کېسې

رازويونکې زړه-ادګار الن پو

ريښتيا ده ، عصبي وم ، ډېر زيات ، په وېرونکي توګه  عصبي وم او يمه ،  خو تاسو ولې ووايئ چې زه لېونی يم ، ناروغۍ زما پنځه ګوني حواس  تېز   کړي دي  ، خو وران کړي يا سست کړي يې نه دي . تر ټولو زيات مې د اوريدلو ځواک  تېز شوی دی ، ما  د ځمکې او اسمان ټول شيان اوريدلي ،  له  دوزخه مې هم  ډېر څه تر غوږ شوي دي  ،  نو بيا څنګه ،  ايا زه لېونی يم ؟

پام وکړئ ، غور وکړئ او وګوری چې څومره  په سالمه او ارامه توګه درته ټول کېسه کولای شم  .

دا نا ممکنه ده،  چې ووايم دا طرحه مې د لومړي ځل لپاره څنګه  په مغزو کې راننوته ، بس يو تصور وچې شپه او ورځ مې بيا بيا ذهن ته راتللو ، کومه ځانګړې موخه  په کې نه وه ، کومه ځانګړې ليوالتيا په کې نه وه ،  ماته سپين ږيری ګران و ، له ماسره  يې هېڅ بد نه و کړي ،  هغه هېڅکله زما سپکاوی نه و کړی .

ما د هغه سره زرو ته کومه تمه نه لرله ،  زه فکر کوم دا د هغه سترګه وه  هو همدا وه  . هغه  د کجير  مرغه  په څېر سترګه لرله .   يوه کمرنګه  شنه سترګه  چې يو نازکه پرده پرې غوړيدلې وه ،  کله چې به ما ته مخ شوه  زما وينه به يې زما په رګونو  کې  سړوله    همدا و، ې ومې پتيله   دا سپين ږېری ووژنم  او په دې توګه ځان د تل لپاره ددې سترګې له شره خلاص کړم .

اوس همدا ټکی  دی ، تاسو به ما لېونی ګڼۍ ، ليونی په هيڅ نه پوهېږي ،  خو تاسو که زه لېدلى وم چې څومره په عقلمندۍ باندې زه وړاندې ولاړم ؟  په څومره احتياط، په څومره  وړاند لېدنې  او په څومره ناخبرۍ ما کار وکړ . زه هېڅکله په دې بوډا باندې دومره مهربانه نه وم لکه يواوونۍ د مخه  له هغې چې،  ويې وژنم .  هره شپه چې شپه به نيمه شوه ما به دهغه د خونې دړې سره  بېرته کولې  او په ډېر ې زړورتيا سره ،  کله چې به مې د سر د ننويستلو ځای په کې وموند نو يو تياره غونې څراغ به مې خونې ته د ننه کړ، داسې څراغ چې روښانه به نه و ،  بيخې به  ترې رڼا نه راوتله ، بيا به مې خپل سر دننه کړ ،  که چېرې تاسو لېدلی وي،  چې په څومره زيرکتيا مې خپل سر دننه کاوه نو  خامخا به مو خندلي  وی ، په ورو مې مخکې زور کاوه ، ډېر په ورو  او په دې توګه مې د دې بوډا خوب نه خرابوه   دې به يو ساعت وخت نېوه چې خپل سر په هغه  واړه چاود  ور ننباسم ، تراوسه ما يوازې همدومره لېدلی شولچېبوډا په خپله  بستره کې غزيدلی دی ، ای !  يو لېونی داسې په ځيرکتيـــــا  کار کولای شي ؟  کله چې به مې خپل ټول سر خونې ته ورننويست  نو څراغ به مې ډېر په احتياط روښانه کړ   په ډېر زيات احتياط.

ايله  همدومره به مې  روښانه کړ چې د رڼا يو نرۍ وړانګه يې  پر هغه د کجير  سترګه پريوزې ، دا کار مې اووه اوږدې شپې ترسره کړ،   هر شپه نيمه شپه مهال ، خوتل   به يې هغه سترګه بنده وه ، او په دې توګه  ناممکنه وه چېخپل کار تر سره کړم .  ځکه زه يې د همدې سترګې له لاسه زورېدم او خپله له سپين ږيري سره مې کار نه درلوده .

کله به چې د سهار لمر را وخوت نو په زړوره توګه به يې خونې ته ورغلم  او په ډېر جرائت به ورسره غږېدم ، هغه ته به مې په نوم او زړه پور غږ کې نارې وهلې ،  او ترې به مې پوښتل چې شپه يې څنګه تېره شوې  ده؟

تاسو به وايئ چېسپين ږيری بايد ډېر ځېرکه وای څو په دې پوه شوی واى،  چې هره شپه يې د دولس بجو په شاخوا کې کله چې دی په خوب وېده وي څارم .

په اتمه شپه مې د دروازې په پرانيستلو کې  خپل احتياط له پخوا نه ډېر کړی و ، د ساعت دقيقه ګر زما له لاسه نه چټک حرکت کاوه ،

تر دې شپې د مخه ما کله هم د خپل  بصيرت د ځواک دومره پراختيا نه وه احساس کړې .  ډېر لږ مې کولای شول،  چې د دې بري  نه راپيدا شوي احساسات کابو کړم .

هغه مهال يو فکر راغی چېدروازه ورو ورو پرانېزم ، داسې چې هغه په خوب کې هم زما له پټې کړنې او پلان په اړه پوه نه شي .  په دې نظر يو وړه شان خندا راغله ، او ښايي هغه اورېدلي وي ، ناببره  خپل د خوب ځای کې وخوځېده لکه تريدلی چې وي .

اوس به تاسو فکر کوئ چې زه بېرته په شا ولاړم ، نه دا کار مې ونه کړ ،  د هغه خونه د تېارې له امله يو تورې خيمې ته ورته وه ،  چې په کې تپه تياره وه . کړکۍ يې د غلو  له وېري نه کلکې تړلې وې . او زه پوهېدم چې هغه نه شي کولای د دروازې پرانيستل وګوري .  او په هماغه توګه  مې  د دروازې ټيله کولو ته په محکمه توګه دوام ورکړ .  خپل سر مې  خونې ته ور دننه کړی و او نېږدې و،  چې څراغ روښانه کړم  چېپه همدې کې مې غټه ګوته  په اوسپنېز قيد ولګېده،  چې ورسره سم بوډا په خپل ځای کې راکيناست او نارې يې کړې

__ دغلته څوک يې !!!!؟

ما ځان چوپ  ونېوه او هيڅ مې و نه ويل ،  د يو ساعت لپاره مې خپل يو غړی هم و نه ښورواوه ، تر ډېره په دې  هم   پو نه شوم چې هغه دې بېرته وېده شوی وي ، هغه  لا هم د خپل خوب ځای کې ناست و او غوږ يې نېولی و . هماسې  لکه ما چې په شپو شپو دې مرګوني ساعت  ته  غوږ ايښی و دې هم  غوږ غوږ و .

لږ وروسته ما  يو خپ غوندې  د فرياد غږ واورېده ، زه پوهېدم چې دا د مرګونې وېرې فرياد و. دا فرياد له درده يا غمه نه و .    او ! نه !      يو کرار او غلی غږ و ،   چې د وېرېدلې اروا له ژورو راپورته کېده .  ما دا غږ  ښه پېژانده ،  ډېر کله د شپې چې شپه به پخه شوه ، او ټوله نړی به خوب يوړه  دا غږ  به له ويرونکيو انګازو سره په ژوره توګه  زما له خپلې سينې نه راپورته کېده  ، په داسې يو وېره چې زه به يې ورخطا کولم . ما وويل   چې زه ډېر ښه پوهېدم ، زه پوهېدم چې په سپين ږېري باندې څه تېريږي. او پر هغه مې زړه سوځېده . که څه هم په زړه کې خندا راتله ، زه پوهېدم چې بوډا له هماغې  اولې شيبې چې غږ يې واورېده او په خپل ځاې کې وخوځېده ويښ ناست دی ، وېره يې شېبه شېبه زياتېدله .  هڅه يې کوله ځان ته ډاډ ورکړي،   چې وېره يې بې ځايه ده خو په دې چاره کې بريالی نه و.

هغه له ځانه سره ويل :

_ بل شی نه دی ښايي باد به ويچېد بخارۍ له نله تېريږي ، موږک به وي چې په چت کې روان د او يا به چيمچار وي،  چې ډول ډول غږونه باسي. هغه هڅه کوله،  چې په دا ډول اټکلونو ځان ډاډمن کړي . خو دا ټول ورته بي ځايه ښکاره شول ،  ټول ورته بي ګټې وو، ځکه مرګ  له خپل تور سيوري سره  هغه ته غلی غلی رانېږدې کېدلو ، او ورو ورو يې خپل ښکار په لمن کې رانغاړلو ،  دا د هماغه نامريي سيوري اغېز و،  چې ورو ورو يې  احساسوه ، که  څه هم هغه خونې ته زما د سر د ننويستلو په اړه تراوسه نه څه لېدلي وو او نه اوريدلي .

اوږده شېبه انتظار مې وويست ،  په ډېر صبر او زغم سره .  پرته له دې چې د هغه د بيا څملاستو په اړه څه واورم   پرېکړه مې وکړه چې چراغ ډېر لږ روښانه کړم ، خورا کم  ، همداسې مې وکړل  ، تاسو د هغه څه تصور نه شئ کولای،  چې څومره  په غلا غلا مې دا کار وکړ بېخې په خپه توګه ، تر هغې چې يو تته نرۍ وړانګه لکه د غڼې د د ځغلولي  تار په شان يې هماغه د کجير په سترګه ورپرېوته .

سترګه يې پرانيستې وه ، ښه سمه پرانيستې وه ،  او چې کله مې سترګې پرې ونښتې نوبې له ځنډه په  غوسه  شوم . په ځېر مې ورته وکتل .

ډېره روښانه ښکارېده  شنه  سترګه وه،  چې پرې غوړېدلې بدرنګې پردې  راته په هډونو کې مغز لکه واوره يخ کړ  د بوډا له سر پښو او تنې نه مې يوازې  کولای شول همدا سترګه يې وګورم چېڅومره په مهارت مې د خپلې غرېزې نه په ګټې د څراغ وړانکې په همدې ځای برابرې کړې وې .

تاسو ته مې ونه ويلې،    چې ليونتوب  د حواسو له برېده  د اوښتلو پرته بل شی نه دی ؟

دا مهال  زما غوږونو ته يو خپ او پرلپسې  غږ  راتللو ، دساعت غږ ته ورته و داسې چې په مالوچو کې دې نغښتی وي  ، ما دا غږ هم ډېر ښه پېژانده ، دا د سپن ږيرې د زړه د درزا غږ و،  چې زما غوسه او غضب يې نور هم زياتوه  ،  هسې لکه د ډول غږ،  چې سرتېري  زړرتيا ته هڅوي .

خو سره له دې مې هم په ځان واک وموند او په خپل ځای ولاړ پاتې شوم  ډېره په ورو مې سا اخيسته.

څراغ مې په يو ځای بې حرکته ونېوه او هڅه مې کولهچې روښنايي  يې په هماغه سترګه په ډېر احتياط برابره  وساتم ،  په دې بهېر کې د دهغه د دوزخي زړه درزا نوره هم هره شېبه  تېزېده   او نوره هم  لوړېده .

د سپين ږيري وېره بايد تر ټولو لوړ حد ته  رسېدلي وي ، دا غږ نور هم لوړېده ما وويل:  چې هره شېبه لوړېده . ښه پا م  مو دى !!؟

مخکې مې وويل:  چې يو عصبي سړي  وم   او ريښتيا هم  يم ، او اوس د شپې په دې مرګوني  ګړۍ   د دې زاړه کور په ويرونکي چوپتيا کې  دې نا اشنا غږونکو په ما کې له زغمه وتلې وېره راوپاروله .

د څو نور و دقيفو لپاره مې بيا هم  ځان قابو کړ او په خپل ځای درېدلۍ پاتې شوم ، خو درزا نوره هم لوړېده او  پسې لوړېده ،  داسې چې نېږدي وو زړه يې وچوي .  اوس نو يوه نوې اندېښنه راولوېده ، هغه دا چې د زړه دا په زوره درزا کېدای شي ګاونډيان راخبر کړي . د سپين ږېرې د مرګ شېبې را رسېدلې وې ،  له يوې لويې چېغې سره مې چراغ  روښانه کړ او د خونې منځ ته مې ور ودانګل ، هغه يوازې يوه ناره وويسته  ، يوازې يوه  ناره  .  د سترګو په رپ کې مې په غولې را وغورځوه  او دخوب دروند تخت مې پرې د پاسه راواړوه  . کله چې وپوهېدم مړ دی نو يو شوخه موسکا مې وکړه ،  خو تر ډېروشېبو پورې يې زړه هماسې په وېرونکي او ورو  درزا درزېده .  خو دې درزا زه ځکه نه ځورلم چې تر ديوال اخوا نه اورېدل کېده ،  څه وخت وروسته دا درزا هم ودرېده ، بوډا  مړ شوی و،  د خوب تخت مې ترې پورته کړ او مړی مې په غور وکوت  ، هغه کرخت شوی و ، بي حسه لکه کاڼی ،  د اوږدې شېبې لپاره مې ورته په زړه لاس ونېوه ، هغه نور نه درزېده  مړ او وچ  شوی و ، د هغې سترګې نور ما ته ازار نه راکاوه .

که تر اوسه هم پر ما د لېونې ګومان کوئ  نو که پوه شئ چې ما مړی څنګه پټ کړ په خپل دې باور به نور ټينګ نه شئ .   شپه په وتلو وه او ما په بېړه کار کاوه خو په چوپه توګه ،  تر هرڅه د مخه مې د مړي اندامونه پرې کړل ،  سر لاسونه اوپښې مې يې پرې کړې .

تر دې وروسته مې د خونې د غولې درې تختې راپورته کړي  ، مړی مې اندام اندام په دې کې ځای پر ځای کړ ، دړې مې  په خورا غور او ځېرکتيا  بېرته ځای پر ځای کړې  . داسې چې د بني بشر سترګې څه خپله د هغه سترګې هم  ناسم څه په کې نه شو موندلای .

د مېنځلو څه شی نه و، داغ يا لکه هم نه وه پاتې ، د وينې کوم داغ هم نه و په دې اړه مې وار دمخه ښه غم خوړلی و ،  د لمبا مټ هر څه زغملي وو .. ها ها ها ها …..

کله مې چې دا ټول کار پاې ته ورساوه نو ساعت څلور بجې ښودلې ، تراوسه هم د نيمې شپې په شان تياره وه ، کله ې چې په پوره  ساعت زنګ وشرنګېده  د کوڅې دروازه و ووهل شوه ،  په پراخه زړه ور روان شوم،  چې ور ور ته بېرته کړم ، ځکه اوس نو وېره نه وه پاتې ، درې کسان راننوتل ، په ډېر مودبانه توګه يې ځانونه را ته د پوليسو په توګه را وپېژندل .

د شپې د چېغو اواز ګاونډي اورېدلی   او په دې ګمان،  چې دلته کوم جنايت د ترسره کېدو په حال کې دی پوليسو ته يې خبر ور کړی دی  او دا درې تنه پوليس اوس د همدې خبر په پلټنې پسې راوتلي دي .

ما وخندل ، نور به نو له څه وېريدلم ؟ راغليو سړيو ته مې هرکلی ووايه . ما ويل چېغه ما خپله په خوب کې کړې وه ، او سپين ږيرى  په  هېواد کې  کوم  خوا ته تللی دی ، ما دوی په ټول کور کې وګر ځول او ترې و مې غوښتل چې پوره پلټنه وکړي ، بيا مې  د  هغه د خوب کوټې ته د هغوی لارښونه وکړ ه ، د هغه خزانه مې ور وښوده چې  خوندي او پر ځاې ده او لاس ور سره نه دی وهل شوی  ، او د خپل ډېر باور له مخې مې څوکۍ همدې خونې ته راوړې  او له هغوی مې وغوښتل،  چې همدلته خپله دمه جوړه کړي  او خپله مې هم په داسې حال کې،  چې له برياليتوبه مې په لېونۍ توګه بې باکه شوی وم  خپله چوکۍ مې پر هماغه ځای،  چې د د سپن ږېرې جسد ورلاندې پټ و کېښوده .

پوليس   پر ما باورې ښکارېدل ، زما چلن دوی باورې کړي وو   ، خپله مې هم د پوره ارام احساس کاوه ،

دوی کېناستل او خپلې خبرې مو پيل کړې ما ورته ښه په طبعه  ځوابونه وويل ، يو څو شېبې وروسته مې احساس کړه چې رنګ مې الوزي او هېله مې دا وه،  چې دا درې واړه بايد نور ولاړ شي .  سر مې درد کاوه او په غوږونو کې مې د زنګ  کړنګااحساسوله .  خو دوی لا هم ناست وو او خبرې يې کولې .  د زنګ کړنګا نور هم روښانه کېدله ، په همدې توګه د زنګ دا کړنګا ځانګړې کېده ، ما نورې هم په پرانيستې غږ خبرې پيل کړې څو دا احساس له ځانه لرې کړم   . خو دا احساس لا هم پر خپل ځاى و ، لږ وروسته پوه شوم چې دا غږ زما په غوږونو کې نه دی .

دا مهال مې رنګ بې  شکه  بيخې والوت  ، په لوړ او پرانيستې غږ مې لا ډېرو خبرو ته دوام ورکړ ، خو هغه غږ هماسې پورته کېده ، او ما څه کولی شوی ؟ خپ او پرلپسې غږ و  ډېر د ساعت  غږ ته ورته و،  چې په مالوچو کې نغښتل شوی وي .

سا مې بنده بنده کېدله .  تر اوسه د پوليسو افسرانو دا غږ نه اورېده ، خبرې مې نورې هم چټکې او ګرمې کړلې ، خو غږ په پرلپسې توګه پورته کېده .  له ځايه پورته شوم او د بي کاره شيانو په اړه مې  په لوړ غږ په داسې حال کې خبرې کولېچې د بدن غړي مې ورسره په درز کې ښورول  . خو غږ په پرلپسې توګه لوړېده ، دوی ولې نه روانېږي ؟  د غولي  پر سرمې په زور زور  له يوې خوانه بل خوا ته ګامونه واخيستل  .  ددې  سړيو له پاملرنې او په غور له څارنې په غوسه شوی وم .  خو غږ لا هماسې پرلپسې لوړېده . اوه ! خدايه !  ما څه کولای شول  ؟   خولې مې ځګونه کول ،  چټيات مې ويل ، بدرد مې ويل ، په هغه چوکۍ چې ناست په زوره زوره مې ښوروله  داسې،  چې د خونې په غولي راښکل کېده او شيخ شيخ يې کول . خو هغه غږ بيا هم جوت و او لاهم لوړېده ، لا لوړېده او په پرلپسې توګه لوړېده .  خو ناستو سړيو لا هم  خوندورې خبرې کولې اوخندل يې . ممکنه وه چې غږ به يې نه وي اورېدلی ؟

قادره خدايه ! نه ! نه ! دوی يې اوري ،  دوی شکمن شوي دي ، دوی پوهېږي ،  خو  زما په وېره مسخرې کوي .  همداسې مې فکر وکړ او په همدې مې باور راغی .  خو له دا ډول ځنکندن نه بل هرڅه ما ته غوره وو !  ددوی له دې مسخرو په پرتله نور هر څه د زغم وړ وو  ما نورې تر دې زياتې دا دوه مخې خنداوې نه شوی زغملی ،. احساس مې وکړ چې زه بايد چېغې کړم او يا مړ شم ! او اوس دادې بيا هماغه غږ لوړېده ، لوړېده ، لوړېده ، لوړېده …..

نارې  مې کړې  ،

نور يې نو نه شم پټولای ، زه په خپله کړنه اعتراف کوم ،  دا تختې ماتې کړئ  ! دلته ، دلته دی ، دا دهماغه د ويرونکي زړه د درزا غږ  دی !

 

تبصرې

تبصرې