له نورو لېکوالو

د دوهي د بنډارونو شاعر -بازمحمد عابد

زه ه د اجمل اند د شعرونو کروندې ته ورننوتم او تر ډېره يې د غزلونو په پوخ فصل کې ښکته پورته وګرځيدم. ټوله شاعري مې ورته ولوسته او په هر پړاو مې ترينه خوند واخيست. خو مخکې تر دې چې د اجمل اند په شعرونو څه نا څه ووايم بده به نه وي چې لږ يې ووند ته هم تم شوو.
اند صاحب د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې د کوز بيار په کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي دي. تر اوه  کلنۍ پورې په خپل کلي کې پاتې شوی او بيا يې ټوله کورنۍ د لرې پښتونخوا په هنګو کې ديره شوې ده. هماغلته د ملي محاذ په يوه ښوونځي کې شامل شوی او تر لسم ټولګي پورې يې هما غلته زده کړه کړې ده..
وايي چې په اوه کلنۍ کې چې له خپل کلي وتل نو د سپين غر د واورينې څوکې او د شاه و خوا  طبيعي ښکلاو تت، تت انځورونه يې په تازه ذهن کې  له ځانه سره وړي وو او چې په هنګو کې ديره شوی دی نو د سپين غر د لمنې د ښکلا تت انځورونه يې د هنګو په غرنۍ او غوړيدلې سيمه کې ورو ورو تازه شوي دي . د هنګو غوړيدلو او شنو درو ورته شاعرانه ذوق وربخښلی دی. تر دې چې دی په دريم ټولګي کې و او د بيلابيلو شاعرانو شعرونه به يې په مجلو، ورځپانو او جريدو کې لوستل. تر ډېرو کلونو يې د شعر لوستلو رياضت کړی دی. کله چې د ډاکټر نجيب حکومت د مجاهدينو لاس ته ولويده، نو په دې وياړ اند صاحب ړومبی شعر ويلی دی چې  شعاري حماسي رنګ لري.
دافغان څوارلس کلن ارمان پوره شو
د ظالم او مستبد حکومت چپه شوه
دا داسې وخت دی چې کورنۍ يې له هنګو نه پيښور ته راليږديدلې وه. د پيښور په ورسک  روډ کې د لږې مودې لپاره ميشته شوې وه او چې د خپل کلي امنيت باندې ډاډ من شوي دي، خپل وطن ته راستانه شوي  دي چې  کورنۍ يې تراوسه په خپل کلي کې  اوسيږي.
کله چې اند صاحب له مهاجرت نه خپل کلي ته راستون شوی، دا نو د دې د زلميتوب تنکۍ شيبې دي چې د سپين غر په واورينه او پرتمينه څوکه يې هغه سترګې لګيدلي دي چې په ماشومتوب کې به يې هر سهار د دې غره په واورين شمال وينځلې.  نو يو ځل بيا يې د ماشومتوب اوه  کلنې دورې ته بيولی دی، هغه تت انځورونه چې د ده په ذهن کې يې مجسم شکل غوره کړی و او د هنګو په شنو درو به يې د هغو تنده ماتوله، دا ځل ورته د دې ښکلي فطرت پر وړاندې د هنګو د شنو درو انځورونه پيکه ښکاره شوي دي . بس د لمدو خټو دارو لږې اوبه وي . له دغه ځايه د اند صاحب د شعر چينه په خوټيدو راځې او ښه پريمانه شاعري کوي.   اند صاحب فطرتاً شاعر دی. دې شاعرانه سيمې،  د سپين غر په لمنه کې د رود شرنګي، د چينو هيندارو ، د بنګو کروندو، د ملنګ بابا زيارت،د ستار او  منګي ساز، ړنګ ګودر، جام و جانان، تنده او خمار، شنې زرغونې، نښتر، څيړۍ ،ګورګورو او دې ته ورته توکو شاعري ورکړې ده او دې توکو ته يې ډېره ښکلې سندريزه او انځوريزه جامه اغوستې ده. دا هغه توکي دي چې د اجمل اند د ټولې شاعرۍ عمده برخې جوړوي. ځکه خو اند صاحب هم په همدې عقيده دی.

دا يې دا څو کاله د سپين غره اوبه نه دي څښلي
د اند غزلې پخوا دومره بې تاثيره نه وې
د اند صاحب په شاعرۍ کې ډېر داسې تراشلي بيتونه شته چې قابل رشک دي او هغه د چا خبره په زړه چک لګوي. لکه دا بيت:
دا زړه هغې نارې کړې چې له چا نه پاتې شوی
ما ور ټټر ته لاس کړ، ما وې ما نه پاتې شوی
د اند صاحب دا بيت چې کله هم زما په زړه راوريدلی، نو له ځانه سره مې ويلي دي چې دا خو يې زما د زړه خبره کړې ده، بايد دا شعر ما ويلی و.  خو بيا مې زړه په دې خبره تسلا کړی چې د دې ظالم نه هم لکه زما په څير هر ځای زړه پاتې وي.
خو اند صاحب  هوښيار مين دی. مينه کوي او بلا ښکلي هم په زړه کې پالي، خو دې خبرې ته يې هم پام دی چې لا يې څوک په مينه باور نه کوي :
موږ مينه هم کوو او ډېر ښکلي سينو کې ساتو
خو که رښتيا ووايم دې خلکو کې يار نه لرو
او کله خو دومره په خپله مينه باوري شي چې  په هر پړاو کې ورته ځان د خپل معشوق  سيال ښکاري:
ته چې ګلاب وې نو زه هم لکه شبنم وريدم
ته چې هينداره وې نو زه هم بې تصويره نه وم

زموږ په کليوالي سيمو کې د نذر او ټوټکو په نوم کليوالې ښځې او  جونې د خپل مراد پوره کولو په خاطر د زيارتونو په جنډو پورې ټوټې تړي، شنډې ښځې يې په جنډو پورې زانګو ګانې بندوي او د زيارت پر سينه کله کله د ماتو بنګړو ټوتې هم پرتې وي. اند صاحب دا خيال په ډېر رومانتيک انداز کې وړاندې کوي.
جينکۍ پرې بنګړي کيږدي مراد غواړي
زما زړه سم د بابا ولي مزار شو
په تيرو پنځه ويشت کلونوکې  په تيره بيا په تنظيمي شخړو کې چې په افغانستان کې کوم چور او تالان ګډ شوی و، نه يوازې دا چې افغانانو وليده بلکې ټولې نړۍ ته جوته شوه چې د افغانستان ملي شتمني، ملي املاک، ملي آرشيف او تر ټولو مهم ملي موزيم چې په ګڼ  شمير کې لرغوني آثار په کې خوندي وو،  په تنظيمي شخړو کې له هيواده په پټه وايستل شول او په نړيوالو تورو بازارونو کې  وپلورل شول. اند صاحب همدې خبرې ته څومره شاعرانه او رومانتيک  رنګ وکړی دی.
د زړګي صنم خانه په پيری ساتم
د ښار خلک د بتانو سوداګر دي.
که څه هم اند صاحب اوس يو  کليوال  اجملی دهقان نه دی پاتې  او په اصطلاح څه نا څه  ښاری شوی دی، خو پيښور سره يې د مينې تړاو دومره وور دی چې په تيرو څلورو کلونو کې هم ورته ځان کابلی ښکاره نه شو.
(( وخت به لګي)) چې به رنګ د کابل اخلم
لا خويونه مې اوس هم د پيښور دي.
اند صاحب هغه پښتون دی چې د حالاتو په جبر کې رالوی  شوی، په خپله خاوره يې د يرغلګرو ټاراکونه ليدلي دي، او چې له زغمه يې د وتلو لار لټولې ده نو سر يې په مهاجرت لګيدلی دی.خو دی که په مهاجرت کې هم اوسيدلی، نو د پښتنو په سيمه کې اوسيدلی. هلته يې ليدلي دي چې پښتانه په خپله خاوره خپل  اختيار نه لري او کابل کې يې هم وليدل چې ټوله معامله په مصلحتونو روانه ده، او دلته هم په خپله خاوره خپلواک نه دي. نو خدای (ج) ته يې  څومره ښکلې  شاعرانه ګيله ساتلې ده.
ولې مې په ځمکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه
که يو قوم په اتفاق وي،  نو د هيڅ يو دښمن به پرې وس بر نه شي چې لاندې يې کړي، ځکه چې د اتفاق نه خدای راضي وي. همدا خبره اجمل اند نه يوازې دا چې په ښکلي شاعرانه انداز کړې بلکې په بيت کې يې داخلي موسيقي هم په ډېره هنرمندۍ سره ځای کړې ده.
موږ که د جنګ تابيا کوله که مو سوله کړله
موږ به سلا په کې د ټول کلي راټوله کړله
دلته ګورو چې د ( ل) توری اته ځله او د ( ک) توری اوه ځله  په يو بيت کې راوړل شوي دي چې د همدې تورود تکرار له برکته بيت د داخلي موسيقۍ نه برخمن شوی دی.
اند صاحب خو کله کله دومره شاعرانه  خود داري کوي چې د دعا له پاره اول لاس نه پورته کوي،  خو چې کله يې  پورته کوي نو ډېر پر ځای، مستانه او  رندانه سوال کوي.
که لاس مې پورته کړو نو خامخا جانان به غواړم
څه بې ايمانه دومره نه يم چې ايمان به غواړم
که څه هم له تکراري خيال نه يو شاعر هم مبرا نه دی. اند صاحب هم  په ډېرو ځايونو کې تکراري خيالونه راوړي دي.  سره له دې چې دا خيالونه يې خپل دي او د بل هيڅ شاعر رنګ پرې نه دی خور،  خو بايد چې  اند صاحب د مکررو خيالونو له راوړلو نه ډډه وکړي. ځکه چې دی لا ځوان دی، بايد په شعر کې نوې پنځونې وکړي،  په شعر کې د نوښت لاره خپله کړي او خپل شاعرانه سفر پر مخ بوځي.
دلته يې يو بيت رانقلوو چې خيال او کلمات  يې د پورتني بيت سره هيڅ توپير نه لري.
زما جانان په کار دی زه به ترې جانان غواړمه
ايمان به غواړي له څښتنه بې ايمانه خلک
دې وړ تکرار ته يې حسن تکرار ويلی شو خو نه پوهيږم چې د بنګو مضمون يې ولې په خپله شاعرۍ کې دومره تکرار راوړی  دی چې په هره دريمه غزله کې يې ځای ورکړی دی. تر دې چې ځنې وخت يې پرې په  يوه غزله کې دوه بيتونه هم ويلي دي. اند صاحب چې څومره زه له نيږدې نه پيونم، نه خو په بنګو روږدی دی او نه ورسره چندان علاقه لري، خو ده په ټوله شاعرۍ کې د بنګو دانې د غزلونو او  نظمونو پر ځمکه دومره پريمانه  شيندلي دي لکه د شعرونو د فصل تخم يې چې  . ښايي لويه وجه يې دا وي چې په داسې يو سيمه کې يې سترګې غوړولي چې له ډېر پخوا نه يې کروندګرو په خپلو ځمکو بنګ کرل او کله چې د اند صاحب  شعر ويلو ته زړه تخنيدلی دی، خامخا به د بلۍ په سر په شليدلي کټ کې ډډه شوی وي او د بنګو مستو څپو به  په مخه کړی وي، ځکه خو يې ټوله شاعري په بنګو لړلې ده. دلته يې څو بيتونه رانقلوو چې له بنګو نه سرچينه اخلي چې په ټولو بيتونوکې يې کليمات لکه چيلم، زيارت، ملنګ، مازيګر، خومار او . . .  سره ورته دي. يوازې د غزل د وزن په بدلون يې تقريباً ټولو بيتونو ته  ښکلا او ځلا  ورکړې ده.
يو شين دود د چيلم د رباب ترنګ راته ياد شي
چې کله ها زيارت هغه ملنګ راته ياد شي
چې ولې په دې ښار کې د رود شرنګ راته ياد شي
چې تل لمر په لويدو شي لکه بنګ راته ياد شي
مازيګر راشي خو ګودر او شين کتار نه لرو
زيارت اباد دی خو چيلم نه شته بنډار نه لرو
کله نا کله بس په شنو بنګو خومار ماتوو
زياتي نو څه وکړو وزګار يو کار و بار نه لرو.
وار کوه دعا ترې اخلو بيا به درومو
ملنګ اوس له خپل چيلمه راوزګار شو
ستا په ښار کې چيلم نه شته چينه نه شته
مازيګر دی اند د شنو بنګو خومار شو
دا هغه بيتونه وو چې په دريو بيلابيلو غزلونو کې يې  د بنګو په اړه دوه، دوه  بيتونه ويلي دي. ما چې د اند صاحب (( هيندارې او چينې)) ولوستې، شل ځايه په غزلونو کې د بنګ مضمون راننوتی دی او د همدې کتاب په قافيه وال نظمونو او هم يې په آزادو شعرونو کې ځای پر ځای د بنګو خيال ځايولی دی. له دې کتاب پرته په (( دا ښار، هاغه غرونه)) کتاب کې هم نهه  ځايه د بنګو پرمضمون بيتونه ويلي دي او څو ځايه يې هماغه خيال په خپلو نظمونو کې هم تکرار کړی دی. که چيرې په دغومره شمير کې بيتونه چې بنيادي خيال يې ډېر تفاوت سره ونه لري، په يوه اوږد لين کې وليکل شي، څه فکر کوئ چې د بنګو رنګ او خوند به پيکه نه کړي؟
همدا رنګه يو نيم  بيت يې ماته داسې وبريښيدو چې زه فکر کوم خيال يې په مثبت شکل نه بلکې په منفي شکل وړاندې کړی دی. دا خبره ځکه کوم چې ميکدې ته د مين ورتګ دا مانا لري لکه  يو مين چې خپل معشوق ته ورځي او کله خو ورته په ميو کې خپل جانان وبريښي. ما ته خو اند صاحب په دې لانديني بيت کې ښويدلی ښکاري
تګ راتګ به ميکدې پلو ته  ډېر کړم
نور څه داسې چل په کار دی چې تا هير کړم
دا و د اند صاحب پر غزلونو زما يو ځغلند نظر. د قافيه وال نظمونو په اړه به يې دومره ووايم چې تر غزلو يې هم زما قافيه وال نظمونه زيات خوښ شول، دا ځکه چې په نظمونو يې د کوم  شاعر رنګ نه دی خور او په خپلو تجربو يې ولاړ دي. څومره چې يې په نظم ليکلو لاس بريږي بايد چې نظمونه وليکي او تر دې يې لا ښکلي وليکي. اند صاحب په نظم ليکلو کې د خيال تسلسل ته پوره پاملرنه کوي، تر دې چې تلوسه هم په کې ساتي او يو خيال په ښه برياليتوب د تکميل پړاو ته  رسولی شي.
په دواړو ټولګو کې يې له غزل او قافيه وال نظمونو پرته آزاد شعرونه هم شته چې نه يې تر غزلونو ښکلي دي او نه يې تر نظمونو. که اند صاحب د آزادو شعرونو پر ځای خپل ټول پام غزل او قافيه وال نظم ته واړوي، فکر کوم هماغه خيال چې دی يې په آزاد شعر کې وړاندې کول غواړي، په نظم کې به يې تر آزاد شعره ښکلی انځور کړي. په آزادو شعرونو کې يې يوازې د مورنۍ عاطفې په خاطر د (( وړا)) په نوم شعرزما خوښ شو. دا شعر درې برخې لري، چې ما ترې منځنۍ برخه حذف کړې، يوازې پيل او پای مې راخيستې ده . خو فکر نه کوم چې اوريدونکي او يا هم لوستونکې داسې څه محمسوس کړي چې ګنې يوه مسره دې ترې حذف شوي وي. شعر داسې پيليږي:
خدايه! چې زه څومره بدمرغه يم
ډزې، جګړه او زه سره  په يسو ورځ پيدا
ما مې تر پايه د خوږې مورکۍ په سترګو کې
چيرې څپه د خوښۍ ونه ليده…..
…… چې ايا ټولې ميندې
ها چې زموږ د دې سپيرې خاورې په سر اوسيږي
له اوښکو جوړي دي وړا پورې يې ووند تړلی
که نه يوازې زما مور خوارکۍ
په اوښکو اوښکو او په ډېرې وړا ځان وواوه.
اند صاحب ته تسلا ورکوم چې په تيرو پنځه ويشتو کلونو کې داسې افغانه مور چا نه ده ليدلې چې د ماښام ډوډۍ يې له اوښکو سره نه وي خوړلي. دا ځکه چې په دې دومره موده کې به داسې کور نه وي چې يو يا دوه کسه دې يې شهيدان نه وي ورکړي او يا دې يو کس دوه په کې معيوب شوي  نه وي.
له دې هر څه سره سره اجمل اند زما د خوښې شاعر دی، په خپلې شاعرۍ کې يې ډېرې خبرې زما د زړه کړي دي، لکه څنګه چې يې دعا کړې ده چې يوځل بيا دې شاعر شي، ځکه چې بې له شعره ورته ووند ګران دی. راځئ چې د اند صاحب دا ښکلې او شاعرانه دعا ورته د آمين په مزي وتړو او د پرښتو په اوږو يې بار کړو او د ښايستونو د خالق دربار ته يې وليږو.
د اند صاحب د لا برياليتوب په هيله.
په ټوله مينه
بازمحمد عابد
کابل
١٣٨٥/ ٠٢/ ١٩

تبصرې

تبصرې