له نورو لېکوالو

دا ښار هغه غرونه په یوه ګام کې- اجمل تورمان

(( له هغې ورځې چې کابل ته راغلی یم ، نو د شعر په نوم مې یوه کرښه هم نه ده توره کړې  ))  دا په هندارې او چینې  نومې شعری ټولګه کې  کې د اجمل اند په قلم لېکل شوې ټولګه ده چې  زما په اند یا په بله  وینا زما اند یې باید تصحیح کړي .
ځکه [  دا ښار ، هاغه غرونه   ]  د اجمل اند د کابلي شعرونو وړه خو تر ټولو خوږه شعری ټولګه ده  چې د [هېندارې او  چېنې] نه وروسته چاپ شوي  ده .
[دا ښار ، هاغه غرونه  ]  د یو داسې شاعر د زړه خواله دي چې په ښارونو کې د ډېرې مودې  اوسېدلو سره سره هم کلېوال پاتې شوی دی .  او اوس  هم په دې باور دی چې د ښار څراغونه یې  په زړه کې دومره رڼا نه خپروي  لکه د کلي دود وهلې ډېوه ګۍ .

څراغونه ددې ښار څومره پردي دي ؟
دلته چېرې ها د تيلو ډېوه ګۍ شته

اند [ دا ښار ، هاغه غرونه ]  ټولګه کې له ډالۍ نه چې لېکلي یې دي :

خپل پلرني کلي ( کوزبيار ) ته چې د رود شرنګ يې سندرې او د مازيګر رنګ يې مينه راښولې ده .
ان تر وروستي  شعر پورې چې  بنجاري ته یې لېکلی د کلېوالي ووند ښه عکاس پاتې شوی .

زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې
زما اواز د کلي ټولو جينکو پېوانده
زه چې په کلي کې وم رود مې د سندرو يار و
مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېوانده

زه چې په کلي کې وم ښه ډېره شوخي مې زده وه
مازېګری به مې د باغ ونو کې پاس تېراوه
چې پسرلی به شو او ونو به غوټۍ وکړلې
منې چې څانګو مې پر سر د ګلو لاس تېراوه

زه چې په کلي کې وم ډېرې وبې زده وې راته
د چېنو وبه ، د نښترو ، د  څېړيو  وبه
مابه له رود سره په غبرګ غږ کې سندرې ويلې
ماته وه ياده د بلبلو ،  توتکيو وبه

زه چې په کلي کې وم ومي کې حجره ګرمه وه
د منګي ټنګ ته به نو زه هم د سيتار وڼی وم
او که خبره به د څڼو غورځولو راغله
نو په اتڼ کې هم په ډېرو کې د کار وڼی وم

زه چې په کلي کې وم مست غوندې بنډار مې درلود
د شنه چېلم په کټ کټا به مې خومار ماتوه
چېنې ته څېرمه د شنو بنګو د ځنګله له منځه
په يه قربان! به مې د نجونو سم کتار ماتوه

زه چې په کلي کې وم اوړی به غرمه مهالې
د چينار سېوري ته رڼو شګو کې خوب وړی وم
که به د مور خوږو نارو را پاڅولی نه وی
زه به د قاف غرو ته خوبو د زلميتوب وړی وم

عجيبه وخت و په دې ډېرو کېسو نه پوهېدم
زه چې په کلي کې وم ووند لکه چينه ښکلی و
د پسرلي مازيګري کې کوکنار ګل د کلي
بس لکه سم د ښاپېريو زمانه  ښکلی و

خو دريغه دا چې کلي اور واخيست له تندې وسو
نه يې چېنه او نه يې رود نه جينکۍ پاتې  شوې
او د بنډار ياران هم يو يو تر دکن واوښتل
نه يې اتڼ نه يې چېلم نه يې پګړی پاتې شوې

اند په  [ دا ښار ، هاغه غرونه ]  شعری ټولګه کې  د کلېوالي ووند د تصویرونو د وړاندې کولو تر څنګ  دې  انځورونو ته د کلی ساده ، خوږه او بې تکلفه وبه کارولې ده .  د انځور په نوم شعر کې یز ماته همدا کمال ښکاري .

کلونه وړاندې چې له کلي راغلم
نو ددې ښار په کېسو نه پوهېدم
ما ستا لپاره
د ښار وبه زده کړه
ما ددې ښار په سړکونو باندې
د دنګو دنګوو ودانيو منځ کې
او د روښانه څراغونو لاندې
له ليونيانو ملنګانو سره وپېوندل
خوته ، ترې چېرې ولاړی
دوغومره لرې  چې هيڅ غږ نه اورې
دهغه خپل ښار وبه هم نه درځي
خو زه دې دې کوڅو کې  داسې رنګ کړم
چې په ليمو کې مې د سپين غر انځور پاتې نه شو

زما ددې خبرې د اثبات لپاره  چې د اند وبه د هغه په وروستۍ شعری ټولګه کې ساده ،  خوږه او بې تکلفه ده .  شاید دا شعر دومره پر ځای نه و ، خو د خبرو د رالنډولو لپاره او دا چې په یو تېر مو دوه ښکاره کړي وي  دا شعر مې غوره کړ .  او کېدای شی ترې دا نتیجه  واخلو  چې اند په خپې ازادې شاعرۍ کې هم هومره مخکې دی لکه په غزلېزه شاعرۍ کې چې دی .
اند ځوان شاعر دی او مهربان شاعر دی .  خو کله ناکله خړ یې یو نیم  شعر په نورو څه ان په باچا هم خولې را ماتولی شي .

واه ! پاچا ستا خو پر ټنډه خولې راغلې
پاچايي په ډېرو لويو زړونو کېږي
”چې فکرونه له سرونو نه   واړه شي“
نو تاجونه له سرونو نه غورځېږي.

په هاغو  غرونو کې دې ځای شین ړی اړ دا ښار دې ورته مبارک وي .

تبصرې

تبصرې