له فارسي ژباړه
تا ماته وخندل خو نه پوهېدې
چې ما په څومره وېره
څومره لړزه ،
یوه مڼه
د ګاونډي له باغه
په غلا راوشکوله .
باغوان په ماپسې و
او په یوه شېبه کې
تر موږ راورسېده .
مڼه يي ستا په لاس کې ولېدله
ماته يي رډ وکتل
سترګې يي له قهره ډکې ،
ستا په غاښ شوې مڼه
ستا له نازک او لړزیدلې لاسه
خاورو کې پرېوتله .
تا دې سر ټیټ واچوه
کور ته روانه شولې .
دادی کلونه تېر دي
خولا تر اوسه ستا د پلونو اواز
زما غوږوکې انګازې جوړوي
ما ته ازار راکوي
زه تل له ځانه سره
په دې زورېږمه چې
زموږ خړې کلا
د مڼې ونه ولې نه لرله .