ژباړې

زما داغستان، لومړۍ برخه

د ژباړن یادښت

رسول حمزتف ، د داغستان د غرني جمهوریت ملي شاعر دی ، نوموړی په ۱۹۲۳ کال د سیپټمبر په اتمه نېټه د داغستان په تسادا نومې غرني کلي کې زېږدلی دی ، دا غستان د شمال ختیځ قفقاز یو مسلمان میشتې جمهوریت دی چې د چیچنیا او اوسنۍ روسيي سره ګډه پوله لري او لا هم د روسانو تر نفوذ لاندی دی   .
د حمزتف مورنۍ وبه اواريي ده . نوموړي هغه مهال چې داغستان د پخواني شوروي یو جمهوریت و د شوروي د وتلو لېکوالو او شاعرانو څخه شمېرل کېده .
درسول حمزتف پلار حمزه تساداسه د خپل وخت او وبې نامتو شاعر و.


زما داغستان د رسول حمزتف یو په زړه پورې اثر دی چې د نړۍ په ګڼو وبو کې وباړل شوی دی ، په دې اثر کې حمزه تف د خپل کلي او خپلې سېمې په اړه په داسې وبه غږیدلی چې ښايي د هرې سېمې د لوستونکیو لپاره په زړه پوري وي .
حمزتف ښايي د نړۍ د ګوتو په شمېر لېکوالو څخه وي چې خپل وروسته پاتې غرنی داغستان يي خلکو ته په خپل یو شاهکار اثر کې داسې ور پېوندلی چې ډېر کسان يي په نالېدلې توګه پر داغستان میین کړې دي . ددې تر څنګ ( زما داغستان ) د لېکوالو لپاره هم ډېر څه لري . څنګه لېکنه وکړو ؟ څنګه ورته موضوع پیدا کړو؟ او د لیکنې وبه مو باید څنګه وي   ؟ رسول حمزتف په عین حال کې چې د خپلې کلي کېسې درسره شریکوي د لېکوالۍ پر فن هم غږېږي .
رسول حمزتف تر ډېره یو شاعر دی ، نوموړی چې کله د خپل داغستان په اړه نثر لیکي نو نثر يي هم لکه د شعر په شان له تصویرونو او رنګونو ډک دی .
حمزتف په ۲۰۰۳ عیسوي کال د نومبر په میاشت کې مړ شو، خو داغستانیانو ته يي ګڼ داسې اثار پرېښودل چې دوی به تر کلونو پرې ویاړي .
نوموړی چې د داغستان د کومو کلیو د خلکو کېسې کوي ، د هغو ووند، دودونه ، تاریخ ، د بهرنیو تاړاکونو په وړاندې مقامت او ګڼې نورې ځانګړتیاوې تر ډېره پښتنو ته ورته دي .
زما داغستان ما کلونه مخکې په فارسي وبه لوستی وو ، ما تر ډېره له فارسي دا کتاب پښتو ته وباړلی هم وو ، خو په کډو کډوالیو کې رانه ددې اثر فارسي نسخه ورکه شوه او بیا چې هر څومره پسې وګرځیدم پیدا مې نه کړ .
کلونه وروسته مې ( زما داغستان ) په انګلیسي کې وموند او ددې اثر پاتې برخه مې له انګلیسي وباړلې ده .
د خپلې پاڼې له لارې يي تاسو سره هم په برخو برخو کې شریکوم ، هېله من یم چې تاسو ته به هم په زړه پورې وي .

په مینه
اند

د رسول حمزتف د ووند او اثارو په اړه نور معلومات دهمدې ځای په کېکاږلو د نوموړي په رسمي پاڼه کې لوستلی شۍ

زما داغستان

لومړی کتاب

د کور په دروازه لیک ………..

اې لارویه ! که چېرې زما له کور مخ اړوې ،
تا دې تندر ووهي ،
اې مېلمه ، که چېرې مې له میلمه پالنې   خو ښ نه وې ،
ما دې تندر ووهي .

د سریزې پرځای

د سرېزې په اړه په ټولېزه توګه څو ټکي

کله چې له خوبه پورته شوې لکه د مار چېچلې په شان له ځایه ټوپ مه وهه ، لومړی

د هغه څه په اړه چې په خوب کې دې لېدلي فکر وکړه او بیا پورته شه .

الوتکه مخکې له دې چې الوتنه پیل کړی یو ښه شېبه غرېږي ، بیا یې د هوايي ډګر له څنډې د الوتنې کرښې ته ورکاږي ، بیا په لا ډېر شور سره غرېږي وروسته د الوتنې په کرښه په چټکتیا حرکت کوې او وروسته له هغې الوزي او هسک ته پورته کېږي .
هېلوکوپتر بیا د الوت پر کرښه منډې ته اړتیا نه لري خو هغه هم مخکې له دې چې له مځکې بېله شی یو ښه شېبه غریږي لړزېږي او ټکانونه خوري .
ېوازې غرنی باز وی چې  ناڅاپي  له مځکې هوا ته پورته کېږي او په اسانۍ د اسمان په شنو کې الوتنه پیلوي او پرته له دې چې وزر ووهي مخ پورته ځي او په یو ورک ټکي بدلېږي .
هر ښه کتاب باید د غرني باز په شانې بې له قیده او شرطه پرته له اوږدو او ستړي کونکیو سریزو او مقدمو پیل شي . که چېرې و نه شي کولای د هغې غرنۍ غوا چې به بېړه منډې وهی ښکرونه پر وخت ونیسي   او له منډې یې ودروي ، د لکۍ په نېولو به یې را ایساره نه کړې .
یو سندر غاړي خپل ساز راخیستی ، زه پوهېږم چې هغه ښه غږ لري ، بیا نو ولې مخکې له سندرې اوږده موده بې ځایه ډنګ ډونګ کوي ؟ همدا خبره د کنسرتونو او نندارو څخه مخکې د اوږدو او لنډو ویناوو په اړه هم باید وشي . داخبر د هغه خسرپه اړه هم صدق کوی   چې خپل زوم پرته له مقدمې پر سترخوان نه مېلمه کوي  او غوره د میو جام ورته نه ډکوي ، بلکې ددې پر ځای ورته ستړی کونکي پندونه او نصیحتونه کوي .
یو ه ورځ د داغستان د نامتو مباریز ( شامل ) مریدانو د خپلو تورو ستاینه پیل کړه هر یو هڅه کوله چې په خبرو کې وښیي چې توره یې د نړۍ له غوره فولادو څخه جوړه شوې ده ، او د قران پاک غوره ایتونه پرې کښل شوې دي .
حاجی مراد جې د شامل  نایب  و اود دوی په منځ کې ناست و ویل : د چنار یخ سیوري ته له دې باټو نه څه نه جوړیږي . په  هغه جګړه  کې چې سبا سپیده دم به پيل شي ستاسو د هر یو توره به خپله په کې ځان وښيي چې کومه یوه توره تر نورو غوره د ه .
له دې ټولو سره ،     زموږ په غرنیو سېمو کې دود دا دي چې یو سپور د خپل کور مخې ته د اس زین ته نه ورټوپ کوي ، هغه باید پلی خپل اس له کلی بیرون وباسي . کېدای شي دا دود ددې لپاره هم وي چې یو ځل بیا د هغه څه په اړه چې په کلي کې یې پرېږدي او د هغه څه په اړه چې په لاره یې په تمه دي فکر وکړي .
که کار یې هر څومره مهم وي هغه د اس جلب نیسی او په ورو او ارامه توګه له ټول کلي تېرېږي . او وروسته له هغې وی  چې پښه د اس په رکاب کې ږدي او زین ته ټوپ وهي ، بیا نو په زین باندې ملا کوپه کړي او د سترګو په رپ کې د لارې او اس د پښو په دوړو او ګردونو کې ورک شي .
زه هم مخکې له دې چې د خپل کتاب په زین ور ټوپ کړم ، د تفکر ګرېوان ته سر ښکته کوم ، کمچین را اخلم په ورو او ارامه توګه د خپل اس تر څنګ پل اخلم . فکر کوم . او د خبرو تر منځ له ځنډه کار اخلم .
خبرې نه یوازې د هغه چا له خولې چې وبه یې بندېږي بندې بندې را وزي بلکې د هغه چا له خولې چې په وړ،   مناسبو او غوره خبرو پسې ګرځي هم کېدای شی په ورو ورو راووزي .
زه هېله نه لرم چې په خپل فکر او هوښیارۍ څوک حیران کړم . خو وبه مې هم نه بندېږي . زه په خبرو پسې ګرځم .
ابو طالب ویلي دي :  ( ابو طالب د کتاب د لېکوال د پلار ملګری دی )    د کتاب سرېزه هغه د مرغه بڼکه ده چې خرافاتي غرنۍ ښځی یې کله چې خپل خاوند ته پوستین ګنډی په غاښونو کې نېسي ، ځکه د هغوی له عقېدې سره سم که چېرې داسې و نه کړي کېدای شی پوستین یې مېړه ته کفن شي .
بیا هم ابو طالب ویلي دي :    زه یو داسې چاته پاتې کېږم چې په تیاره کې په یو دراوزې پسې ګرځی څو دننه ولاړ شي . یا د هغه سړي په شان یم چې ور یې موندلی خو نه پوهېږي چې امکان لري ، یا ددې ارزښت لري چې د ننه ولاړ شی او کنه ! هغه د وره ځنځیر شرنګوي او وايي :
ــ ای د کور خلکو که غواړۍ غوښه پخه کړئ پورته شئ چې د پورته کېدو وخت دی !
ــ ای د کور خلکو که غواړئ وربشې لو کړئ ، نو بېړه مه کوئ او ارام ویده شئ !
ــ ای د کور خلکو که غواړئ مۍ وڅښئ نو ګاونډي مو له یاده مه باسئ او هغه هم را وبولئ !
بیا هم د وره ځنځیر ته شرنګ ورکوي او وايي :
ــ بالاخره ووايئ دننه درشم او یا ماته اړتیا نه لرئ !
یو چاته ته دوه کاله په کار دي چې وبه پرانیزي او شپیته کاله پکار دي چې زده کړي خپله وبه څنګه وساتي .
زه نه دوه کلن یم او نه شپیته کلن یم ، بلکې د دې دواړو د منځ په ټکي کې یم ، بلکې که لږ روښانه یې ووایم دویم ټکي ته ورنېږدې یم . ځکه هغه خبرې چې تر اوسه مې نه دي کړي له هغو ټولو نه ډېر ارزښت لري چې تر اوسه مې ویلي دي .
هغه کتاب چې لا نه مې دی لېکلی ، له هغو ټولو کتابونو څخه چې تر اوسه مې لېکلي ډېر ارزښت لري . دا کتاب زما د زړه تر ټولو ګرانه خو تر ټولو ارزښتمنه پټه خزانه ده .
نوی کتاب هغه دره ده چې هېڅکله مې په کې پل نه دی ایښی . خو اوس ما ته بېرته شوی او سمسوره غېږ یې ما خپل ځان ته ور بولي . نوی کتاب هغه اس دې چې ما پرې هېڅکله زین نه دی ایښی ، هغه توره ده چې هیڅکه مې له تېکې نه ده را ایستلې .
داغستانیان وايي : (( بي ځایه توره له تېکې مه باسه ، خو که چېرې دې وویستله ، ووهه ! داسې یې ووهه چې په یو ګوزار دې اس او سپور دواړه راو پرزېږي . ))
تاسو سمه وایئ داغیستانیانو !
له دې ټولو سره  کله چې دې توره له تېکي وویستله ، باید باور ولري چې ښه تېره او کلکه ده .
کتابه ! ای زما کتابه ! کلونه وشول چې د زړه په زاویو کې مې ځای لري ! ته د هغه ښکلي صنم او هغې معشوقې  په شان یې چې له لرې مې لېده او په زړه کې مې یې هېله پاللـــــه . خو لاس مې یې لمنې ته نه رسېده . کله داسې هم پېښېده چې هغه مې تر څنګ ولاړه وه او دومره رالنډه وه چې کولای مې شول لاس ور وغزوم . خو شرمیدم ، حجالت کیدم ، سور اوښتم او ترې لرې کېدلم .
خو اوس نور هغه دوران پای ته رسېدلی دی . پرېکړه مې کړې چې په مېړانه یې خواته ورځم ، لاس ور غزوم او له لاسه یې نېسم . غواړم د یو بې زړه او ویریدونکي مئین څخه په یو زړور اوپوخ مئین ځان بدل کړم .
اس زین کوم او درې قمچینې یې وهم ـــ هر څه چې کېږي و دې شي ……….
خو له دې ټولو سره  لومړی یو څه کورني تمباکو په یو نرې کاغذ میدوم او په ورو او سړه سینه تری سیګرټ تاووم . که د سیګرټ ډکول دومره خوند لري نو څکول به یې څومره خوند ولري !
کتابه ! ای زما کتابه ! مخکې له دې چې تا پیل کړم ، غواړم ووایم چې ته مې څنګه په مغز کې را وګرځېدې . او څنګه مې وپاللې . څنګه مې درته نوم غوره کړ ولې دې لېکم او په ووند کې کوم هدفونه لرم .
مېلمه هغه پخلنځي ته چې لا پکې پسه د پوستولو په حال کې دې او تر اوسه په کې د کباب  د بوي پر ځای د خامې غوښې بوی  دی ور ولم .
دوستان د خپل کار کوټې ته چې زما د یادښتونو پټه خزانه په کې ده رابولم چې هغه ولټوي .
که څه هم چې پلار به مې ویل :   څوک چې د نور یادښتونه لټوي هغه چاته ته پاتې کېږي چې د نور جېبونه لټوي .
پلاربه مې دا هم ویل :   د کتاب په سر کې راغلې سرېزه هغه غټ چار شانه سړي ته پاتې کېږي چې د پوستین څخه جوړه شوې غټه خولۍ یې پر سر وي او په تیاتر کې زما مخې ته ناست وي . که چېرې هغه سم کیني او یوې خوا بلې ځان ونه خوروي خو بیا هم د شکر ځای دی . داسې سړی زما په شان یو نندارچې ډېره نا ارامه کوي او اخر مې هم ورته د صبر کنډول ډکېږي .
د خاطرو له کتابچې څخه :   ما ته ډېر کله داسې پېښېږي چې په مسکو یا د روسیې په نورو ښارونو کې د شعر په غونډو یا مشاعرو کې ګډون وکړم او په کې خبرې وکړم . هغوی چې په تالارې کې ناست وي په اواريي وبې نه پوهېږي . بیا نو زه په ماته ګوډه روسي وبه په اواريي ګړدود څو کلمې د خپل ځان په اړه وایم بیا نو روسی شاعران زما د شعرونو وباړه لولي . خو مخکې له دې څخه چې هغوی زما د شعرونو وباړه ولولي ، خلک له ما څخه غواړي چې په خپله مورنۍ وبه ورته شعر ووایم هغوی وايي (( موږ غواړو د اورايي وبې موسیقي او اهنګ او د شعر موسیقي او اهنګ واورو ))
زه یې یې ور ته وایم خو زما دا ویل هماغه تر سندرې د مخه د تارونو بې ځایه ډنګ ډونګ ته پاتې کېږي .
ایا د یو کتاب سرېزه هم همداسې یو شی نه دی ؟
د خاطرو له کتابچې څخه :  کله چې په مسکو کې محصل وم پلار مې راته د ومني پټو د اخیستلو لپاره پیسې را واستولې . خو پیسې مې ولګولې او پټو مې وا نخیست . د ومې په رخصتیو کې اړ شوم په هماغه پخواني لباس کې چې په اوړي کې په کې مسکو ته راغلې ووم بېرته داغستان ته ولاړ شم .
کله چې کور ته ورسېدم د خپل ځان د سپیناوي لپاره مې پلار ته ښکرور درواغ چې یو یې له به احمقانه او بېهوده وو جوړ کړل ، کله مې چې په دې دروا غو کې د مشوړې سر ورک کړ، پلار مې خبرې راپرې کړې او ویې ویل :
ــ رسوله ! صبر وکړه ، غواړم دوه پوښتنې له تا څخه وکړم .
ـ مهرباني وکړئ !
ــ پټو دې واخیست ؟
ــ نه ، وا مې نه خیست .
ــ پیسې دې ولګولې ؟
ـــ هو ومې لګولې .
ـ ـــ ښه نو مطلب روښانه دی ، کله چې ټول مطلب کېدای شی په دوه کلمو کې ووايي نو بیا ولې دومره بې ځایه اوږدې خبرې او سرېزې له ځانه څخه جوړوي ؟
پلار مې زه په دې توګه روزلم او پاللم .
سره له دې   ماشوم چې نړۍ ته راځي سمدلاسه په خبرو پیل نه کوي ، مخکې له دې چې کلمې په وبه راوړي ، بې مانا غږونه باسي ، کله چې له درده واړي ، ان مور یې په ګرانه پوهېږي چې کوم ځای یې درد کوي .
خو د شاعر زړه هماغه د ماشوم زړه نه دی ؟
پلار به مې ويل : کله چې خلک له غرنۍ سېمې څخه د پسونو د رمې د را ښکاره کیدو په تمه وي ، په سر کې يي د هغې شوخې اوزۍ پر ښکرونو سترګې لګېږي چې تل د ر مې په سر کې روانه وي ، وروسته له هغې ټوله اوزه او په هغې پسې ټوله رمه ګوري .
کله چې خلک د ناوې د ورا یا په جنازې پسې د روانو خلکو د را ښکاره کېدو په تمه وي نو اول تر دې ټولو د مخکې روان سپور خولۍ ګوري .
خو کله چې د سپاره د خولۍ د راښکاره کېدو په تمه وي ، نو لومړۍ هغه ګرد چې اسمان ته پورته کېږي وروسته اس او له هغې وروسته سپور ګوري .
او کله چې خلک د ښکاري په تمه وي نو لومړی د هغه تازي سپی راڅرګندېږي .

ددې کتاب د پیدا کېدو د څرنګوالی په اړه

ماشومان هم ستر خوبونه ګوري .
پر زانګو لیک

وسله چې یو وار په کار درغله ، باید ټول عمر یې له ځان سره وساتې .
هغه شعر چې ټول عمرپرلپسي بیا بیا ویل کېږي، په یوه ناسته کې جوړه شوی وي.

د پسرلي په لومړیو ورځو کې یوه مرغۍ د یو کلي پر سر الوتله . په دې یې له ځانه سره فکر کاوه چې چېرې کیني او دمه وکړي . د یو کور لوی، هوار او پاک بام یې ولېده .مرغۍ د اسمان له شنو راښکته شوه ، او ددې هوار او پاک بام پر سر پر یوه تلک کیناسته . څو دمه وکړي. چالاکه غرنۍ میرمن په منډه راغله او مرغۍ یې ځانه سره کور ته ښکته کړه . مرغۍ ولېدل چې په هغه کور کې ټول له دې سره ښه چلن کوي . په هغه کور کې پاتې شوه او په هغه زاړه نال کې یې ځان ته ځاله جوړه کړه چې د خونې په زاړه او دودوهلي تیر باندې لګېدلی و .
ایا زما کتاب همداسې یو برخلیک نه لري ؟ په وار وار مې د نظم د هسک له لوړو لاندې د نثر پراخې دښتې ته کتلي دي . او فکر مې کړې چې چېرې راکوز شم او دمه وکړم …..
نه دلته به د هغې الوتکې سره تشبیه مناسبه وي چې پر هوايي ډګر راښکته کېږي . زه  دورې وهم چې راښکته شم ، خو هوا خرابه ده او هوايي ډګر راته د ښکته کېدو اجازه نه راکوي . زه له دې دایرې بېرته راوځم او بېرته له سره مستقېمه الوتنه پېلوم ،او لرې کېږم . بیا هم رانه هغه مځکه چې زړه مې په دمه غوښتله لاندې پاتې کېږي. …….په وار وار داسې راپېښ شوې دي .
فکر کوم زما به دا په نصیب کې نه وو چې په یو ځای ارامه ډهډه ووهم . زما قسمت به همداسې و چې پښې مې پرته له ځنډه پر مځکه حرکت وکړي . سترګې مې پرته له دمې دمځکې پر خاورینې کرې نوې ځایونه وویني . او زړه مې   بې صبره نوې سندرې زمزمه کړي .
زه هغه بیل وهونکي ته پاتې کېږ دم چې پر سر مې یوې ټوټې وریځې او یا د چیڼچڼو سیل په خپل ځان کې ورک کړی وم، یو شېبه به مې ورپسې په زیر زیر کتل خو چې نا څاپه به مي بېرته ځان ته پام شو او له جذبي به راوتلم   نو له سر ه مې کار پیل کړ او له پخوا ډېر  به مې د یامه پر لاستي زور راوړ ، په لا ډېر توان به مې بیل وهل له سره شروع کړل . او خپل نېمګړۍ سروکی به مې له سر پیل کړ.

هو زما شعر که هر څومره زه هغه د هسک له لوړو سره تشبیح کړم خو تل راته د کروندې او بېل وهلو په شان ګران کار وو . خو هېڅکله مې نثر نه و لېکلی .
څو یو وه ورځ راته د لېک یو پاکټ راغی . په پاکټ کې د هغې مجلې د چلونکي لیک وو چې زما د درناووی وړه ده . البته خپله چلونکي ته هم درناوی لرم . د مجلې چلونکي هم خپل لېک د (( قدرمن رسوله ! )) په کلمو پیل کړې و. لنډه دا چې له هر اړخه يي وور متقابل درناوی ښودلی  و.
کله مې چې پاکټ پرانیست ، یو لیک مې ولېده د مېښې د پوست په اندازه لوی چې داغیستانیان یې د کور پر بام هواروي چې ښه وچ شي ، کله مې چې د لېک پاڼې اړولې نو داسې غږ يي کاوه چې د مېښې د وچ شوې پوستکې نه چې څلور کاته يي کړي او کور ته يي وړي هېڅ کم نه وو.
ېوازې د پوستکې تیز بوی چې د سړي دماغ سوزوي له دې لېکه نه پورته کېده .
اصلا لېک هېڅ ډول بوی نه درلود .

په لېک کې د مجلې چلونکې لېکلې وو :

((…………….. زموږ د خپرونې د لېکوالو ډلې پریکړه کړې چې په لنډ راتلونکې کې د مجلې په څوپرلپسې ګڼو کې د داغستان د لاس ته راوړنو ، د داغستان د ښو او ورځنیو کارونو په اړه یو لړ مطالب خپاره کړو .
دا مطالب کېدای شي چې د ساده زیارایستونکیو ، د داغستان د اتلانو ، د دوی د هېلو او اروزګانو په اړه وي .
د لېکنو دا لړۍ کېدای شي د داغستانیانو د غرنې سېمې د روښانه راتلونکې او د دوی د اوږد تاریخ په اړه وي ، خو مهمه برخه يي باید د دوی د نن ورځې د روان بهير ستاینه وي .
موږ په دې پوهېږو چې ته  تر بل هر چا ښه  کولای شي په دې اړه لېکنې وکړې ،  د لېکنې بڼه ستا په واک کې ده چې کومه بڼه ورکوي ، غواړي کېسه پرې ولېکې ، مقاله پرې ولېکې ، او که ساده راپورتاو پرې جوړوي . د لېکنې حجم باید د ۹ تر ۱۰ ټایپ شویو پاڼو پورې وي . له ۲۰ تر پنځه ویشت ورځو پورې وخت هم لري . مخکې رله مخکې در څخه مننه کوو …………….))

یو وخت وو چې یو چا به لور یو چا ته ودوله  خو د هغې د رضایت به يي نه تر لاسه کوو او پوښتنه به يي ترې نه کوله ،  د نن ورځې په اصطلاح خپله لور به يي دیو ترسره شوې کار سره مخ کوله او هغې ته به يي ويل چې هر څه تمام دي ااو پرېکړه شوې ده .
خو په هغه وخت کې هم یو داسې څو ک نه وو چې چې د خپل زوې د خوښې پرته هغه ته کووده وکړي . وايي چې یو وخت د ګيډاټلي د کلي یو اوسیدونکې دا جسارت کړی وو ، خو اوس پوښتنه داده چې ددې مجلې چلونکي هم د ګيډاټلي د کلي اوسېدونکی دی . چې له ما پرته يي پرېکړه کړې او کار بشپړ بولي ……. ايا زه وررسره په دې سلا یم چې داغستان ورته په شل ورځو او لس پاڼو کې وستایم ؟
ما په ډېر قهر دا له سپکاوي ډک لېک ایسته واچوه .
خو څو ورځې وروسته مې ټېلفون داسې پرلپسې نارې شروع کړي چې ویل به دي تېلفون نه  دی بلکې چرګه ده او هم دا اوس يي هګۍ اچولې او غواړي ټول کلی پر ځان خبر کړي .
دا د هماغې مجلې د ادارې تېلفون وو. غوږۍ مې پورته کړه :
ـــ سلام ، رسوله ! زموږ لېک دې تر لاسه کړ؟
ــ هو تر لاسه مې کړ .
ــ نو هغه څه چې باید لېکلې دی وای کوم دي ؟
ــ پوهېږي ، ما …………. هېڅ وخت مې پیدا نه کړ .
ــ څه وايي ښاغلیه !  په دې کې هېڅ د هغه دغه ځای نه شته ، زموږ د مجلې تېراو نېږدي یو میلون ګڼې دی ، بهر هم لوستونکي لري . که چېرې دې رېښتیا کار زیات وي ، موږ یو کس در استوو ، ته ځینې یادښتونه او واړه واړه شیان هغه ته ووايه ، نور به يي هغه خپله سم کړي ، بیا يي ولوله لږ يي سره اصلاح کړه او خپل نوم دې پرې ولېکه ، زموږ لپاره مهمه مسله نوم دی .
ــ د هغه چا دې ملا ماته شي چې له مېلمه يي بد راځي ،  کاش د هر چا چې میلمه ته په تروه ټنډه هرکلی وايي په کور کې مشر پاتې نه شي چې هغه ته یوه  د عقل خبره وښيي او کور کې يي وړ نه و ي چې دده  نصیحت واوري . خو د خدای روی ومنۍ زما کور ته څوک په ما پسې مه راستوﺉ . زه پرته له هغه هم خپل ساز سمووم ، زه خپله ملا خپله ګروم ، او خپله ماته کوزه خپله جوړوم ،
زموږ خبرې په همدی ځای وسلام او تمامې شوې ، ما هم یوه میاشت رخصتي واخیسته او خپل کلي تسادا ته ولاړم .

تسادا !… اويا  تاوده نغري ، د اویا وو شنو دودونو لېکې چې د غره په لمن کې اسمان ته پورته کېږي ، پر توره مځکه اویا  سپین کورونه ، د هر کور مخې ته او د ټول کلي مخې ته هوار شینکي ، د کلي ها غاړه اسمانڅکي غرونه ، بلې خوا ته يي حړې غونډۍ هغو هلکانو ته پاتې کېږي چې پر بام ناست وي څو لاندې د واده د سیل ننداره وکړي .
همدا چې تسادا ته ورسیدم د خپل پلار هغه لېک مې رایاد کړ چې مسکو ته يي د خپل یو ورځني سفر په تر څ کې له هغه ځایه را استولی و .
ګرانه وو چې پوشم پلار مې د لېک په کومه برخه کې ټوکې کوي او په کومه برخي کې جدي خبري ؟  هغه د مسکو په لېدلو حیران شوی وو .
هغه لېکلې وو :
(( داسې ښکاري چې دلته په مسکو کې په نغریو کې اور نه بلوي چې خواړه پاخه کړي ، ځکه هغه  ښځې چې پر دېوالونو د غواګانو تپیاکي تپي نه تر سترګو کېږي ، د کورونو پر بامونو  هغه  دودکشونه چې د ابوطالب ( ابوطالب د لېکوال د پلار نېږدي شاعر ملګری دی ) پوستي خولۍ ته پاتې کېږي نه ښکاري . نه ګورم چې مسکویان دې د خپل کور د شا پیتاوې ته واښه وچ کړي ، خو که دوی واښه نه وچوي نو خپلو غواګانو ته څه ورکوي ؟ ان يوه ښځه هم په مخه  نه ده راغلي چې د بوټو یا وښو پنډ يي پر شا وي او په کوڅه کې تېره شي . د سورڼي او دایره غږ مې یو ځل هم وا نه واريده . سړی فکر کوي چې دلته ځوانان ودونه نه کوي او د واده د خوشالۍ محفلونه نه جوړوي .
ددې عجیب ښار په کوڅو کې مې چې هر څومره قدم وواهه یو پسه هم پر مخه رانغی ، سړي ته پوښتنه پیدا کېږي چې که مسکویانو ته میلمه ورشي دوی يي په پښو کې څه شی حلالوي . که پسه نه حلالوي نو د خپل مېلمه هرکلی څنګه کوي .
زه ، زه د داسې ووند لېواله نه یم ، غواړم په خپل کلي تسادا کې و اوسېږم ، او  څومره مې چې زړه غواړي سره کړې غوښه وخورم او میرمنې ته مې ووایم چې ښه ډېره اوږه پرې ووهي ….. ))

پلار مې چې کله مسکو د خپل کلي سره مقایسه کوو نو داسې په سلګونو نور عیبونه او ستونزې يي هم په مسکو کې راایستلي . البته کله يي چې ویل ولې د مسکو پر دېوالو تپیاکې نه دي تپلې؟   ټوکې يي کولې خو کله يي چې خپل وړ کلی د مسکو له لرغونې او ستر  ښاره غوره باله ټوکې يي نه کولې هغه له خپلې تسادا سره مینه لرله او چمتو نه وو چې د نړۍ پر ټولو پلازمینو يي بدل کړي .

نور بيا

 

تبصرې

تبصرې