کېسې

کوڅه ډب کلود-ویکټور هوګو

اوه اته کاله د مخه  يو سړی،  چې په کوڅه ډب کلود مشهور وو يو بې وزله کارګر و،  چې د پاريس په ښار کې  يې ژوند کاوه .  يو ځوانه ښځه  چې  يو ماشوم يې هم درلوده له ده سره اوسېدله .

زه پېښې  هماغسې چې دې وايم  او ددپېښو د بيان پر مهال د اخلاقي ټکيو درک کول  لوستونکيو ته  پرېږدم .

کلود ، تکړه ، هوښيار او د وړتيا څښتن کارګر و . که  له يوې خوا د ناسمې  ټولنېزې روز نې له امله   فاسد او بې لارې شوی و، خو  له بلې خوا طبيعت هغه ته هر ډول  وړتيا او  ذاتي جوهر وربښلی و. له همدې امله که څه هم کلود ليک لوست نه شو کولای خو ښه پوهېده او ښه فکر يې کاوه .

سوړ ژمی راغی او کلود بېکاره شو.  دهغه په زړې جونګړې کې نه خو  اور و،  چې کلود پرې ځان ګرم کړي او نه  ډوډۍ  وه،  چې خپل  او د کورنۍ نس پرې موړ کړي . له ناچارې  ورځې هم  خپله او هم يې ښځه او بچی له لوږې سره لاس او ګرېوان وو . کلود بالاخره په غلا لاس پورې کړ خو زه نه پوهېږم،  چې څه شی او له  کوم ځايه يې غلا کړل ؟

خو همدومره پوهېږم چې،  ددې غلا په برکت يې خپلې کورنۍ ته د درې ورځو اور او خواړه او خپل ځان ته پنځه کاله محبس  وګټل .

کلود د حبس د دورې د تېرولو لپاره  مرکزي زندان  ( کلرو ) ته واستول شو   ( کلرو ) هغه  کنج دی  چې د باستيل په زندان بدل شوی دی  ، هغه ځای دی  چې د جنايتکارانو په بنډار بدل شوی دی،  او هغه معبد دی،  چې اوس يې د قتلګا شکل خپل کړی دی ………

کلود همدا،  چې د کلرو   مرکزي زندان ته ورسېده . د شپې له خوا به  په  يوه خونه کې بند و او د ورځې له خوا به   د زندان کارځای ته د کار کولو لپاره بېول  کېده .

البته پام مو وي،  چې موخه مې د کار ځای  د يادولو  نه د کارځای سپکاوی نه دی .

کوڅه ډب کلود  يعني پخوانی  شريف کارګر او اوسنى او د راتلونکې غل،   سپېڅلې   درنه څېره  او  پراخه ټنډه درلوده   .  سره له دې،  چې ځوان  و خو په مخ  يې کونځې ښکارېدې  . په تورو ويښتانو کې يې يو يو تار سپين وېښته  برېښېدل  . د تورو  او موزونو ورځو لاندې يې تورې ، جذابي او مينه وړې سترګې يو څه ژورې ښکارېدې .  خوله يې يو څه وازه او  زنه يې راوتلې وه .  شونډو يې د بې اعتنايۍ  حالت درلود .  لنډه دا  چې د  يو د اسې سر څښتن  و چې سر يې په تنې ارزېده ………

کلود   لږې خو شمېرلې خبرې کولې  خو ډېر خوځنده و .  معنوي ځواک او واک يې په تن کې له سره تر پښو پټ و،  چې نور يې  حکم منلو ته اړ کول . . که څه هم هغه په ژوند کې ډېر سړې تودې ګاللې وې  خو په څېره کې يې يو ډول تفکري حالت لېدل کېده چې ددۀ  د ارادې او جديت څرګندوی  .

په هغه زندان کې چې کلود په کې زنداني و يو سړي د کارځايونو د مدير په توګه کار کاوه . دا سړی د هغه ډلې کارکوونکو نه و،   چې ويل به دې   دا ېوازې د زندانونو د چارو د ادارې لپاره جوړ شوی دی .  داسې يو سړی چې هم په کې د زندان  د چلونکي او هم د سوداګرۍ  تومنه وه  . يو عجيب جوړښت يې درلود په يو وخت کې يې هم  کارګرو ته  حکم ورکاوه او هم يې د يو زنداني  له سترګو ز هر اخيستل .

هم يې زندانيانو ته د کار کولو  سامانونه ورکول او هم يې ورته پښو ته ځنځيرونه غورځول .  دا سړی  په ذاتي توګه د مختلفو  خويونو ټولګه وه .

يو مستبدد ، په ونه ټيت  او ځان خوښی او په خپلو رايو ولاړ  سړیچې ددې تر څنګ يې په خپل نفس هم واک نه درلود ،  له بله پلو ه   ملګرى،   مهربانه او خوږ ژبی  و،  او ان چې په نرمۍ او مينه  به يې له زندانيانو  سره شوخي کوله . په ريښتيني ډول يو  تريخ او سختګير  خو  هوډمن  او جدي انسان نه و. له هېچا سره يې  بحث او دلايل نه ويل ان له خپل ځان سره يې هم استدلال نه کاوه . د خپلې ښځې لپاره يو نيک خاوند او د خپلو ماشومانو لپاره مهربانه پلار و.  خو دا چاره  يوه  دنده  ده نه  تقوا او پرهېزګاري .  په لنډه توګه يو بد خويه او بد چلنه مدير و  خو شرير او خطرناک نه ښکارېده .  داسې يو سړی و،  چې له سره تر پښو پورې په کې کوم زړه راښکون نه و موجود ، يعني د وجود زرې يې د هېڅ ډول  چارې يا پېښې سره دمخ کېدنې  پر مهال  نه غمجنېدلې   او نه اغېزمنې کېدلې .  د داسې بې حسه  زرو او حالتونو يو ترکيب و  چې د هيڅ ډول  فکر او احساس سر د ټکر پر مهال يې نارې نه پورته کېدې . او کوم غبرګون يې نه ښوده . ددې سړي غوسه سړه او کنګل ،   کېنه يې شومه او وېرونکې خو قار يې د اندېښنې او غالمغاله  سره  مل نه و .  د هغه ډول سړيو نه وو پرته له دې  چې تود شي اور اخلي   او د تودخې ظرفيت هيڅ ياني صفر وي .  د داسې کسانو نه وو چې ډېر کله يې په اړه د لرګي نه د جوړيدو تصور کېږي .  له هغو کسانو چې له يو سره يې اور اخيستی وي خو له بله سره سوړ وي .  دا چې کېنه پالى او لجوج  سړی و  نو تل يې  ېوازې  د ځان په اړه فکر  کاوه او ځان يې د ناپېليون سيال باله .  خو دا چاره يې  د يوې عيني تېروتنې له امله  نه وه ، له دې نه وه چې سراب ورته اوبه برېښېدي  .  داسې ډېر کسان شته چېهمدا تېروتنه کوي .  يعني په يو ټاکلي واټن کې  لجاجت او بد کتنه له   هوډ او  ارادې  سره غلطوي  او د ستوري  پر ځاې  ډېوې ته لاس  اوږدوي . کله چې  دا سړی د هماغه لجاجت سره چې د به ( هوډ ) باله  د يو پوچ او بې مانا کار د ترسره کولو لپاره مټې رابډوهلې  نو سر به يې پورته نېوه  او پرته له دې چې د خپلو پښو لاندې  وګوري  او ياد کار اړخونه وارزوي  په لار او بې لارې ټوګه به يې  له ونو غنو او نورو خنډونو تېريده  او تر څو به يې چې هغه پوچ کار نه و تر سره کړی  نه تمېده . ………..

و مو ويل  کوڅه ډب کلود همدا  چې  د کلرو مرکزي زندان ته ورسېده  په يو کار ځای کې په کار و ګمارل شو  او د ځانګړې شمېرې لرونکی شو .  د زندان مدير له کلود سره بلد شو  او داچې  ويې ليدل   کلود يو جدي او هوښيار  کارګر دی  نو هغه ته به يې په  خواخوږۍ  او مهربانۍ  کتل .  ان  تر دې  يوه ورځ  چې  ډېر خوښ او  تازه و  ويې  ليدل چې کلود خوابدې او غمجن دی نو له هغه نه يې   لامل وپوښت .

کلود به ډېره کله   د فکر او اندېښنو په  سيند لاهو کېده . په هغه ورځ هم د هغې ځوانې نجلۍ په فکر کې و،  چې د خپله (ميرمن ) بلله . د زندان مدير  د شوخۍ او ټوکو ټکالو او ددې لپاره چې  کلود ارام کړي  او د هغې ښځې له خياله يې تېر کړي  نو هغه ته يې وويل    چې ښځه يې  په بدلمنۍ ورګډه شوې او اوس ترې  رنډۍ جوړه شوې ده .

کلود په سړه ژبه د  خپل ماشوم حال وپوښت  خو مدير د ماشوم له برخليک نه خبر نه وو .

د څو مياشتو له تېريدو وروسته کلود د زندان له  غولي سره عادت واخيست . داسې لکه نور  چې د هېڅ چا په فکر کې نه وي . د  درنښت او وقار سره ملې  ارمتياچېدده  د اخلاقو ځانګړنه وه   دده  نا ارامه اروا په خپله غېږ کې واخيسته  او په ټولو ترخو او خوږو خاطرو يې ورته پرده راکاږله .

نېږدې په همدې موده کې کلود د خپلو ټولو ځنځير شريکانو ترمنځ  ځانګړې لوړتيا او برتري  موندلې وه . ټولو زندانيانو د يو ډول  ضمني تړون   له مخې پر ته له دې چې څوک يا خپله کلود يې په لامل پو شي  سرونه  يې د کلود د فرمان په کرښه ايښي وو .  له هغه سره يې مشوره کوله ،  د هغه خبرې يې  د زړه په غوږونو اورېدې  د هغه ستاينه يې کوله  او د هغه د حرکتونو تقليد يې کاوه .

پوهېږو چې تقليد د ايمان او باور تر ټولو لوړ پړاو دی  ، بيا داسې چې يو څوک د يو ډلې ياغي  او  نافرمانو  وګړو د تقليد سرچينه وګرځي . کلود  دا  واک او سلطه   پرته له دې چې خپله يې  په اړه فکر کړی وي او يا يې ددې واک د خپلولو هڅه کړې  وي  تر لاسه کړې وه .  ددې برترۍ  لامل په رېښتينې توګه  د هغه هماغه په واک  او ژور کاته وو ، ځکه  د انسان سترګې هغو کړکيو  ته ورته دي  چې له هغې کېدای شي  هغه افکار چې د يو انسان په مغز کې ځای ولري ننداره شي .

تاسو د ازميښت په توګه يو داسې یوسړی   چې د فکر او تديبر څښتن وي  د داسې  خلکو ترڅنګ  چې  مغز يې د هرډول فکر نه خالي وي کېنوئ  په لنډ وخت کې به ووينئ چې  دا خالي سرونه به د هغه روښانه  مغز تابع وګرځي  او د هغه ګردچاپېره به راټول شي . په نړۍ کې داسې خلک هم شته  چې اوسپنې دي او داسې خلک چې  اوسپنه   جذبونکي (اهن ربا )  دي . کلود  اهن ربا  و.

کلود د درې مياشتو  نه په کمه  موده کې  د کار ځای په نظم  قانون او روح بدل شو .  ټول  زندانيان د ساعت ستنو ته ورته وو،  چې دده د روحي ځواک په پاڼه څرخيدل  . دې هم کله تېروته او نه پوهېده چې پاچا دی او که زنداني .  فکر يې  کاوه  کوم لوی پېر دی،   چې له خپلو پېروانو سره زندان ته لوېدلی دی .

خو کلود د يو کاملا طبيعي غبرګون له مخې  څومره چې زنذانيانو ته ګرانيده هومره د زندان  د ساتونکيو بد راتلو. دا نو داسې قانون دی چې استثنا په کې نه شته او تر څو  چې نړۍ ودانه  ده همداسې به  وي .  څوک چې د خلکو د پاملرنې او مينې وړ وګرځي  ممکنه نه ده چې د خلکو د دښمنانو کېنه او غوصه را ونه پاروي .  له غلامانو سر مينه او وفادارې تل د خواجګانو  کرکه او کينه له ځانه سره لري .

کوڅه ډب کلود  عجيب ډېر خوری و، او دا  ډېر خوراکي د هغه د بدن د جوړښت له ځانګړتياوو  نه شمېرل کېده .  د هغه د معدې جوړښت داسې وچې د دووعادي انسانانو  خوړو  ورته په سخته بسنه  کوله .  د هسپانيې   يو معتبر  مشر  مسيو کوتا ديلا هم ورته  اشتها درلوده  او په ډېر تازګۍ او خوښۍ به يې خندل ، همدا ډېر خوري چې د مسيو کوتا په شان يو بډای او شتمن   ته د خوښۍ لامل و د يو بې وزله کارګر لپاره د ژوند پيټى او د يو بېنوا زنداني لپاره  بد مرغي او او مصيبت دی .

کوڅه ډب کلود،  چې کله  ازاد و  او په خپله  فقيرانه  جونګړه کې اوسېده  نو هره ورځ  يې کار کاوه او څلور ډوډۍ  يې ګتلې او خوړلې  يې  .  خو په زندان کې  يې چې هر ورځ کار کاوه  د يوې نيمې  ډوډۍ او لږې غوښې نه  يي  ډېره زېره   حواله  نه وه   . او د  زېرې  دا اندازه د ناانصافۍ  ورستی حد و . له همدې امله  به کلود د کلرو  په  مرکزي  زندان کې تل وږی  پاتې کېده .

کلود په زندان کې له لوږې پرته بل درد نه درلود  او دا درد يې له هېچا سره نه شرېکاوه  ځکه غرور هم د هغه د شخصيت له ښو  ځانګړتياو نه و.

يو ورځ چې کلود د خپلې  ناڅېزې  زېرې  خوړل  پای ته ورسول  د نورو  زندانيانو پر خلاف،   چې خندل يې او خپله دمه يې جوړوله بېرته په کار بوخت شو . بې وزله کلود خيال کاوه چې وبه کولای شي خپل وږى  نس به په ځان بو ختولو او کار کولو تېر باسي . نور ټول  زندانيان  په  خوړو او خندا بوخت وو .

په همدې وخت کې  يو ځوان هلک  چې سپينه څېره  او خوار  وجود يې لره کلود ته نېږدې شو  او دهغه تر  څنګ ودرېد .  دې سړي  خپله زېره چې تر اوسه يې خولې ته نه وه راوړې   د يوې وړې   قاشوقې  سره په لاس کې اخيستې وه . ځلمکى  کارګر چې د کلود سره تر څنګ ودرېد داسې برېښېده،   چې څه ويل يې غوښتل ، خو زړه يې نه شو کولای . ددې سړي وضيعت چې ډوډۍ او غوښه يې په لاس کې وه  او  چوپتيا يې غوره کړه کلود   نا ارامه کړ . ناڅاپا يې مخ ور وګرځاوه او ترې يې وپوښتل :

__  څه غواړې ؟

ځوان هلک  د ادب نه په ډکه حيا  ځواب ورکړ :

___ غواړم ته را ته يو خدمت تر سره کړې .

کلود فکر وکړ  او بيا يې وپوښته :

___ څه خدمت درته وکړم ؟

ځوان هلک ورغبرګه کړه :

___ زما دا زېره پر ما  زياته ده ، زړه مې غواړي چې ته يې راسره په خوړلو کې مرسته وکړې .

د کلود په ژورو سترګو کې اوښکې و ځلېدې ، چاړه يې واخيسته او د ځوان هلک زېره يې  په دوو برابرو برخو وويشله  يوه برخه يې ترې پورته کړه او په خوړلو پې پيل وکړ .

ځوان هلک ترې مننه وکړه او ويې ويل :

__ که ته غواړي زه چمتو يم چې هره ورځ مې خپله زېره له تا سره نيمه کړم .

کوڅه ډب کلود ترې وپوښتل :

__ ستا نوم څه دی ؟

ځوان هلک وويل :

__  زما نوم ا لبين دی .

کلود پوښتنه وکړه :

__ ولې زنداني شوی يې ؟

البين وويل :

__ غلا مې کړې وه .

کلود وويل :

__  زه يې هم په غلا کې راوستی يم .

وروسته له دې به البين په هماغه ډول خپله زېره له کلود سره نيموله .

کلود شپږ دېرش کلن سړی و ، خو ډېر کله به يې فکر ګډوډ او څېره به يې خوابدې وه چې٥٠ کلن به ښکارېده .

البين بيا ايله  شل کلن و خو اوس هم ددې ځلمې غل په  کتو کې  دومره سپېڅلتيا او سادګي لوستل کېده،  چې فکر دې کاوه اولس کلن به وي .  ددې  دوو تر منځ   د زړه له تله د دوستۍ او ملګرتيا اړيکي پېدا شوې .

خو دا دوستي  د دوو ورڼو دوستۍ ته ورته نه وه ، بلکې  د يو زوی سره د پلار مينې او  پېرزوينې ته ورته وه . ځکه البين تر اوسه پورې  خامه خوله کوچنی و خو کلود اوس په سپن ږېرو کې حسابېده .

دې دواړو ملګرو يو ځای په يو کار ځای کې کار کاوه .  دواړه د يو چت لاندې وېده کېدل ، دواړو  په يو چاپېريال کې قدم واهه   لنډه دا  چې دواړو له يوې ټيکلې نه خوړله  . دې دواړو ملګرو نه هر يو يو بل ته جلا نړۍ وه  ، او داسې  ښکارېده چې دواړه نېکمرغه  او خوشاله دي.

موږ مخکې د زندان د کار ځای د مدير په اړه وغږېدو . دا سړی  له دې امله چې د زندانيانو بدې راتللو  نو  ددې لپاره   چې هغوى  فرمان مننې او اطاعت ته اړباسي نو ډېر کله به يې د کلود   چې ټولو ته منلی  و   لمن نېوله  او له هغه به يې د مرستې غوښتنه کوله . ډېر کله داسې پېښ شوي دي چې د زندانيانو د سرکشۍ  يا جنجال د مخنيوي لپاره  د کلود غېرې رسمي  او بې عنوانه اغېز د مدير د رسمي واک په پرتله ډېر  کار کړی دی .

په ريښتيا د  زندانيانو د ارامولو لپاره د کلود لس کلمې خبرې د لسو تنو ساتونکيو  په پرتله ډېر اغېز درلود . هغه څو څو ځلې  د زندان د مدير لپاره   دا خدمت کړی و.  له همدې امله د زندان مدير د زړه نه له  کلود کرکه لرله او ددې واکمن غل سره يې رخه کوله .  د هغه د زړه په تل کې د کلود لپاره د يوې پټې  کېنې،   چې د رخې او بې رحمۍ سره مله وه  ځای درلود . داسې يوه کېنه چې يو تشريفاتي چارواکى يې د يو ريښتينې حاکم سره و لري.  داسې کېنه  چې مادي او ظاهري ځواک يې  د روحي او معنو ي اغېز په وړاندې پالي .

کلود د البين په مينه داسې ګرم و،  چې د زندان مدير ته يې هيڅ پام نه و .

يو ورځ سهار،  چې کله  محکومان دوه په دوه  د خوب له خونو  کارځای ته روان و، يو زنداني  البين ته چې د کلود تر خوا روان و نارې کړې  او هغه ته يې وويل،  چې د زندان مدير احضار کړی دی .

کلود له خپل ملګري و پوښتل  :

__ هغه له تا سره څه کار لري ؟

البين  ځواب ورکړ

__   نه پوهېږم

يو ساتونکي البين له ځانه سره روان کړ .

د هغې ورځې سهار تېر شو  خو البين کار ځای ته راستون نه شو ، کلود فکر کاوه چې د ډوډۍ د خوړلو پر مهال به البين د زندان په انګړ کې وګوري ، خو هغه مهال هم البين  د زندان په انګړ کې تر سترګو نه شو .

د ډوډۍ له خوړلو وروسته زندانيان بېرته کارځای ته راستانه شول  خو البين هماغسې ورک و  هغه ورځ په انتظار تېره شوه  د شپې،  چې يې کله زندانيان د خوب خونو ته وړل  د کلود سترګو البين لټوه ،  خو د هغه کومه نښه يې ونه مونده .  داسې ښکارېده لکه کلود،  چې په هغه شېبه کې په بې سارې  رنځ او درد اخته شوی و ي ، سره له دې   چې هيڅکله يې ځان  د زندان ساتونکيو سره د خبرو يو اړخ نه ګرځاوه  يوه ساتونکي ته يې مخ کړ او ترې ويې پوپښتل :

__  البين ناروغ دی ؟

ساتونکي ځواب ورکړ :

ـــ   نه !

کلود نور هم وارخطا شو  او ويې پوښته :

__ نو بيا ولې تر اوسه را معلوم نه شو  ؟

ساتونکي په سړه سينه ځواب ورکړ  :

__ ځکه چې  هغه يې بل زندان ته واستوه .

هغو شاهدانو  چې وروسته يې د پېښو په اړه شاهدي ويله ويې لېدل چې  د کلود لاس   له دې ځواب سره  ولړزېده . خو خپل ځان يې ارام کړ او په سړه سينه يې وپوښتل :

__  چا دا حکم ورکړی دی ؟

ساتونکي وويل :

__ ښاغلي  ( د ) .

د زندان د کارځايونو د مدير نوم ښاغلی ( د ) و .

د هغې ورځې  سبا هم په کلود لکه د مخکې ورځې په شان بې البينه تېره  شوه .

د شپې د کار له پای ته رسېدو وروسته   د زندان مدير ښاغلی   (د)    د معمول سره سم کار ځای ته د سر ښکاره کولو لپاره راغی .  همدا،  چې د کلود سترګې پرې ونښتې  خپله پشمي خولی يې  له سر کوزه کړه  او د خپلې خړې کورتۍ تڼۍ يې،   چې د زندان شومه جامه وه وتړلې .  دا ځکه چې د زندانونو د اصولو سره سم  د چا چې تڼۍ کلکې تړلې وي د زندان د چارواکو د خوښۍ لامل کېږي .

دا وار کلود هم دا اصل په پام کې ونېوه .  پشمينه خولې يې په لاس کې ونېوه   په خپل ځای د ښاغلي مدير د تېريدو په انتظار ودرېد . مدېر چې لږ مخکې راغی د کلود له څنګه تېر شو .

کلود وويل:

__ ښاغلی !

مدير تم شو او خپله نېمه تنه يې  د نيم مخ سره د کلود خواته ور وګرځوله .

کلود وپوښتل :

__ ښاغليه ايا دا سمه ده چې البين مو بل زندان  ته  استولی دی ؟

مدير وويل :

__ هو دا ريښتيا ده .

کلود زياته کړه او ويې ويل :

__ ښاغليه زه د خپل ژوند د  دوام په خاطر البين  ته  اړتيا لرم .

او د لږ ځنډ نه وروسته يې  بيا وويل :

__ تاسو پوهېږئ چې  د زندان زېره  زما لپاره کفايت نه کوي  او البين خپله  برخه زېره له ما سره نېموله .

مدير وويل :

__  دا کار په ماپورې اړه نه لري دا د هغه خپل کار و.

کلود وپوښتل :

__ ښاغليه داسې کومه لاره چاره نه شته چې  البين بېرته همدغه زندان ته چې زه يم رابدل کړئ .

مدير وويل :

__ نه هېڅکله  ممکنه نه ده ، په دې اړه وروستۍ پرېکړه شوې ده .

کلود وپوښتل :

__ چا دا پرېکړه کړې ده ؟

مدير وويل :

__ ما .

کلود وويل :

__ ښاغلی   ( د )  زما مرګ او ژوند په دې پرېکړي پورې تړلی او هغه هم ستا په لاس کې ده .

مدير وويل :

__ زه هېڅکله له خپلې پرېکړې نه اوړم .

کلود پوښتنه :

__ ښاغليه نو ما تا سره کوم بد کړي دي ؟ څه مې کړي دي ؟

مدير وويل :

__ هېڅ .

کلود وويل :

__ چې داسې ده نو ولې دې زه له البينه بيل کړم ؟

مدير ځواب ورکړ :

__ ځکه چې زړه مې وغوښتل .

مدير ددې ځواب له ورکولو وروسته  روان شو او له هغه ځايه لرې شو .

کلود سر ښکته واچوه او نور يې څه و نه ويل ، د هغه چوپتيا د هغه  تړلي او بې وزله زمري چوپتيا ته ورته وه،  چې بچي يې چا ترې بېل کړي وي .

دلته ددې خبرې له ويلو هم چاره نه شتهچېد البين د بېلتون رنځ او غم  ددې زنداني په نه مړيدونکي اشتيها کې هېڅ کمى را نه  ووست . همدارانګه په ظاهري  بڼه کې يې هم يو وړ بدلون را نغی .  کلود د البين په اړه له هيڅ يو ملګري سره خبرې نه کولې  او د دمې پر مهال به يوازې د زندان په انګړ کې ګرځيدو . معلومېده چې وږی دی او له لوږې پرته  د هغه له حاله بل څه نه  ښکارېدل .

سره له دې هم هغه کسان چې ددۀ له روحيې سره ډېر اشنا وو  داسې يې حس کوله  چې يو تور ګرد يې په نارينه څېره ناست دی ، او دا خوابدۍ حالت يې ورځ په ورځ ډېريږي .   خو په ظاهري توګه له بل هر وخته ارام او تازه ښکارېده .

ډېرو زندانيانو غوښتل،  چې خپله زېره له هغه سره وويشي  خو هغه ونه منله  او په مانادره موسکا يې د هغوی غوښتنه رد کړه.

له هغې ورځې  چې کلود د زندان له مدير  نه د البين د بېرته راستنېدو په اړه  نهيلی ځواب تر لاسه کړی و، هره شپه يې يو  دډول   جنون او ليونتوب  نه ډکې داسې  کړنې تر سره کولې . چې د هغه په شان  د يو درانه سړي له شان  نه لرې وې  هر شپه چې به د زندان مدير د خپل عادت له مخې  کارځای ته د سر ښکاره کولو په موخه  راتلو  نو د معمول سره سم به د  کلود  د ناستې د ځای له مخې تېرېده . کلود به خپل سر راپورت کړ او سترګې به يې د هغه په سترګو وګنډلې  او وروسته به يې د عصې او لړزې نه په ډکه تونده لهجه،   چې په يوه وخت به په کې هم ګواښونه وو  او هم زارۍ  ېوازې دا دوه کلمې د زندان مدير ته ويلې :

__ البين څه شو ؟

مدير به په داسې حال کې،   چې د کلود خبرې به يې نااورېدلې نېولې ، اوږې يې پورته  او له هغه ځايه به لرې شو .

دا سړى  د خپلو اوږو د غورځولو له امله  پړ و  او ښه کار يې نه کاوه .  ځکه د دې حيرانونکو صحنو ټولو نندارچيانو اوس  دا په زړه خوړلې وه،   چې کلود په زړه کې د يو خطرناک کار د ترسره کولو پرېکړه کړې ده .

د دې زندان ټول اوسيدونکي اوس په ډېره بې صبرۍ  په تمه وو،  چې د  زندان د مدير  د ځان ناپامه  اچونې،   لجاجت  او د کلود د پرېکنده هوډ تر منځ دجګړې له پايلو خبر شي.

ټول زندانيان ددې شاهد وو،  چې کلود وروسته له بيا بيا يادونې يو ځل  د زندان مدير ته وويل:

_ ښاغليه غوږ شه !  زما ملګری ما ته بېرته وسپارئ ، او په دې پوه شئ که زما غوښتنه ومنئ نو ښه کار به مو کړی وي  . دا دې هم په ياد اوسه چې زه تا ته بيا بيا وايمه .

يو بل ځل  د يکشنبې په ورځ کله چې  کلود د زندان په انګړ کې په يو ډبره ناست و څنګلې يې په زنګنونو ايښې وې  او سر يې په دواړو لاسونو کې نېولی و، او په ساعتونو  چوپ ،متفکر او  په هماغه حال پاتې و د فايليت په نوم يو بل  زنداني ورته نېږدې راغی  او په خندا او چيغو يې پرې نارې کړې :

__ ای شيطانه ! غواړي څه ترسره کړې؟

کلود خپل دروند سر ورو راپورته  کړ او ويې ويل :

__ لګيا يم يو څوک محاکمه کوم .

يوه شپه د ١٨٣١ ميلادې کال د اکتوبر  ٢٥  مه شپه وه  کله،  چې مدير د خپل عادت له مخې  کارځای ته سر راښکاره کړ کلود د هغه ساعت يوه  ښېښه چې  د هغې ورځې په سهار يې چېرې موندلې وه  په مځکه وويشته او خپله پښه يې پرې را کاږله . په کار ځای کې د ښېښې د ماتېدلو غږ تاو راتاو شو . مدير وپوښتل :

__ دا غږ له کومه ځايه راپورته شو ؟

کلود سمدلاسه ځواب ورکړ :

__ څه شې نه شته ، ښاغليه ! زه وم ، هيله کوم چې البين  بېرته راوله ، زما  ملګری ماته بېرته وسپاره .

مدير وويل:

__ ناممکنه ده .

کلود په ورو او متين غږ وويل :

__ په هر حال ضرور ده چې البين بېرته راستون کړئ .

وروسته  يې خپلې سترګې کلکې د مدير په سترګو وګنډلې او زياته يې کړه :

__ ښه فکر وکړئ نن ٢٥ اکتوبر دی ، زه د نومبر تر څلورمې  نېټې پورې تا ته وخت درکوم .

د زندان له ساتونکيو نه  يو  يې د  ښاغلی  (د)    پام دې ته راوړوهچېکلود ور ته ګواښ کوي  او د دا ډول  سپين سترګۍ سزا په ځانته خونه کې بندول دي .

مدير په داسې موسکا چې کرکه ترې څڅېدله وويل :

__ خير دی ، خير دی جلا خونې ته اړتيا نه شته ، له دا ډول کسانو سره بايد له سړې سېنې کار واخيستل شي .

ددې ورځې په سبا  کله چې زندانيان د زندان په انګړ کې  لمرته په  ساتېريو او ټوپونو اخته وو ، کلود په يوه ګوښې خوا کې  ېوازې ، خوابدی او چورتي قدم واهه د پرناټ په نوم يو بل محکوم ورلنډ شو  او ويې ويل :

__ کلوده ! په کومو فکرونو کې ډوب يي ؟  لکه چې ډېر خوابدی يې.

کلود وويل :

__ په دې اندېيښنه کې يم چې دا مهربانه ، او درون   ښاغلى (  د ) خدای  مه کړه  د کومې ناوړې پېښې سره مخ نه شي .

له پنځه ويشتم اکتوبر نه تر څلورم  نومبر پورې  ټولې نهه ورځې دي  او په دې موده کې داسې ورځ نه ده راغلې چې  مدير دې له کارځای تېر شي او کلود دې  يې له خپل بد حاله چېد البين بېلتون ورسره مخ کړی  و خبر نه کړي .

مدير چې  اوس له دې بيا بيا يادونې نه په تنګ شوی و او نور ورته د کلود لهجه هم له ګواښه ډکه ښکارېده ،  د ٢٤ ساعتونو لپاره يې هغه جلا خونې ته واچوه . او کلود له دې پرته له خپلې بيا بيا غوښتنې بله کومه پايله تر لاسه نه کړه .

د نومبر څلورمه نېټه را ورسېده ، په هغه ورځ کلود په داسې تازه او ارامه قيافه له خوبه راپورته شو  چې د هغه د ملګري البين له تلو وروسته تر اوسه چا داسې نه و لېدلی .

همدا چې کلود له خوبه راپورته شو صندوق ته ورته يو شي کې ،  چې له سپين لرګي نه جوړشوی و او د ژوند د لوازمو د ساتنې په موخه يې  د ويده کېدو د ځای په پای کې اېښی وو ، لټه پيل کړه .

کلود  له دې بکس نه يوه د خياطۍ قيچي  او د  ايميل په نوم د فرانسې  د مشهور لېکوال او فيلسوف ژان ژاک روسو  يو  څېرې ، څېرې کتاب را وويستل . دا قيچي  يې د ګرانې ميرمنې  يانې د بچي د مور ېوازينۍ نښه  ورته پاتې وه . او هغه ته يې هغه بې وزله خو نيکمرغه کورنى  ژوند وريادوه . دا دواړه شيان  د کلود په درد نه خوړل  ځکه قيچي ېوازې د ښځو په کارېږي ، او کتاب هم د لوستو خلکو په درد خوري . خو د کلود نه ګنډل زده وو او نه لوستل .

دامهال کلود له هغه سرپټې او ګډو وډ  ځای نه  چې تازه په اهکو سپين کړی شوی و اوپه ژمي کې د زندانيانو  دګرځېدو راګرځېدو لپاره جوړ شوی و تېر شو .   د همدې تېرېدنې پر مهال يې سترګې  د فراري پر نوم  يو زنداني ونښتې،   چې ډېر په غور يې د زندان د پنجرو نه يو سيخ ته کتل . کلود خپله قيچي،  چې په لاس کې يې وه فراري ته وښوده  او ويې ويل :

__ زه نن شپه په دې قيچي دا سيخونه پرې کوم .

فراري چې پوهېده کلود ټوکې کوي په کټ کټ يې وخندل چې ورسره کلود خپله هم په خندا شو .

کلود د هغې ورځې په سهار د بل هر وخت نه په خلاص مټ او جديت کار پيل کړ ، او تر بلې هرې ورځې زر يې خپل کار پای ته ورساوه . تردې  دمخه  يې هېڅکله خپل کار داسې  ښه او زر پای ته نه و رسولی.

د هغې ورځې په سهار يې په  ټوله  لېوالتيا او خواخوږۍ  د تروا د ښار د غټانو نه د يوه،  چې په مسيو  بره سير  يادېده پشمېنه خولۍ،   چې مخکې له مخکې يې فرمايش ورکړل شوی او بيه يې هم ورکړل شوې وه  پای ته ورسوله .

کلود  د غرمې نه لږ د مخه د يو شي په بهانه  د ترکاڼۍ کارځای ته چې د هغه د کارځای نه لاندې په لومړي منزل کې وو راښکته شو. کلود هلته هم د کارګرانو  ته د درناوي وړ او منلی  او ټولو ته ګران و. خو دا لږ ورتللو . له همدې امله چېويې لېده نو ټولو نارې کړې :

__ عجبه ده ، کلود راغلی .

ټول پرې راټول شول ، داسې لکه په خپل کارځای کې چې ورته د کلود لېدنه يو لوی جشن وي ، کلود د خونې په منځ کې يو چټک نظر وځغلوه . د زندان ساتونکيو نه يو هم هلته نه و. نو يې وپوښتل :

__ څوک چمتو دی،  چې نن ماته خپله تېشه د امانت په توګه راکړي؟

هغوی وپوښتل:

__ تېشه دې د څه لپاره په کار ده؟

کلود وويل :

غواړم نن شپه د کارځای مدير ووژنم .

ناڅاپه ډېرې تېشې ورته مخې ته راټولې شوې څو هره يوه،  چې غواړي  ځان ته يې غوره کړي ، کلود يوه  تر ټولو وړه خو ښه تېره تېشه په کې غوره کړه ، پورته يې کړه او د خپل کميس په جيب کې يې واچوله  او له دروازې بهر ووت .

د ترکاڼۍ په کارځای کې اوه ويشت بنديانو کار کاوه ، کلود له دوی نه يوه ته هم سپارښتنه ونه کړه،  چې دا راز پټ وساتي . ولې ټولو لکه خپل راز،  چې يې وي د هغې د پټولو هڅه يې  کوله  ان چېخپلو منځونو کې يې هم  وروسته ياد نه کړ .

ټول کارکونکي زندانيان د پايلې په تمه وو . ډېر يو وېرونکې او په عين حال کې ساده او روښانه کړنه په مخ کې وه،   چې ډېر لږه پېچلتيا هم په کې نه لېدل کېده ، ځکه کلود نه د چا نصيحت اورېده او نه له خپلې پرېکړې اوښته .

يو ساعت وروسته کلود يو ځلمي زنداني،  ته چې له شپاړس کلونو نه يې ډېر عمر نه درلوده  او د زندان په يو ګوښي ځای کې يې د بيکارۍ نه اسويلي ايستل او هغه ته يې نصيحت وکړ،   چې ليک  لوست زده کړي ، په دې وخت کې له زندانيانو نه يو د فايټ په نوم ورته رالنډ شو، دکمېسه جب ته يې وکتل  او ويې ويل :

__ وه شيطانه ! په دې جيب کې دې څه شی پټ کړي دي ؟

کلود وويل :

__ دا تيشه ده چېغواړم نن شپه  پرې ښاغلی ( د)   ووژنم .

بيا يې  بې ځنډه وپوښتل :

__ خو دلته چېرې شته  کنه .

فايټ وويل :

__ هو يو څرک خو ښکاره شو .

ددې ورځې نور ساعتونه په عادي توګه تېر شول . د ماښام په اوو بجو يې   د ګارګرانو ټولې ډلې په خپلو کارځايونو کې راټول  کړل . ساتونکي لکه د نور کله په شان بهر ووتلچېد مدير د سر ښکاره کولو ورسته بېرته راستانه شي . کوڅه ډب کلود  هم د خپلو نورو ملګرو په شان په خپل کارځای کې پاتې شو .  هغه شپه په هغه کارځای کې  په فوق العاده توګه يوه حيرانوونکې صحنه ولېدل شوه . داسې يو ننداره چې د عظمت او وحشت  نه ډکه وه ،  دا سې يوه ننداره،  چې د نړۍ هېڅ تاريخ  ته يې بيلګه په ياد نه ده  او نه يې ترې يادونه کړې .

د هغو څېړنو له مخې چې د پېښې نه وروسته ترسره شوې هغه شپه له کلود سره دوه اتيا تنه نور غله په  کارځای کې موجود وو .

وايي همدا،  چې د زندان  څېړونکي  او ساتونکي  د کارځای له خونې ووتل او کارګران يې ېوازې پرېښودل ، کلود په خپل ځای ودرېده او اعلان يې وکړ،   چې غواړي له خپلو دوستانو سره څو خبرې وکړي .  په کار ځای کې چوپتيا خپره شوه  او کلود په لوړ غږ  په خبرو پيل وکړ او ويې ويل :

__ تاسو ټول پوهېږئ چې البين زما ورور و، هغه  زېره،  چې په زندان کې يې موږ ته راکوي  زه پرې نه مړېږم ، سره له دې،  چې د کار په دې لږ مزد زه  لږه زياتي ډوډۍ هم اخلم  خو بيا هم وږی پاتې کېږم .

البين هره ورځ خپله زېره له ما سره وېشله ، له هغه سره زما لېوالتيا لومړی له دې امله وه،  چې ماته يې ډوډۍ راکوله ، او بيا له دې امله شوه،  چې زه پرې ګران وم .  د زندان مدير ښاغلي (د)   موږ له يو بله بېل کړو،  په داسې حال کې چې زموږ  يو ځای شتون دې ښاغلي ته هېڅ ډول زيان نه درلود ،  دا ښاغلی مدير يو شرير سړی دی،  چې د نورو له زورولو  خوند اخلي . تاسو هم شاهد يئ،  چې ما څو ځله  له هغه البين وغوښت خو هغه زما غوښتنې ته هيڅ پام ونه کړ . ما د نومبر د مياشتې تر څلورمې نېټې پورې هغه ته وخت ورکړ چې ښايي  ملګري به مې ماته بېرته راستون  کړي  خو هغه زه د همدې غوښتنې له امله په ېوازې او جلا خونه کې بند کړم . نو  له ناچارۍ نه ما په دې موده کې  هغه د خپل وجدان په وړاندې محکمه کړی او د مرګ په سزا مې محکوم کړی دی . نن ورځ د نومبر څلورمه نېټه ده  دوه ساعته وروسته به هغه دلته  معمول سره سم سر ښکاره کولو لپاره راشي . زه هم تاسو ته اعلان کوم چې د نوموړي د وژلو پرېکنده پرېکړه مې کړې ده ، ايا ستاسو په منځ کې داسې څوک شته چې ددې پرېکړې سره  سلا نه وي ؟

په حاضرو خلکو چوپتيا خوره وه .

کلود بيا خپلو خبرو ته دوام ورکړ وايي،  چې د هغه ويناوې  په خورا فصاحت او بلاغت چېد نوموړي له ذاتي خويونو نه وو  سنبالې وې . کلود خپله هم کوم عملچېيې  نن شپه تر سره  کاوه ناوړه کار باله خو په دې باور و،  چې په دې برخه کې خپله بې ګنا دی . کلود د خپلې پرېکړې د مشروعيت په خاطر د  دوه اتياوو غلو،  چې دده خبرو ته غوږ وو  وجدانونه  شاهدان  ونېول  او روښانه يې کړه :

___  لومړی دا،  چې مسله ډېر باريک ځای ته رسېدلې ده.

دويم دا،  چې انسان په ځينو وختونو کې داسې يو  کړکيچ ته کېوزي چې وتل ترې امکان نه لري،  او د شخصي غچ خبره هم د کړکېچ يوه برخه وي .

درېيمه داچېد ظالم مدير وژنه پرته له دې،  چې دی خپل ځان پرې فدا کړي  شونې نه ده . نو څومره ښه،  چې خپل ځان د يو سم او عادلانه موخې په خاطر قرباني کړي .

څلورم  داچېددې ډول پرېکړې کول يو سر سري او ناڅاپي کار نه دی او دوه  مياشتې يې پوره ورباندې فکر کړی دی .

پنځم :  هغه خپله  په دې باوري ديچې دا ډول پرېکړې کول د تعصب او احساساتو له مخې نه دي  او که داسې وي له خپلو ملګرو غواړي چې  له کړې پرېکړي يې واړوي او په سمه لاره يې برابر کړي .

شپږم دا،  چې دزړه له تله چمتو دی  دپرځای او منطقي دلايلو په وړاندې تسليم شي .

اوم  : په هر حال غواړي ښاغلی  ( د ) ووژني  خو که څوک د کړنې په اصل نېوکه ولري  چمتو دی چې نېوکه  يې  واوري .

ېوازې د کارګرانو نه يوه  يادونه وکړه  غوره داده چې کلود مخکې له دېچېښاغلی  (د)  ووژني  بايد د وروستي ځل لپاره ورته يوځل بيا هم يادونه وکړي کېدای شي (د)  شيطان له خره  کوز شي او خبر يې ومني.

کلود دا يادونه په ځای وبلله او ژمنه يې ورکړه چېپه دې به عمل وکړي.

د زندان لوی  دېوالي  ساعت پرلپسې اته زنګونه ووهل او مدير بايد نهې بجې کار ځای ته د سرښکاره کولو لپاره را روان و.

کله چې د تمېز دې دېوانچېد بندي غلو قضاوت و  د کلود د وجدان د محکمې پرېکړه تايد کړه نو يو وار بيا د کلود قيافې ارامه بڼه خپله کړه ، کلود وروسته ترې دې خپل ټول زړې او نوې جامې  او ټول هغه  ناچېزه   څه،  چې يې لرل  د مېز په سر خواره کړل .  وروسته يې هغه کسان چې وروسته له البين نه پرې ګران وو يو يو وغوښت  او ټول يې پرې ووېشل . ېوازې قيچي يې د ځان لپاره پرېښوده .

بيا يې خپل ټول دوستان په غېږ کې ونېول او ورسره يې خدای په اماني وکړه . يو شمېر ملګرو يې ژړل خو کلود ورته موسېدو .

په دې ورستيو شېبو کې کلود داسې په متانت   خوښۍ او  سړه سېنه خبرې کولې،   چې ډېر ملګري  يې هېښمند شول ، او فکر يې کاوه چېښايي کلود به له خپلې خطرناکې پرېکړې ګرځېدلی وي  ان،  چې د کارځای د ګوتو په شمېر ډېوو نه يې يوه د خپلې پوزې په باد مړه کړه او ټولو وخندل .

کلود کله ناکله د هلکانو په شان وړې مسخرې او  خپلسري کولېچېهغه د ده  ذاتي درنښت او وقار سره يې اړخ نه لګاوه ، او دې ثابتوله،  چې هغه يو مهال  د پارئيسمشهور  کوڅه يې وړکی و . خو اوس،  چې سړی  شوی و نو هېڅ شي نه شو کولای د  خواږه ماشومتوب د کوڅه ډبۍ خاطرې يې له ياده وباسي .

د کلود  ناڅاپه پام شو،   چې يو په وجود  خوار زندانې  له الوتي رنګ سره  ورته په ځېر ځېر ګوري  او لړزېږي . معلومه خبره وه،  چې ټوله وېره د هغې پېښې له پېښېدا وه چېټول يې په تمه وو .

کلود ورو ورو هغه ته ډاډ ورکړ  او ويې ويل :

__ ځوانه ! ولې  وېرېږي ؟ زړور و اوسه ! دا کار به د څو دقيقو نه زيات وخت و نه نيسي .

کله چې يې خپل شيان په ملګرو ووېشل او له هغوی سره يې خدای په اماني وکړه   د ټولو لاسونه يې تر ډېره زور زور کړل نو  پام يې شو،  چې د کارځای په يو تياره کونج کې  څو کسان ورو ورو خبرې کوي  او دهغې  پېښې له امله ،  چې د پېښېدو په حال کې ده  نا ارامه دي .  کلود  ور ته حکم وکړ،  چې خپل کار پيل کړي .. ټولو ومنله او په کارځای کې بيا چوپتيا خوره شوه .

هغه کارځای،  چې دا پېښه په کې رامنځ ته شوه  د مستطيل ډوله مربع شکل يې درلود چېدوه  اوږدو دېوالونو  يې  اوږدې ضلعې جوړولې  چې له دواړو خواو نه  يې ګڼې پنجرې درلودې   کومې چېد زندان انګړ ته خلاسې شوې وې .  د د سالون په دواړو اخري خواوو کې  دوه  يو بل ته مخامخ  دروازې هم ويې.

د کارګرانو د ملاستې او ناستې ځايونه  د خونې په دوو خواوو کې د پنجرو تر څنګ جوړ شوي وو . د ا ځايونه  داسې په دېوال پورې نښلول شوي وو،  چې په منځ کې يې يو نرۍ د تلو راتلو لاره پاتې وه ،دا نرۍ  لار په مستقيمه توګه له ټولې خونې تېرېده او له يوې دروازې نه تر بلې پورې رسېدله .

د کارځايونو مدير،  چې به هر ورځ د سر ښکاره کولو لپاره راتلو نو  له دې نری لارې به تېرېدو .

مدير تل د جنوبي دروازې نه رننوتلو  او د شمالې دروازې نه وتلو  د لارې نه به يې د تېرېدو په حال کې کارګرانو  په ښي او کيڼې خوا کې  کتل  او  ډېر کله به دا واټن پرته له تمېدنې او په چټک مزله واهه .

کلود هم په خپل ځای کيناست  او د ژاک کلمان په شان  چې لمونځ او دعا به يې کوله بېرته يې په خپل کار پيل وکړ .

ټول په تمه وو ، هغه شومه شېبه په نېږدي کېدو وه ، ناڅاپه  د زنګ کړنګا پورته شوه  او کلود وويل :

__ د زندان  څوکېدار خبر ورکوي .

هغه مهال  کلود له خپله ځايه پورته شو  اوپه چټکۍ يې  دا نرۍ لاره ووهله ، د ننوتلو د دروازې په چپه خوا کې  يې خپل څنګله د يو کارګر د کار په مېز تکيه کړه . بڼه  يې کاملا ارامه او تازه وه .

د زندان د دېوالي ساعت نه پرلپسې نهه زنګونه تر غوږ شوو .  ور بېرته شو او د زندان مدير راننوت .

ښاغلی مدير  د تل په شان ېوازې و.

د هغه راننوتل به   په غوړېدلې او خندانه څېره چې په عين حال  کې  د خوښۍ ،  بې اعتنايۍ  او سخت زړيتوب څرګندوی وه  تر سره شول .

مدير،   کلود،  چې د وره  په  چپه خوا کې ولاړو  و نه  لېده ، ښی لاس يې د خپل کميس په جيب کې پټ کړی و او په   داسې حال کې چې په چټکۍ د کارګرانو له  کارځايونو تېرېده  کله نا کله به يې سر پورته واچوه او د شونډو لاندې به يې زمزمه کوله ،  په خپله  شا وخوا يې خپل عادي او سړ نظر ځغلوه . خو دې ته يې پام نه و،  چې دوه سترګې  دى څنګه څاري او څه يې په انتظار دي .

خو ناڅاپا پې خپل شا ته د پښو غږ تر غوږ شو  او په چټکه توګه شا ته وګرځېده ،

دا نو د کوڅه ډب کلود د پښو غږ ووچېد څو شېبو راهېسې يې دی څارلو .

مدير په لړزان انداز وپوښتل :

__ ته دلته څه کوي ، ولي په خپل ځای کې نه يې ؟

انسان چې له هغه ورځې په زندان کې پرېوزي ، نور نو انسان نه دی بلکې هغه ته د يو سپي په سترګه کتل کېږي  او د سپکاوي لپاره ورته د (( تاسو  )) په ځای   (( ته ))  خطاب کوي .

کلود په ټول احترام ځواب ورکړ :

_ و بښئ ښاغلی مدير ، څو کلمې عرض مې درلود .

مدير وپو ښتل :

__ د څه په اړه ؟

کلود وويل :

__ د البين په اړه

مدير پوښتنه وکړه :

__ بيا هم د البين په اړه ؟

کلود وويل :

__ هو ،  تل د هغه په اړه

مدير  په لارتلو ته  دوام ورکړ او ويې ويل :

__ عجيبه ده ! نو داسې ښکاري،  چې څلور ويشت ساعته جلا خونې تا ته بسنه و نه کړه .

کلود هم ورپسې همداسې په لاره روان شو او ويې ويل :

__ ښاغلی مدير  زما ملګری ما ته بېرته وسپارئ .

مدېر  وويل :

__ ناممکنه ده .

کلود په داسې انداز چې د شيطان زړه يې هم نرمولی شو وويل :

__ ښاغلې مدير ، عذر درته کوم،  چې زما ملګری  بېرته راولئ ، هغه وخت به ووينئ،  چې زه به څنګه ښه کار کوم  تاسو،  چې ازاد ياست  تاسو ته به دا مهمه نه وي او دملګري مانا به هومره مهمه نه ګڼئ . خو زه بېچاره د زندان په دې څلورو دېوالونو کې بند يم . تاسو کولی شئ هر چېرې مو،  چې زړه و غواړي ولاړ شئ او راشئ ، خو زه د البين پرته بل څوک نه لرم . تاسو او خدای،  چې هغه ماته بېرته راستون کړئ . تاسو خو پوهېږئ،  چې البين ماته خواړه راکول . نو د اليبن راستنول تاسو ته د يو ((هو )) نه پرته بل کوم زحمت نه لري .  تا سو ته څه توپېر لري،  چې په يو کارځای کې دوتنه د  کوڅه ډب کلود او البين په نوم سره يوځای  وي  يا نه وي .  او د  موضوع  اصل هم له دې پرته بل شی نه ده ، ګران او مهربان ښاغلی دا  زه تاسو ته عذر کوم ، تاسو ته په خدای  قسم درکوم  زما ملګرې ما ته بېرته وسپارئ .

ښايي کلود په خپل ټول عمر کې د زاندان ساتونکي ته دومره  عذر او زارۍ نه وې کړې ، خوارکى  کله چې  له ويلو ستړی شو  نو د يو  ښه ځواب په تمه چوپ پاتې شو . مدېر د غوسې او زړه تنګۍ نه په ډکه لهجه ځواب ورکړ :

__ ومې ويل نا ممکنه ده او نور نه غواړم  په دې اړه څه شی واورم ، تا خو زه په دې خبره ستومانه کړم .

مدير  ددې  څو کلمو له ويلو وروسته  له دې امله،  چې بېړه يې وه  خپل ګامونه چټک کړل ، کلود هم ورپسې چابک شو . دواړه  په همدې خبرو کې د وتلو دروازې ته رسېدلي وو ، اتيا تنو غلو ورته په داسې حال کې چې سا سا وو غوږ نېولی و .

کلود  ورو د مدېر لمن ونېوله  او ويې ويل :

__ ددې په لپاره چې پو شوم ولې په مرګ محکوم شم …لږ تر لږه ما ته دومره خو ووايئ،  چې البين مو ولې له ما نه بېل کړ ؟

مدير وويل يو ځل مې مخکې هم درته ويلي و ،  ددې لپاره چې زړه مې و غوښتل .

له دې خبرې سره مدير خپله شا کلود ته واړوله  او لاس يې د وتلو د دروازی  کړۍ ته ور اوږد کړ .

کلود هم د د وروستي ناهيلي ځواب له اورېدو سره سم يو قدم شا ته ولاړ .  اتيا مجسموچېپه هغه شپه يې چوپ چاپ کتل  ويې لېدلچې د کلود  ښی لاس  د کميس  جيب ته ور ننوت او له تېشې سره را ووت . لاس يې هوا ته پورته شو او مخکې له دې چې مدير  وکولایشي نارې سورې جوړې کړې  په يوه ځای پر لپسې در ې ګوزارونو يې کوپړۍ څېرې کړه ،  بدمرغه مدير له پښو وغورځېد او په داسې حال کې چې،  په شا پرېوتلو  څلورم ګوزار يې مخ ورڅېرې کړ .  او لکه د غصې توپان،  چې سمدستي  ارامېږي  نه  کلود  پنځم  ګوزار د خپل قرباني په  ښي ورانه   ور حواله کړ  خو دې ګوزار  نوره کومه نتيجه  نه درلوده ځکه مدير  نور مړ شوی و.

هغه وخت نو کلود تېشه يو خواته وغورځوله او نارې يې کړې (( اوس د بل  وار  دی )) له بل نه يې موخه خپل ځان و.  کارګرانو لېدل چې کلود د خپلې کورتۍ له چپ جيب نه د خپلې ښځې  وړه قيچي راوښکله  او پرته له دې چې څوک يې د مخنيوي هڅه وکړي  هغه يې په خپله سېنه کې ننويسته . د قيچي تيغ لنډ او د کلود سينه ژوره وه نو له همدې امله يې  تر شلو وارو زياته يې  په خپله سينه کې ننويسته او هر وار يې نارې وهلې  :

امان راکړه ای کافر زړه ! اې کاش چې تا ته مې لاس نه رسېږي .

لږ وروسته کلود په خپلو وينو لت پت شو او د خپل قرباني په مړي بېهوشه ور پرېوت .

د دوی دواړو  نه کوم يو د بل قرباني و ؟

کلود  همدا،  چې په  سد شو  ويې لېدل چې په يو تخت پروت دی او سينه يې په سپينه پټۍ تړل شوې ده .  نرسانې نجونې او  يو تن د پوښتنو ګروېږنو قاضي يې پر سر ولاړ دي .  قاضي پرلپسې د هغه د حالت په اړه پوښتل  اوهر  ځل يې  ويل :

(( ښه ، اوس  څنګه ياست ))

د کلود له تن نه وينه زياته تللې وه ولې هغې وړې  قيچي چې د غوښتل  ځان وژنه  پرې وکړي  خپله دنده سمه نه وه تر سره کړې  او له ګوزارونو يې يو هم هم کاري ګوزار نه وو خوړلی ، د کلود وژونکی ټپ هماغه وو چې د مدير پر سر يې ور حواله کړی و .

پوښتنې او ګروېږنې پيل شوې ، لومړی يې له هغه نه وپوښتل چې:

__ ايا د کلرو د زندان د کار ځايونو مدير يې وژلی دی کنه ؟

کلود ځواب ورکړ :

__ هو وژلی مې دی .

پوښتنه ترې وشوه  :

__ ولې ؟

ويې ويل :

__ ځکه چې زړه مې غوښتل .

په همدې کې داسې يو وخت را ورسېدهچېد کلود ټپونه خلاس شول او داسې يو سختې تبې ونېوه ،چې په نيمه بې سده حال کې پرېوت .

د ډيسمبر ، نومبر ، جنورۍ او فېبرورۍ مياشتې  د هغه په درملنه کې ولګېدې ، ډاکتران او  څارنوالان  د کلود  پوښتنې ته تلل راتلل . ډاکترانو غوښتل د کلود د ټپونو درملنه وکړي  او  او څارنولانو غوښتل،  چې د دار غم ور ته وخوري .

په پای کې د مارچ په ١٦ نېټه کلود په بشپړه توګه  روغ شو  او د تروا د ښار د جنايي محکمې  مېز ته حاضر شو .  په ښار کې چې هر څومره وګړي وو د نوموړي په محکمه  کې  حاضر شوي وو .

کلود د اصلاح شوي ويښتو او وضيعت سره په محکمه کې حاضر شو ، سر يې لوڅ او ږېره يې پاکه خريلې وه .. په تن يې د کلروو د زندان غملړلی جامې وې چې  خړې او سپينې کرښې يې درلودلې .

د ښار لوی قاضي ټوله محکمه له ټوپکو او نېزو نه ډکه کړې وه  او  ويل يې چې دا کار يې د هغو غلو  د څارنې او ساتنې  لپاره کړي،  چې نن به په محکمه کې د پېښې د شاهدانو په توګه وړاندې شي .

کله چې قاصيانو غوښتل محاکمه پيل کړي  يو لويه ستونزه رامنځ ته شوه او هغه دا وه،  چې د پېښې د شاهدانو نه يو يې هم نه غوښتل   په کلود شاهدي ووايي .  د محکمي مشر هغوی ته ګواښ وکړ که شاهدي و نه وايي نو هغه به اړه شي له خپلو قانوني واکونو کار واخلي  ، خو دې   خبرداري هم کومه ګټه ونه رسوله .

هغه مهال نو خپله کلود حکم وکړچېشاهدي ووايي . بې ځنډه خولې خلاصې شوې  او شاهدانو هر هغه څه چې  د نومبر په څلورمه شپه يې لېدلي وو  د محکمې په وړاندې  وويل .

کلود په  ډېر غور  د شاهدانو شاهديو ته غوږ و  او کله چې به يو د هېرېدلو يا کلود ته د ارادت  له امله د پېښو کومه برخه د تورن  په ګټه بدلوله يا حذفوله  نو  کلود  به خپله د هغه بيان سمولو . شاهدانو يو يو هغې پېښې چې موږ په دې کتاب کې يادې کړې  د عامې محکمې په وړاندې بيان کړې .

د  قضاوت  پر مهال داسې شېبې هم راغلې  چې ناستو ښځو په چېغو چيغو ژړل ، د محکمې منشي البين احضار کړ . اوس نو د  هغه نوبت  چې شاهدي ووايي .  البين چې کله راننوت  لړزېده او ژړل يې . د محکمې په تالار کې البين بې اختياره د کلود خواته وځغستل  او خپل ځان يې د هغه په غېږه کې ور وغورزاوه .

ساتونکيو و نه شو کولای،  چې مخه يې ونيسي . کلود خپل ملګری ټينګ په غېږ کې ونېوه . بيا يې نو په معنې داره موسکا  قاضي ته مخ کړ  او البين ته  په اشارې يې وويل :

__ دا هغه غل دی چې خپله ډوډۍ  په  وږو ويشي .

بيايې د البين لاس ښکل کړ .

کله چې د شاهدانو شاهدۍ پای ته ورسېدې  د محکمې لوی قاضي له خپل ځايه پورته شو  او دا ډول يو بيان يې وړاندې کړ .

درنو او ښاغلو قاضيانو ! د کوڅه ډب کلود په شان  جنايتکاران د ټولنې لپاره ډېر خطرناک دي  او که د قانون د غچ لاس يې له ګرېوان نه و نه نيسي  نو په لږ وخت کې د ټولنې ستنې خوځولی شي . او ټولنېز کارونه به د خنډ او ځنډ سره مخ شي .

له دې تاريخي وينا نه وروسته د کلود وکيل له ځايه پورته شو  او په دفاع يې لاس پورې کړ ، له هغه وروسته بيا قاضي خبرې وکړي  او د کلود وکيل يې ځواب ورکړ . لنډه دا،  چې مخالفې او موافقې خبرې يو په بل پسې رد او بدلې  شوې .  او ټولو د محکمې د تشريفاتو سره سم اوږدې اوږدې خبرې کولې .

په پای کې کلود داسې پوه شو،  چې پوره خبرې نه دي شوي  او هغه څه چې بايد ويل شوي وای نه دې ويل شوي .  هغه هم په خپل وار له ځايه پورته شو او خبرې يې وکړي .  کلود داسې ښې ، شمېرلې او په متين انداز خبرې  وکړي چې په محکمه کې يې د فکر لرونکي ډېر خلک  حېران کړل . داسې لکه دا بد مرغه کارګر،  چې وياند وي نه وژونکی . کلود ولاړو او په واکمن او شمېرلې غږېده .  کتل يې روښانه ، پرېک،  له شرافته ډک خو د ځواک څرګندوی  و . کلود پېښې ډېرې  ساده او هماغسې چې وې بيان کړې ، د خبرو تون يې ډېر متين او جدي و . د خبر هر اړخ ته يې پام کاوه او په هېڅ کې يې مبالغه او ډېر وينه  نه کوله ، يعني نه يې څه  د پېښو په خلاف په خپله ګټه وويل او نه يې ترې کم کړل . هغه د يو وکيل په شان  د جزا د قانون  په ٢٩٦ ماده تکيه وکړه  او له هغې وا نه وښت . کله ناکه به يې خبرې  د فصاحت او بلاغت هغه پوړ ته ورسېدې،  چې اورېدونکي به يې حيران کړل . داسې چې خلکو د کلود کلمات د يو بل غوږ کې تکرارول . د خلکو له ډېر هيجان نه به د محکمې تالار کې زمزمه پورته شوه او کلود هغه  د خپل نفس د تازه کولو لپاره په خپله  ګټه کاروله . او له غروره ډکې سترګې يې د محکمې  په ناستو خلکو ګرځولې .

په ټولو خبرو کې سره له دې،  چې کلود لوستی نه و  ديو لوستي  او پوه په توګه ارام مودب او له ځانګړتيا سره  غږېده .  کله به په عاجزۍ  او په کومو ځايونو کې،  چې بايد په غوسه او پاريدلی و اوسي  په غور  او ارامه  لهجه ټولې پېښې کېسه کولې .

د محکمې په بهير کې  کلود يو وار بي واکه شو  او دغوسې چپه پرې راغله  او دا هغه وخت و چې  قاضي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل :

__ کلود د زندان د کارځايونو مدير پرته له کوم لامل او دې نه،  چې ده ته يې کوم زيان اړولی وي وژلی دی ، نو له همدې امله د وژنې لپاره کوم محرک نه و موجود  او په دې ډول دوسيو کې نه راځي چې وژونکى د وژنې لپاره محرک ولري .

دلته نو کلود له ناچارۍ وپارېده  او ويې ويل :

__ څنګه ؟ زه يې نه يم تحريک کړی ؟ ريښتيا هم عجيبه ده !  ښه  ښاغلی قاضي  تاسو ريښتيا وايئ ! پوهېږم چې څه وايئ .  که چېرې د شرابو  يو مست سړی ما په سړک په سوک ووهي او زه هغه ووژنم  نو ستا په باور په دې قتل کې مې محرک درلود  او تاسو هم پر ما بيا مهرباني کوئ  او زما دوسيه د مخففه لاملونو په جم کې نيسئ  او ددې پر ځای چې ما ووژنئ له اجباري کار سره مې په حبس محکوموئ . خو يو داسې سړی،  چې د شرابو په نېشه مست نه وي  او په ټوله مانا بالغ ، عاقل ، پوه ، او د واک څښتن  وي ، د څلورو کلونو په موده کې  ما وزوروي ، پوره څلور کاله ما سپک او تحقير کړي، څلور کاله هره ورځ هر ساعت او هره شېبه  د ستنې څوکه زما د تن په هر څای چې يې زړه وغواړي ننباسي . ښځه لرم د چا لپاره مې چې غلا کړي  وي  هغه  راته د هماغې ښځې په سر زجر او عذاب راکړي .  ماشوم لرم چې د چا په خاطر مې غلا کړي وي او هغه مې د هماغه ماشوم په سر  شکنجه کړي . ډوډۍ نه لرم چې ويې خورم او يو سړی  ملګری راته پېدا شي،  چې خپله ډوډۍ  ماته راکوي  او دی هغه ملګری له ما يېل کړي  او ډوډۍ مې له خولې په سوک ووهي .  زه ترې د خپل ملګرې بيا راستنول وغواړم او هغه مې په جلا خونه کې بند کړي . زه  له  تاسو داسې يو پست فطرته جاسوس ته  (( تاسو )) ووايم او هغه راته  د سپکاوي په خاطر (( ته )) ووايي . زه هغه ته د خپل زړه درد ووايم او هغه راته ووايي چې (( ورک شه ! ستومانه دې کړم ))  په دې  ډول وضيعت کې تاسو څه تمه لرئ،  چې زه له هغه سره څه وکړم ؟ زه هم بله چاره نه لرم او هغه وژنم . او تاسو هم په دې باور ياستچېزه يو خطرناک ځناور يم  او سړی مې وژلی  او په دې وژنه کې ستاسو په ژبه په دې جنايت کې محرک هم نه لرم ، او بيا هم غواړئ  زما سر پرې کړئ ، ډېره ښه ، پرې يې کړئ ، زه نور څه ويل نه لرم .

زما په باور  قانون جوړونکو د مجازاتو په قانون کې  د مجرمانو لپاره مخففه لاملونه ېوازې په حسي  محرکاتو او لاملونو  پورې محدود کړي  او له دې نظره دا يو لويه تېروتنه ده ، ځکه   د کوڅه ډب کلود ساده خبرو  وښوده ،  چې د تحريک يو شمېر  اخلاقي او معنوي لاملونه هم شته چې قانون جوړونکو په مخففه لاملونو له يا ده ايستلي دي .

همدا چې  د محاکمې پای اعلان شوه ، د محکمې مشر قاضي  د منطقي او عادلانه پرېکړې لنډېز دا وچېکوڅه ډب کلود  شرمونکی  ژوند تېر کړی  او يو پټ  ځناور دی ،  لومړی يې د يوې بدلمنې ښځې سره له نا مشروع اړيکو پيل کړی ، بيا يې غلا کړې ،  او بيا يې د يو بې ګنا سړي په  وژنه  لاس پورې کړى، د هغه دوسيه ددې څرګندوی ده چې  دا ټولې پېښې ريښتينې وې او قاضيانو ته په کې  ډېر لږ شک او ابهام نه دی پاتې .

کله چې د محاکمې مشر قاضي نور   قاضيان  د مشورې خونې ته واستول  د وروستي ځل لپاره يې  له تورن نه وپوښتل  چې د محکمې د پرېکړې  په اړه څه څرګندونې لري کنه ؟

__  نه ، دومره څه د ويلو لپاره نه لرم ،  زه چې ستاسو په  اند خونړی او غل بلل شوی يم نو نور به څه ووايم . البته غلا مې کړې ده  او  د وژنې مرتکب شوی هم يم ، خو تاسو لږ تر لږه له ځانه و پوښتئ  چې ما ولې غلا کړې  ده ، ولې مې سړی وژلی ؟  ښاغلو قاضيانو که ريښتيا ووايئ  دې دوو پوښتنو  ته ځواب ووايئ  !

قاضيانو د يو څه وخت بحث  او خبرو اترو وروسته  کوڅه ډب کلود  په اعدام محکوم کړ .

د پام وړ ټکی دا دی چې د محاکمې د پيل نه  د ډېرو قاضيانو پام شوی و چې د کلود  لقب کوڅه ډب دی  او دې کلمې په ټولو ژور اغېز کړی  .

د کلود د اعدام حکم يې هغه ته ولوست  هغه ېوازې وويل :

__ ډېر ښه ! خو و مو نه ويل  چې ولې دې سړي په غلا لاس پورې کړى ؟ او ولې مې سړی وژلی ؟  دوه اصلي او بسټېزې پوښتنې همدا دي،  چې تاسو ورته ځواب و نه وايه .

کله چې يې کلود  زندان ته ستون کړ  د ماښام ډوډۍ يې ښه په خوښۍ  وخوړ او له ځان سره يې ويل :

__ شپږ دېرش کاله رنځ !

کلود  چمتو نه و،  چې د جنايي محکمې د کړې پرېکړې په اړه  تمېز وغواړي ،  د نرسانو نه يوه چې مخکې يې د نوموړي پالنه او درملنه کړې وه پسې راغله  او په داسې حال کې،  چې د کلود په برخليک يې اوښکې تويولې  له هغه يې وغوښتل ،  چې پرې د شوې پرېکړه په اړه لوړې محکمې ته عارض شي . کلود د قانوني مهلت تر ورستۍ ورځې پورې  دا خبره و نه منله  خو اخر يې د هغې ښځې په حال زړه وسوځېده  او پرې د شوي اعدام د حکم په اړه يې د بيا کتنې غوښتنه وکړه . خو له بدمرغه کله يې چې د هغه د د اعدام د حکم لغوه کول لاسليکول د قانوني درې ورځني ورکړل شوي وخت نه څو دقيقې تېرې شوې وې . خوراکۍ نرسې کلود ته ددې د خبرې د منلو په پاس پنځه فرانکه ورکړل . کلود پيسې واخيستې  او له هغې يې مننه وکړه .

هغه مهال چې د کلود د اعدام په پرېکړه بيا متنه د قانونې  مهلت د پاې ته رسېدو له امله ردېدله  د تروا زندان   بنديانوچېټول د کلود فدايان وو کلود ته د تېښتې وړانديز وکړ خو کلود يې دا وړانديز ونه مانه . بنديانو د کلود د خونې له کړکۍ نه څو واره هغه ته ميخونه ، سيخونه او نور وسايل  ور وغورځول .

دا وسايل پوره و،  چې د کلود په شان  يو هوښيار او  چالاک سړى ترې  د زندان په سوري کونه او تېښته کې  په سمه توګه کار واخلي . کلود نه ېوازې داچېد تېښتې هڅه يې و نه کړه  بلکې  ورغورځول شوي وسايل يې هم د زندان ساتونکي ته وسپارل .

اخر  د ١٨٣٢  د جون د مياشتې په اتمه ورځ  يعني د  وژنې نه  اوه مياشتې  او څلور ورځې وروسته  د کلود په اړه د اعدام حکم تر سره شو.

په هغه ورځ  د سهار په اوو بجو  د جنايي محکمې  منشي زندان ته ورغی  او کلود ته يې خبر ورکړ  چې د اعدام دحکم په اړه يې د بيا کتنې يا بښنې غوښتنه رد شوې ده  او له يوساعت زيات به نور ژوندی و نه اوسي .

__ وي دې ،  ما  تېره شپه ډېر ښه خوب کړى ،  ان،  چې نه پوهېدم له دې وروسته به هسې ارام او راحت ويده شم کنه .

وايي،  چې د ځواکمنو سړيو خبرې د مرګ پر مهال ځانګړی جلال او  درنښت پېدا کوي .

لومړی  کشيش  ( د عيسويانو مذهبي  مشر )  او وروسته جلاد راغی  کلود د يو په وړاندې عاجزې  وښوده  او له بل  سره يې  په نرمه او مهربانۍ چلن وکړ .

کلود  په ورستيو شېبو کې هم په خپل  اند او فکر پوره واک درلود  او ځان يې نه و بايللى . هغه مهال،  چې دده  د سر وېښتان يې  پرې کول  يو چا د زندان په يو تياره ګوټ کې د وبا د ناروغۍ نکل کاوه  او ويل يې چېد تروا  ښار يې له ګواښ سره مخ کړی دی . کلود،  چې دې خبرو ته يې غوږ اېښی و په مانادره موسکا يې وويل :

__ زه  خو ترې نه وېرېږم ، ځکه زه د وبا له شره  خلاص  يم .

کلود په عين حال کې د کشيش  وداعيه اورادو ته هم غوږ نېولی و او په زړه کې په دې پښيمانه و،  چې ولې يې مذهبي زده کړه نه ده کړې .

کلود غوښتنه کړې وه،  چې دا   وړه قيچي چې د ښځې نښه يې ده،   بېرته دې  ورکړل شي،  چې دا غوښتنه يې ومنل شوه،  ددې قيچي يو تيغ پاتې و او بل يې  د کلود په سينه کې مات شوی و . کلود له يو ساتوونکي غوښتي و،  چې دا قيچي دې البين ته د لاس د نښې په توګه واستوي  او همداراز يې ترې غوښتنه کړې وه،   چې دده   د هغې ورځې د ډوډۍ  ځېره دې هم له دې وړې ډالۍ سره يوځای کړي .

کلود له هغو کسانو نه چې  دده  لاسونه يې په ګيوتين (١) پورې تړل  هيله وکړه،  چې هغه پنځه فرانکه چې نرسې نجلۍ ورکړي وو او دده وروستي شته وو  ورته په ښې لاس کې کېږدي .

پاوکم اته بجې وې .  کلود له زندان څخه ګيوتين ته را وويستل شو . کلود پلي روان و ، رنګ يې الوتی و ، خو په متينو او شمېرلو ګامونو روان و . سترګې يې د حرکت پر مهال د کشيش په صليب ګنډلې وې .

قانون پلي کونکو هغه ورځ په دې خاطر د کلود د اعدام د پرېکړې د پلې کولو لپاره انتخاب کړې وهچېد بازار ورځ وه  او ډاډمن و،  چې ډېر خلک به ددې  نظارې نندارې ته راټول شي .

په فرانسه کې لا هم داسې کلي او بانډې شته چې خلک يې نيمه وحشي دي  او کله چې هم يو سړی وژني دا وګړي له هغې خوند اخلي .

کلود په مېړانه او ډاډ د ګيو تين په اړکيو ورپورته شو  او سترګې يې هماغسې په صليب کنډلې وې . خوارکي غوښتل چې کشيش او جلاد دواړو ته غېږه ورکړي  . له يوه مننه وکړي او بل ته بښنه وکړي .   خو لکه څنګه چې يې نکل شوی  جلاد په ورو کلود شا ته ټيل واهه  . په هغه شېبه کې  چې د جلاد له شاګردانو نه يو  کلود په هغه وژونکي کرکجن ماشين پورې تړلو .  خوارکي محکوم  کشيش ته اشاره وکړه  او په لاس کې نيولې د پنځو فرانکو سيکه يې هغه ته وښودله  او ويې ويل:

__ پلاره !  دا پيسې بې وزلو ته ورکړه .

خو دا،  چې په هغه وخت  دېوالي ساعت کې د اتو بجو اته زنګونه وکړنګېدل  نو د ساعت په کړنګا د کلود  غږ ورک شو . او کشيش له ناچارۍ ورته وويل چې غږ يې نه اوري .  کلود لږ صبر وکړ او د  ساعت د دوو زنګونو د منځ فاصله کې  يې بيا په ارامه وويل :

__ بې وزلو ته !

لا دېوالي ساعت اتم کړنګ نه و کړی چې  د ګيوتين ويرونکي ماشين  هغه له هوښيارتيا ډک ځانګړی سر په مځکه وغورځاوه .

ريښتيا هم د عمومي سزاګانو او په هغې پورې د اړوندو قوانينو  پلي کونه  حيرانوونکي او د نندارې وړ دي ! په هماغه ورځ چې بدمخی ګيوتين  لا د کلود په وينو  لړلی و .  هغه سواد پلورونکو چې په دې بازار کې يې سودواې خرڅولې  د ښاروالۍ له خوا په ټاکلې نرخنامې د نېوکې په توګه په بلوا لاس پورې کړ ؟ او نږدي و چې يو مامور هم د همدې بلوا له امله  ګيوتين ته وتړل شي . ای  د فرانسې  فرمانبرادر او نجيب ملته !  نه پوهېږم چې اخر به دا عجيب او غريب قوانين په تاسو څه کوي ؟ ……

تبصرې

تبصرې