ژباړې

زما داغستان – دویمه برخه- د اجمل اند وباړه

ددې کتاب د پیدا کېدو د څرنګوالی په اړه
او دا چې چېرته لېکل شوی دی .
…….. په تېر پسې :

زما ګرانې تسادا ،

زه هم د هماغې لويي نړۍ څخه چې پلار مې په کې دا ټول عیبونه اوټولې  نیمګړتیاوې لېدلې وې تا ته راغلی یم ، ما ټوله نړۍ په یو پښه لټولې  او د نړۍ بې شمېره عجایب مې لېدلې دي .  کله مې سترګې د ښکلاوو په داسې منظرو اوښتې چې نه پوهېدم نظر مې  پر څه متمرکز کړم ؟  نظر مې له یو ښکلې معبده پر بلې ښکلې معبد او له يو ښکلې مخه بل ښکلې مخ ته الوت .  خو زه پوهېدم ،  هغه څه چې نن يي ګورم که هر څومره ښکلې وي  سبا ښايي له دې هم ډېرې  ښکلي  منظرې  ووینم . …. پوهېږي  نړۍ پای نه  لري . …

د هندوستان له معبدونو ، د مصر له اهرامونو ، د ایټالیا له ودانيو په  بښنه   .

د امريکا له لويو لارو ،  د پاریس له برجونو ، د انګلیستان له پارکونو ،  او د سویس له غرونو په بښنه .

د پولیڼد ، جاپان او روم له  پې مخو په بښنه.  ما ستاسو  له نندارې خوند اخيست  ،  خو زړه مې په ورو تپېده.  او کله که مې  د زړه ټوپونه زور  هم اخیست  ، نو په هغې اندازه نه و  چې ستونې مې وچ او سر مې  وګرځي  .

نو بیا ولې اوس چې  مې له سره دغه  اویا خړ  کورونه چې د غرونو لمنې ته يي پنا رواړې  ولېدل ، زړه مې  په سینه کې داسې ټوپونه پیل کړل چې غاښونه مې لړزېږي ،  سترګې مې تور خوري  او سر مې راباندې تاوېږي ،  داسې لکه ناروغ یا نشه چې یم .

ايا د داغستان دا  وړ کلي د  وينز ، قاهرې ، یا کلکتې څخه  ښکلی دی ؟    ایا هغه د غرونو د کلي اواريي  میرمن چې د خشاکو پنډ يي پر  شا دې او په پیچومې کې  خرامانه روانه ده ،  د سکنډنیاوي ښکلو نجونو څخه چې  دنګ قدونه او زرین ويښتان لري  ډېره ښکلې ده ؟

تسادا !

زه ستا په شینکیو کې پل اخلم .  د سهار یخه پرخه زما ستړو شویو پښو ته ناز ورکوي .  زه  ان په غرنیو رودونو کې هم مخ نه وینځم ، بلکې  ستا د غېږي په رڼو چینو کې خپل مخ وینځم.

وايي ، که چېرې غواړي اوبه وڅښې له چینې يي څښه !  دا هم وايي او پلار به مې هم ویل چې :

سړی ېوازي  په دوو ځایونو کې په ګوڼډو کېدای شي یو چې له چینې اوبه څښې او بل چې له ټیټ بوټي ګل  راشکوي .

تسادا ! ته زما چینه يي ، په ګونډو کېږم  او ستا له غېږي د ووند اوبه څښم .

یو کاڼې وینم  او د پاسه پرې یو روښانه سېورې ، دا سېورې پخپله زه یم .  هسې چې دیرش کاله مخکې وم ، د یو لوی کاڼې پر سر ناست یم ، او پسونه څروم ، پشمي خولۍ مې پر سر ده او یو اوږد ډانګ مې په لاس کې دی  او  په پښومې خاورې او ګردونه پرېوتې دي .

له یو پېچومې تېره شوې نرۍ لاره ګورم  او پر لاره یو روښانه سېورې .  دا سېورې هم زه يم هماسې چې دیرش کاله مخکې وم .  په یو کار پسې ګاونډي کلي ته تللی  یم ، او یا مې پلار استولی يم .

په هر پل له خپل ځان سره ، یو وړ ماشوم يم ،  له پسرلیو سره ، له بارانونو سره ، له ګلانو سره ، او د مني د روېدونکیو پاڼو سره مخ کېږم ،  کنګل شم  او زړه مې له یو لوړې څخه د راتویېدونکیو اوبو ځړوبي ته  وسپارم .

سړې اوبه د کمرې د څوکې  له یوې لوړې پر بله لوړه رالوېږي ، اته وارې  د اوبو بلورینې زرې چې  د بوډۍ د ټال اوه رنګونه په کې له ورايه ښکاري  هرې خوا خپرېږي ، او بېرته سره یو ځای کېږي ،  او په پای کې زما پر سر، اوږو او لاسونو  رالوېږي .

د پاریس د شاهي ماڼې  ښکلا  ستا د غېږي د سړو ځړوبو په  وړاندې لکه د لوبو پلاستیکي شیان برېښي .

د هغې ویالې او به چې د غرنې رود څخه زموږ تر کلی راځي  د ورځې په اوږدږ کې د رڼو کاڼو څخه د تېریدو پر مهال  ګرمېږي  او د لندن  د میټروپل د عصري هوټل اسماني رنګه کاسې  زموږ  د غرني کلي د تودو اوبو دکاسو په وړاندې  هېڅ  نه دي .

هو،  زما خوښېږي چې په لویو ښارونو کې پلي قدم ووهم ،  خو سره له دې هم کله چې په یو ښار کې  پنځه شپږ وارې ګرځم نورې  يي نو کوڅې راته اشنا شي او په دې ښار کې مې د همېشه قدم وهنې مینه په زړه کې تمامه شي .

خو زرم وار به وي چې د خپل کلي په لویو لارو اوتنګو کوڅو کې ګرځم  له ګرځېدو نه مړېږم او هېڅ مې له ګرځیدنې سره لېوالتیا نه کمېږي .

په دې سفر کې هر کور ته سر ورښکاره کوم ،  د هر نغرې په وړاندې چې اور په کې بلېږي  او د ګرمو سکرو ایرې په کې  وي  سر ټیټوم ،  هسې  زما پر سر هم اوس  د سپینږیرتوم  خړه ایره ناسته ده .

د هغو زانګو ګانو تر څنګ چې د داغستان راتلونکې ځوانان او پېغلې په کې لاس او پښې  وهي ، د هغو زانګوګانو تر څنګ چې تشې  خو لا ګرمې دي  او  د هغو زانګو ګانو تر څنګ چې  بالښت او توشک يي له مودو راهېسې ساړه شوې   ،  درېږم  .

د هرې زانګو تر څنګ فکر کوم چې زه خپله په دې زانګو کې ویده یم .  او لا هر څه مې په وړاندې  پراته دي .  هم د داغستان د پېچومو ډکې لارې ، هم د روسيي لويي لارې او هم د نورې نړۍ د هېوادنو  لويي لارې او هوايي ډګرونه .

زه نويو  زېږدولو ماشومانو ته ( الاهو )  وايم  او هغو زما  ساده ترانو ته غوږ نېسي  او په خواږه خوب ویدېږي  .

دتسادا  په هدېره کې چې پر زړه قبرونو يي واښه راشنه شوې  او له نویو قبرونو يي لا هم د ګلانو بوی پورته کېږي  هم ګرځم او ټولو مړیو ته دعا کوم .

د ویر په مراسمو کې چپ او ارام کینم ، او د ښادۍ په محفلونو کې خوښې او نڅا کوم .  هغه لمن لمن کېسې او خبرې چې تر اوسه مې نه وې اورېدلې اورم ،  ډېر هغه شیان چې یو وخت پرې پوهېدم خو هېر شوې مې وه  له سر په یادوم .  او د زړه د وورو څخه مې زړې هېرې شوې خاطرې راتازه کېږي .

نوې شیان په خپلو سترګو وینم ، زاړه په غوږونو اورم او رایادوم يي .

افکار مې  د هغورنګارنګ تاورونو غوندې دې  چې د لوي  ( دوک )  نه

تاو شوې وي .  په ذهن کې مې هغه  له نقشونو او رنګونو  ډکه غالۍ  انځوروم   چې کېداي شي له دې تاورونو يي   و اوبم .

په کلي کې لکه یو شوخ او شيطان ماشوم

ټوله ورځ به مې د مرغیو ځالې لټولې

عشق راغۍ او په نېلې نظر يي

د کلي په یو ارام او لوی سړي بدل کړم .

د ((  ږلۍ ))  په نوم له ټولګې څخه

هو ما د خپل عشق منظمومه پای ته ونه رسوله ، باید منظومه مې تمامه کړی وی ، خو له یو داسې حالت سره مخ يم لکه چا چې یو بېړنۍ ټېلګرام تر لاسه کړی وي  ټول کارونه یوې خوا ته پرېږدم او هوايي ډګر ته ځان رسوم .

ياداسې ده ، لکه د غرونو د کلي میرمن چې   له غرمې مخکې  اور بلوي  څو د پرون ورځې څخه پاتې خواړه چې د ټولې کورنې لپاره بسنه کوي په نغري کېږدي او  تاوده  يي کړي .  خو ناڅاپه  یو میلمه راځي . باید پروني خواړه له نغري بېرته  لرې کړي او د میلمه لپاره تازه خواړه  پاخه کړي  .

يا داسې ده  ، لکه  یو ځوان چې د واده په محفل کې د زوم سره  څنګ کې چې ددده  نېږدي ملګرې او همزولی دی ناست وي  ، خو ناڅاپه اړ کېږي چې له خپله ځایه پورته شي  او خپل ځاي تر ده مشرانو ته چې همدا اوس مجلس ته رارسیدلي خوشې کړي .

او يا داسې ده ،  چې د کلي سپین ږیري د میلمنو په خونه کې راټول شوې  او ماشومان هم هملته لوبې کوي  خو ناڅاپه ماشومان  د میلمنو له خونې  شړي ،  ځکه سپین ږیري غواړي  د کلي د یوې مهمې مسلې پر سر خپلو کې سلا مشوره وکړي .

کله ناکله داسې فکر کوم چې  زه  ښکاري ،  کب نېونکی ،  او سپور یم ،  د افکارو په ښکار پسې  ځم ،  هغو نیسم ، زین يي پر شا  ږدم او کمچینه ورکوم  .  کله داسې فکر کوم چې زه غرڅه،  کب  او یا اس یم  او  په سر چپه توګه افکار او احساسات راپسې دي ،  زین کړی  يي یم او هره  خوا يي چې خوښه وي ما بیايي .

هو ، افکار او احساسات لکه د غرونو  په کلیو کې میلمه ناڅاپي  او پر ته له مخکي تر مخکې خبره  راځي .   د افکارو او احساساتو څخه هم څو ک نه پټېدلې او نه تښتېدلی شي . لکه له مېلمه چې نه د پټېدو لاره شته او نه د تېښتې .

زموږ د غرونو  په کلیو کې وړ او غټ ،   قدرمن او ناقدرمن میلمه نه شته .  تر ټولو وړوکی مېلمه زموږ لپاره تر ټولو قدرمن دی .  تر ټولو وړوکی میلمه د ترټولو دروند کوربه څخه ډېر قدرمن دی .  موږ  میلمه ته د وره په درشل هرکلی وايو، ا و پرته له دې چې ترې وپوښتو څوک او د کوم ځای دی ؟ هغه د کور په بر سر کې اور  ته نېږدي  په توشک کېنوو .

د غرونو  په کلیو کې میلمه تل ناڅاپي  راځي خو موږ هېڅ کله هغه نابللې میلمه نه بولو ،  ځکه موږ هره ورځ ، هر ساعت او هره شېبه مېلمه ته سترګې پر لاره یوو .

ددې کتاب د لېکلو فکر هم لکه د غرونو په کلي کې میلمه زما په سر کې پیدا شو .

یاداسې ده ،

لکه  له بېکارۍ چې پر دېوال ځړېدلې سیتار  راخلي  او هسې يي ټنګوي چې معلومه کړې سور دی کنه ! خو  ناڅاپه یوه  ښکلې نغمه غږوي او ټنګ ټونګ په یوه موزونه سندره بدلېږي .  چې پر غوږونو ښه لګېږي .  خپله هم سندره وايي او نه پوهېږي چې شپه کله پای ته رسیدلې او سپیده چاود رسیدلې .

یا داسې ده ، چې یو زلمي په یو واړه کار پسې ګاونډي کلي ته ځي ، هلته ځان ته میرمن  مومي او چې بېرته راځي نو خپله پلي را روان وي  او میرمن يي د اس پر زین را سپره کړې وي .

د مجلې قدرمن چلونکیه !

زه ستا  هغه هېله چې په لېک کې دې راڅخه کړې وه پوره کوم .  ډېر زر د داغستان په اړه د یو کتاب لېکل  پېلوم ،  خو ما وبښه ، لږ تر لږه نه شم کولای په هغه موده کې دا کتاب بشپړ کړم چې تا راته ټاکلې ده .   زه باید ډېر پېچومې له پښو تېر کړم  او زموږ د داغستان پېچومې ډېر نرې او له  لوړو وورو ډک دي .

زموږ غرونه لکه الماس له لرې ځلېږي   او زه نه شم کولای  ( زما داغستان ) په هغو نهو لسو پاڼو کې چې تا ويلي را ونغاړم .

زه ددې توان نه لرم   چې د داغستان د نن او سبا په اړه ، ددې خلکو د لاس ته رواړونو په اړه ،  ددې غرونو د اوږده تاریخ په اړه ، ددې خلکو د هېلو او امیدونو په اړه ، د دوی د ستونزو او ناسمو کارونو په اړه ، او ددې خاورې د ستاینو په اړه هسې چې تا غوښتي لېکل وکړم .

زما وړوکی زړه   ددومره دروند پيټې د پورته کولو تاب نه لري .  زه نه شم کولای چې  د غرونو ددې وطن د څپاندو رودونو ، زورورو سېلابونو ،  او ددې خلکو د برخلیک په اړه په خپل دې  واړه قلم دومره لېکل وکړم . ان  د یو څاڅکې په اړه لېکل  يي هم ګران کار دي  .

وايي :

په تصادفي توګه يي  هډوکي وغورځاوه ، او هغه د د غرڅه پر سر ولوید  چې ترې د غرڅه ښکلې ښکرونه پیدا شول .

وايي :

که  شپه نه وی ، ور ځ به هم نه وه .

وايي :

ــ  بازه ! چېرې دې نړۍ ته سترګې پرانېستي ؟

ــ په تنګي کې .

ــ بازه  ! چېرې الوزي ؟

ــ د اسمان پراخې او شنې غېږې ته .

پاتې لري ….

تبصرې

تبصرې