولې رسولې .که موږ ( کلی) دفطرت د ښکلا ، سپيڅلتيا او صداقت سمبول وګڼو او ښار ددوه مخۍ،چالاکۍ او بدرنګۍ سمبول وبولو ، نو زما په اند، دا به هم انصاف نه وي .ځکه ښه اوبد په دواړو ځايونو کې شته . که په کلي د مينانو له پاره د ( ګودر غاړه ) شته نو په ښار کې د( نجونو د ښونځي مخه ) هم د ګودر نه کمه نه ده ، که په کلي کې د رڼو اوبو چينه شته نو په ښار کې بيا په خپل کور کې درڼو اوبو نل هم بهيږي . په ښارونو کې پوهنتونونه وي ، په ښار کې فرهنګي او کلتور ټولنې وي ، په ښارونو کې علمي او څيړنيز مرکزونه وي ، په ښارونو کې د انساني ووند له پاره وړ اسانتياوې موجودې وي ، که په کلي کې د سپوږمۍ رڼا زړه راښکونکې وي نو په ښارونو کې د بريښنا او برق رڼاګانې هم تياره زړونه روښانه کولي شی

ددې خبرو نه زما مقصد دای چې موږ بايد دادب او شعر له لارې دا هڅه ونه کړو چې په زور خپل پښتون ولس دې ته وهڅو و چې بس د غرونو او دکلي له تنګودرو راونه خوځيږی ، ځکه ښار ډير بدرنګ دی او په ښار کې هغه سپيڅلې مينه نه شته لکه په کلي کې چې ده
.په داسې حال کې چې زموږ د ګاونډيو وبو په ادب او شعر کې د ښاريت او ښار سره د مينې سمبول ډير غښتلی او پياوړی دی . طبعي خبره ده هغه څوک چې په ښار کې اوسي د کليوالو په پرتله د مدني ټولنې سره زيات اشنا او بلد دی .
ځکه مدنيت د ( مدېنې ) نه اخيستل شوی او مدينه ( ښار) ته وايي . دا بيلګه مو ږ په خپله پښتنې ټولنه کې هم ښه احساسولی شو .
د مثال په توګه : که موږ د ولايت د ښار له مرکز نه په غرونو کې د پرتو کليوالو سيمو په لور حرکت وکړو ، نو هر څو مره چې لرې کيږو همغومره په خلکو کې د خشونت ، جنګجويې ، کلاسيک غيرت ، وروست پاتې والي نښې نښانې زياتيږي ، په سوله کې د ووند او مدنيت نښې نښانې راټيټيږي .
خو برعکس که د غره له تنګو درو نه ، د ښار په لور راځو نو په همغه کچه په خلکو کې سوله او د مدني ووند سره د بلدتيا نښې نښانې زياتيږي چې د ځنو په اصطلاح هغه دجنګ اوجګړې کليوالي غيرت په کې کميږي، کوم چې د هسکو اودنګو غرونو خلک يې لري . په داسې حال کې چې يوه وينه او يو قوم به وي .
لامل يې دادی هغه سيمې چې ښار ته نږدې پرتې وي ، د وخت په تيردو ، ښاري عناصر ورباندې ووره اغيزه کوي ، چې په پايله کې د قبايلي ووند خصوصيات له لاسه ورکوي . ښه بيلګه يې موږ په خپل هيواد کې په پرتو سيمو کې ليدلی شو :
دهيواد ختيزې برخې لکه : دکونړ ولايت ، په ننګرهار کې د شينوارو لويه ولسوالي ، د خوګياڼيو ولسوالي ، دسپين غر هاخوا د پکتيا او خوست ولايتونه او نورې سرحدي سيمې چې د ښارونو څخه لرې په غرونو کې پرتې دي ، تر اوسه په کې د قبايلی ووند ځانګړي خصوصيات پياوړي دی . هغوي خپلې حقوقي فيصلې په قاضي نه په جرګه کوي ، هغوي د قاتل سزا د حکومت په زندان کې نه ، بلکې هغه په خپل لاس وووني او په دې توګه هغوي مجبور دي چې کلوکلونه يې، ټوپک غاړې ته پروت وي او خپل ووند د دښمنۍ په اور کې تيرکړي .

خو برعکس ، د جلال اباد په ښار ، لغمان ، لوګر ، ميدان ، غزني ، کندهار او هلمند کې د ميشتو کسانو په منځ کې بيا قبيلوي اړيکي نه شته ،ځکه هغوي په هموارو سيمو کې اوسي او ښارونو ته نږدې موقيعت لري ، هلته قاتل په زندان کې سزا مومي او د مقتول کورنۍ دې ته اړ نه ده چې خپل ټول ووند د بدل اخيستو ته وقف کړي . هغوي حقوقي فيصلې په جرګه نه ، بلکې په قاضي کوي .
نو ددغسې ملحوظاتو له مخې زه وايم چې د يويشتمې پيړۍ په راتلو سره زموږ د ادب موضوع هم بايد له کليوالي او قبيلوي چوکاټ نه راووځي . څو پښتون قوم هم د ګاونډي قومونو په څير، د مدني او نړيوالې ټولنې سره ګډ ټکي پيدا کړي .او د غربت ، نيستۍ اوبېوسۍ له ستر مصيبت څخه ځان خلاص کړي .
د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ سترو استعماري قوتونه زموږ د وروسته پاتيوالي ، زموږ له کلاسيکو کليوالي غيرتونو څخه ګټې اخيستي ، د خپلو دښمنانو د نابودۍ له پاره يې ، موږ ته وسلې راکړي او زموږ وينې بهولي دي .چې دا لړۍ اوس هم روانه ده .
که اند صيب دا ادعا لري چې موږ بايد تمدن کليو ته وروړو ، نو دا يو خوب او خيال دی ځکه تراوسه پورې دا ستونزه د نړۍ په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې هم نه ده حل شوی .که څه هم هغوي ډيره هڅه کړې ، چې د ښار او کلي په منځ کې اقتصادي واټن را کم کړي خو تر اوسه په نه دي بريالي شوي . نو بيا موږ د کوم دليل له مخې کولی شو چې د افغانستان غوندې په وران ويجاړ هيواد کې چې تر اوسه يې په ښارونو کې سرک نه شته کلي ته د تمدن کاروان وليږو .
دوهم ټکی چې د ښاغلي اجمل اند په شاعرۍ کې د تامل وړدی ، هغه په لاندې شعر کې کتلی شی :

زه او رود به د غره غاړه کې روان وو
يو وخت دواړه د يوې طبعې ياران وو

رود،چينه، چېنار، غونډۍ هم اوس لويان دي
زه چې وړ وم نو پينځه واړه کمکيان وو

ددې ښار سپين مخی خلک په زړه تور وو
موږ سپين زړي وو د سپين غره هلکان وو

خو ماښام کې به په يو چيلم راټول وو
اند، ملا ، ملنګ که څومره سره وران وو

د اند په دواړو نويو شعري تولګو کې ملنګ ، زيارت ، چيلم ، چرس ، بنګ او بنګاوه دومره زيات کارول شوي دي ، که زه د مخدراتو د وزارت مسول وای نو سمد م مې بندي کاوه . ځکه ( ادم خانه چرسي ،کټ مې وباسه دالان ته ، ماته خوب نه راځي … ادم خانه چرسي ) سندرې خو دومره خلک چرسيان کړی دی چې له شميره وتلي دي .
په هر حال دا خو مې هسې يوه ټوکه وکړه . زما په فکر اجمل اند، اګاهانه هڅه کړې چې له فارسي او عربي نه راغلي شراب ، ساقي ، می او ميکدې ته پښتني رنګ ورکړي نو ځکه يې : دشرابو په ځای چرس ، بنګ يا بنګاوه ،د ميکدې په ځای يې زيارت ، د ساقي په ځای يې ملنګ کارولی دی .
منم چې زموږ په ټولنه کې دا شيان شته او ځنې خلک ورسره مينه لري .نو ځکه يې په ولسي ادب کې هم يادونه راغلې ده لکه چې وايي :

بنګي به راشي ما به مړه کړي _______ مايې د بنګو کنډولي مات کړي دينه

زما له ذاته سترګې سرې دي _______ خلک به وايي چې يې چرس څکلي دينه

د دوهمې لنډۍ سمه بڼه زما له ذهنه وتلې ده، کيدای شي تاسو يې په سمه بڼه وکاروی

که پورتنۍ لڼډيو ته پاملرنه وشي نو زموږ ولسي يا شفاهي ادب کې دا توکي په منفي بڼه کارول شوي خو اند صيب بيا په مثبته بڼه کارولي چې دپيام له پلوه يو څه د انديښنې وړ دي .
کيدا شي ځنې خلک دا استدلال وکړي چې د پيړيو په اوږدو کې کلاسيکو شاعرانو شراب هم په مثبته بڼه کارولي خو بيا يې هم څوک شرابيان نه کړل ، نوکيدای شي په شعر کې د چرسو او بنګو راوړل به هم څوک چرسيان نه کړي .
داخو وې د اند صيب په اړه زما ځانګړې پيرزينې چې په لنډه توګه مې ستاسوتر مخ کيښودې . اوس به يې بل همزولي يار ( نجيب عامرته ) ته راشو چې هغه په خپله شاعرې کې کومې خواته روان  دی ؟
عامر هم يو له هغو شاعرانو څخه دی چې زما يې شعرونه ډير زيات خو ښيږي .وروستۍ شعري ټولګه يې د ( نيمو شپو خبرې ) نوميږي .چې په پيښور کې د دانش خپرندويه ټولنې له خوا چاپ شوې ده .
ما د ډيرو شاعرانو په شعرونو کې د محبوبې نه د لريوالي ، بيلتون او هجران فريادونه اوريدلي خودا لومړۍ ټولګه ده چې زه په کې د شاعر دخپلې مينې د وصال خوږې شيبې لولم او دهجران او بيلتون څخه سر نه ټکونه په کې نه شته .
عامر د (نيمو شپو خبرې ) په شعري ټولګه کې د خپلې ځوانې مينې د وصال ، په زړه پورې انځورونه کښلي اوداسې معلوميږي چې خپل هدف ته رسيدلی دی . ځکه خو وايي :

ګلالۍ چې ګلابي جامو کې راغلې _ مانه هيردې کړه دسرو ميوخمونه
تا چې ځای د زړه په کور کې راله راکړو _ درنه ځارشه ددې ځمکې ټول ښارونه
موږ چې بيل ووسره دوه وو تاته ياد شي _ دا مکاره دنياګۍ وه څومره غلې
اوس چې يو شو ډيرې سترګې راپسې دي _ ډيرې خولې ډيرې خبرې کړي ناولې

د نجيب عامر په شعر کې بيا داجمل اند دشعر پر خلاف ، د کليوالي انځورنو په ځا ی ښاري انځورونه هم په مثبته بڼه تر سترګو کيږي .. لکه چې وايي :
د خپل منزل ترلوي مزاره به ځو د کلي خلک يو تر ښاره به ځو
په منډه نه ځو په قلاره به ځو که لاره نه وي لکه ماره به ځو
*******
دستار او دپيکاراو هم دکار سړي معلوم دي
بری وړي له دښمنه څو دشمارسړي معلوم دي
چې خاورې په منګول کړي ترې د زرو تمه کيږي
دی ښار که نا پرسانه خو د ښار سړي معلوم دي

دريم ټکی چې زما په نظر د عامر په شاعرې کې له ورايه ځليږي ، هغه دده په شعر کې د د نوي زماني د نوې ټکنالووۍ د کلمو کارونه ده . که څه هم ځنې دود پالي ليکوالان ورسره مخالف لري . هغوي وايي ځونډۍ ، نتکۍ ، وښی ، چارګل ، پيزوان که څه هم اوس دومره نه شته خو په شعر کې خپل خوند او رنګ لري ، ولې موبايل ، کمپيوټر ، مينې ډيسک ، سټوډيو او داسې نور بايد په شعر کې ونه کارول شي ، ځکه دا شاعرانه کلمې نه دي . خو عامر ددې دوديز پالو پر خلاف ګام پورته کړی او همدا کلمې يې شاعرانه ګرځولي دي : د حسن اختتام له پاره به د عامر د( وورنالست ) سندره راواخلو :
دوورنالست سندره
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې
چي راپور پسې روان شم
سمه ته راسره درومې
که ته ناسته يي په کور کې
خيال کې ښه راسره درومې
مرکه چي چانه اخلم
ستا پوښتنې را په ياد شي
مخامخ سړي مې هيروي
ستا غوښتنې را په ياد شي
دا پوښتنه له تا کړمه
زوروره يې ته ولې؟
په سټوډيو کي غلې غلې
يادوم دې نازولې
د اخبار سرخي ته ګورم
کله زه چي په سهار کې
رنګ مې يو ناڅاپه سور شي
ستا د شونډو تصور کې
چي زه سکريپټ کله ليکمه
ستا خبرې را په زړه شي
واړه توري ګډ او وډ شي
چي شکرې را په زړه شي
بيړني خبر په شانې
زر مې ذهن ته راځغلې
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دي نازولې
ميکرافون کې چي هلو کړم
مبايل په شرنګيدو شي
چي يي غوږ ته رانزدي کړم
لکه ته په غږيدو شي
چي راپور مي ثبتومه
زما په ستوني کې غږيږي
په څپو د هواګانو
ما نه وړاندې ته خپريږي
زما په زړه دې ښخې کړي
راته ښکاري دې منګولې
په سټوديو کي غلې غلې
يادوم دې نازولې
ستا دحسن برکت دی
په راپورکې شاعري کړم
زه نو هغه خبريال يم
چي خبري باوري کړم
رانه دا پوښتنه مه کړه
چي يې څومره پر ما ګرانه
د راپور په شان خوږه يې
چي خپريږي له دستګانه
د راډيو په شانې ښکلې
زما زړه ته يې منلې
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې

2006 فبروري 23
پيښور

تبصرې

تبصرې