له نورو لېکوالو

اند اود زړه د پاڼې انځور يې

یادونه :
د درانه استاد لال پاچا ازمون دا لیکنه  زما پر لومړنۍ شعري ټولګه ( د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب) خپره شوې  ده.

يو ستړي اند ته چا د کلي لويه لار څارله
يو لوپټه نن په دې پورې بلۍ و ځنډيده

٭٭٭٭٭
ريښي ريښي ټيکري نه به دې کومه پيڅکه نيسي
ورواچوه لاسونه ګرانې اند اوبو اخيستی

نه پوهيږم چې خبره له کومه ځايه راوخلم اوددې ټولګې په باب څنګه دزړه غوټه وسپړم ، خدای شته چې ددې ټولګې لوستو او د شاعر دومره ژر پرمختګ يې دومره هک پک کړې يم چې يوه خبره له بلې رادمخه کيږي .

ددې ټولګې په لوستو کې مې مېنه ،عاطفه، صميميت،بيوسي ،عاجزي د ښکلا په جامه کې په يو بلا انځورونو اويو عالم نوښت کې ولوستل. ددې ترڅنګ مې چې کله د شاعر پرعمر او د شاعرۍ پيل ته پام شو نو بيا به له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځايېدم او داهيلې به مې په زړه کې راوټوکيدې چې که د پوهنځي اوښوونځي دروازې مو تړلي دي ،خو دځوان ملي او اسلامي فکر زرينې پلوشې لا هم په کليو او بانډو کې غزونې کوي چې د خپلې فرهنګي ګاندې په باب سوچ وکړي .

اوس لاهم د وطن په ګوټ ګوټ کې له ډېرو ستونزو سره سره يو شمير غوټۍ په غوړيدو دي او داسې څه په خپلو وږمو کې رانغاړي چې د زړو په کروندو کې يې راټوکوي .
له ښه مرغه پښتو شعر په دې ورستيو دوه لسيزو کې ډېرې تاندې څانګې و غوړولې او ډېر ستړي يې دمه سيوري ته کړل ، پښتو شعر له څو کلونو راهيسې اوس ددې جوګه شو چې خپل شاعرانه منزل ومومي او د لنډيو د لنډې ګنډې او انځوريزې وينا الهام واخلي . ددغو شاعرانو بهير ورځ په ورځ په زياتيدو دي ځکه (( ډېرې غوټۍ په غوړيدو ښکاري )) چې ددې هيلو څخه يو همدا ټولګه ده .

ددې ټولګې د خيالونو شنه لمن ده ، چې د نښترو شور او د ((بزرګې څوکې)) د زرکو اتڼ د ذهن پردې په ګډا راولي ،دا دهغو ارمانونو دنيا ده چې سپيڅلتيا ،ښکلا،انسانيت او حيا د ژوند ګاڼه بولي او د شاعر اند لوستنه او سپړنه د لوستونکي په ذهن کې بلا هيلي راټوکوي ، ځکه شاعر يې لا ډېر تاند دی او په مخکې يې لا ډېرې هېلې سترګکونه وهي ارمان فکر او انځوريز خيال يې دا په ډاګه کوي چې دې به ((که مرګي پرېښود دکابل مڼه به شينه.))

لکه څرنګه چې نن سبا د غزل ميدان ګرم دی او په ريښتيا هم غزليزې شاعرۍ له بلا نوښتونو ډک انځورونه په خپله غيږه کې را نغښتي دي نو مخکې پرتې ټولګې هم په خپلو پاڼو کې له نويو انځورونو ډکې غزلې رانغښتي دي ، ځکه ددغې ټولګې د شاعر شاعري او شاعرانه مزاج يو ډول ځانګرې مستي او رنګ لري . اند د فکرو خيال انځورګر دی . په ډېرو سادو ويينو او خوږه ژبه داسې ښکلې او رنګينې خبرې له خولې راباسي چې خپله راتلونکې د لوستونکي او اوريدونکي په ذهن کې نوره هم روښانه انځوروي . داند تخيل او خپله د اند اند دواړه په ډېره ښکلې جامه کې ځليږي او دخپل ليک ژبې ته يې د همدې ار ( اصل ) له مخې د تلپاتينې هار ور په غاړه کړې دی .

چا ګوزار راوکړ د چينې اوبه يې خړې کړې
پورته ليونۍ شوه خدازده څه انتظار ونيوه
٭٭
ستا د سراب سراب ښکلا جهنمي دښتې ته
يو تنکۍ هيله په غيږ کې جل وهلې وړمه

په دې بيت کې څومره رنګين او ښکلې انځور په څومره ساده ويينو او روانه ژبه کې نغښتې دی ، ياد شوي دواړه بيتونه ژوندي انځورونه لري چې يو ډول ښکلا صميميت ،مينه او عاطفه په کې ځليږي او يوه ډېره ښکلې تابلو جوړوي .

د اند پر تاند شاعرانه ذهن هم لکه د نورو شاعرانو د حالاتو ګرد خپور دی ، دې که هرڅومر کوښښ وکړي چې يو انځور ټول له خندا بشپړ کړي خو بيا هم پر دې نه شي بريالۍ کيداۍ ځکه اند د خپل چاپيريال د انځورونو مفسر او ژباړن دی ، نو دد چاپير چل لا تر دې دمه د لمبو په سيند کې لامبي او دخپلې ګاندې په تمه د اوښکو او ويينو اميلونه پېي .
نواند څرنګه چې ديو حساس او تاند ذهن خاوند دی تر بل هر چا ځکه دی زيات کړيږي چې دده په سينه کې دعاطفې ډک يو غږ پټ دی .

دده په انځوريز اند وخيال د يو لړ ډېرو ناوړو دودونو سيورې هم راخپور شوی دی دا ځکه چې اجمل په ولس کې زوکړې دی او اوس هم په خپل کلي کې اوسيږي نو تر بل هرچا زيات دې دولس ژبه ده .

که څه هم د ځاني ژوند له مخې به اجمل په ولس کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي خو د هنري ژوند له مخې به دې لومړی شاعر وي ، چې په طبيعي ډول يو زده کړې شاعر د ولس د ارمانونو او دودونو استازي په هنري انځورونو کې ټولنې ته وړاندې کړي ځکه لا تر دې دمه د ولس د ارمانونو غوښتنو،دودونو او نادودو ژباړن يوازې ولسي شاعرو چې هر څه به يې په ښکاره ژبه په تشو موزونو خبرو کې نغښتل ، خو د اجمل د بري ټکی دادی چې دې د ولس استازي د طبيعي مناظرو رنګ ، ګودرونه ، له منګيو سره په خندا خبرې ، ماښامونه ، مازيګري ، کليواله مينه، کليوالې دودېزې انګيرنې او……په ډېره ښکلې هنرې روانه ژبه او ډېرو ساده ويينو کې نغاړي .

ده د يوې پيغلې د ژوند عکاسي کړې ده . دې د هغې پيغلې د ژوند ژباړن دی چې د ناوړو دودونو په جال کې ښکيل ده او په بدو کې يې د ژوند خبره کيږي ، دې د همدې پيغلې اوښکې کله ناکله د خپل ټاټوبي سره پرتله کوي او دهغې معصوميت او سپيڅلې څيره انځوروي .

اند پر دې پوی دی چی د نړۍ د زياترو شهکارونو سوژې له ولسه اخيستل شوې دي ، نو خدای دې دده تاند ذهن ته بری ورکړي چې دې هم له ولسه ډېر څه رابرسېره کړي ځکه دې تيار د شهکارونو د سوژو په غېږه کې ژوند تيروي ، نو همدې ار ته يې بايد د فکر او خيال نيلې غزېدلی وي او د مرغلرو له اباسينه تش را ونه وځي .
زه خو وايم چې اجمل څنګه له شاعرانو سره په يو لنډ بيلتون کې دومره ژر داسې څه راوښکل چې د خپلې روښانې ګاندې زيرې يې په نورو وکړ نو دا جوتوي چې د وطن غرونه، سندونه او شنه غېږه بي هيڅه نه دي .

اجمل د يو ښه حساس ذهن او لوړ احساس خاوند دی د هغه په زړه کې د عاطفې چينې خوټيږي نو ځکه خو د مينې غيږ ته په اهنګين غږ کې د جنګ له غېږې پنا وړي او په يو ډول ځانګړې اند په ډېره روانه اوښکلې ژبه يې پيلوي

غېږ له دې بيا ځولۍ ځولۍ د رباب ترنګه راغلم
لکه افغان زلمې همدا ساعت له جنګه راغلــــــــــــم
تر پايه

او کله چې بيا د رباب غېږې له راشي او د مېنې په نغمو پيل وکړي نو د کلي په ښکاري هم دا غږ کوي

لينده مه کشکوه سترګې دې ړندې شه!
دا د کور کلي کوتره د ښکار نه ده

خو بيا هم اجمل چې هر څومره ولټوو د کلي له انځورونو ډېر بلې خوا ته نه ځي او د خپل بري ټکی په دی کې نغاړي چې د خپلو زده کړو اغېز او ولسي ژوند يې سره ګد کړي او د دواړونه يې طبيعې انځورونه د ذهن په تانده او حساسه پرده کښلي دي او په ډېره ښکلې، ساده او روانه ژبه کې يې د ا طبيعي انځورونه دا سې په اهنګين غږ له خولې راوځي :

خلکو ويل د اموخته کوترو ښکار ګنا ده
خو چا زموږ د بغدادي کوتر وبال واخيسته
د خندا پيغله مې په شونډو هسې نه ژړيږي
وچو پاړو يې د ټوپک په زور دستمال واخيسته

٭٭٭
د ټوپک ډزې د چا ساندو غېږ کې ونيولې
له پورې کلي ورا رانغله ډولۍ و ځنډيده
سږ يې د اوښ د غاړې زنګ کړڅه کې کړنګ و نه کړ
ښايي رانغله په ايلبند کې کوچۍ وځنډيده

٭٭٭
د خندا ځل مې پاڼې پاڼې شي په وينو شونډو
لکه تنکي کوکنار ګلونو کې ږلۍ ووهي
مه شلوه مراندې مې د زړه د خيمې يه جانانه!
نه چې ډېوه مې د ارمان د غم سيلۍ ووهي
شپونکی شهيد دی ،توله ماته، نغمواور اخيستی
د رغو زرکو ته به څوک خوږه شپيلۍ ووهي

٭٭٭
اوس هم شمله د هندوکش هماسې دنګه ښکاري
خو پښتنه کېږدۍ يې غېږ کې ړنګه بنګه ښکاري
د چا غرور چې تاويزو او کوډونه ماتوه
هغه د شل منګيو ميره اوس ملنګه ښکاري
خړه شمله د سور سالو تر څنګه وبرېښيده
وايه اجمله چې اوس زيړ مازيګر څنګه ښکاري

٭٭٭
نن د کوم ښکلي ګلالي زلمي د مرګ په پور کې
يو ګلالۍ پيغله زموږ له کلي بدو کې وړي
خدايه له هسکه زموږ برخه شول د جبر کاڼي
لکه ږلۍ رانه تنکي غنم په وږو کې وړي

د اجمل د همدغو بيتونو ښکلي انځورونه سړی کليو او بانډو ته بيايي ، له همدې بيتونو دا څرګنديږي چې د هغه انځوريزه وينا ورځ په ورځ په پخيدو ده او د نوښت پړاوونه وهي .
يو بل د نوښت ټکی چې دده په غزلونو کې تر سترګو کيږي ، هغه دادی چې دده د غزلو په تنسته کې د بيتونو يو ډول تسلسل او هماهنګي پرته ده هره غزل يې په ډيره طبيعې بڼه پيل او پای ته رسېږي ، هيڅ ډول تکلف او تصنع په کې نه ښکاري ، د غزلونو په لنډوالي او اوږدوالي پسې نه دی ګرځيدلای ، په هر ځای کې يې چې د زړه موزون غږ د خيال او فکر له زوره لويدلی دی او د خپل ذهن انځورونه يې کښلي دي نو بيا يې په دې پسې سر نه دی خوږ کړی چې غزل يې ولې له پنځو بيتونو کم شو ؟ يا ولې اوږد نه شو ؟ بلکې له څومروالي نه يې څرنګوالي ته ډېر پام کړی دی ياني د دوديز تعريف ښکار شوی نه دی ، يوازې په همدې رمز يې ذهن او زړه پوه دی چې شعر د فکروخيال يو اهنګين عاطفي تړون دی اوبس :

غېږ له دې بيا ځولۍ ځولۍ د رباب ترنګه راغلم
لکه افغان زلمې همدا ساعت له جنګه راغلـــــــــم
تر پايه
خور مې که سينه باندې نيازبين مې کړه
ستا د دنګې غاړې لونګين مې کــــــــــــړه
تر پايه
د خندا پيغله مې له شونډو ړنګه بنګه پريوځي
لکه چې زرکه تکه سره د باز له چنګه پريوزي
تر پايه
او ياپه دې مطلع پيل شوی غزل :

کډه ترې د ډېرو ښکلو لاړه شه
شاړه شه دا پورې کوڅه شاړه شه
تر پايه

د اجمل اند په غزليزه انځوريزه شاعرۍ کې يو ډول لطف ، نزاکت او ظرافت څپې وهي يو ډول ارمان په کې تر سترګو کيږي او کله ناکله دوه داسې انځورونه مخامخ کړي چې په لومړي انځور کې د عاطفې او معصوميت رنګ ځاي، خو په دويم انځور کې بيا داسې تنده انځوروي چې د هغه لپاره بيا يوازی همدا د معصوميت او عاطفي رنګ ژوند ګرځي . په ډېرو شعرونو کې يې دا تر سترګو کيږي چې شاعر خپلې اوښکې تويوي او بيا په هغې د مېنې فصل ټوکوي . اند کمال کوي په اوښکو کې د يو چا ژوند ويني او د هغه په انځور کې د سپيرو شونډو پتري لمبوي نو ځکه خو د دعا په لپه کې د اغوښتنه او زارۍ کوي :

په اننګو دې اوښکې خدای لپاره مه وچوه
يو ليونی پرې د سپيرو شونډو پتري لمبوي

ددې ټولو خبرو پايله له دې اخلو چې د اجمل په تاند او حساس شاعرانه ذهن د سپين غر د ((بزرګې څوکې )) د نښترو نڅا او د مرغانو د رنګينو غږونو سيوری ان له کوچنيوالي خپور دی او اوس هم په دې رنکينيو کې لامبي نو دده شاعرانه مزاج به څنګه څپې نه وهي او دده د ذهن له ډکه جامه به دا خواږه نه راڅاڅي :
جوړ د نښترو په تالا ځوانۍ يې اوښکې توی کړې
چې د بزرګې څوکې سر کې سپوږمۍ و ځنډيده

طبيعې او اره خبره ده چې دی به شاعر کيده او شاعرانه مزاج به يې هم په غزل کې غزونې کولې ځکه د داسې شنو درو او غرنيو سيمو پر ذهنونو خدای پاک د شعر په دونيا کې د غزل مستي لوروي .

نو پر ده هم د خپل ټاټوبي اغېز پرېوتې او دغزل رنګين هار يې ورپه غاړه کړې دې .
زه خپلې خبرې را لنډوم او دده شاعرانه مزاج ته مبارکي وايم ، که څه هم چې دده شعرونه به نيمګړتيا هم ولري او هره وينا له نيګرتيا خالي نه وي ، خو ما دده د تاند شاعرانه او ځاني ژوند له يونه دا پايله واخيسته چې دده په دغه تاند ګام او يون کې د پرمختګ څپې ډېرې نغښتي دي او پر نيمګرتياوو يې سيوری هم دروند دی نو ځکه د هغو راسپړنه اويادونه راته بي ضرورته وبرېښېده . نو په تلو تلو کې يو وار بيا ده ته ددې ټولګې د خپراوي له امله مبارکي وايم او د خدای له لوی درباره له تاسې درنو لوستونکيو سره يو ځای ده ته د يو اوږد عمر او شاعرانه ژوند غوښتنه کوم دده د شاعرانه ژوند لپاره دا دعا کوو چې :

خدايه ! ګورګورې تورې مه کړې
جينکۍ سرې شونډې وروړي تورې راوړينه

امـين
لال با چا ازمون
جلال کوټ ، شامردان مېنه
١٣٧٧٧ لمريز د سلواغې ١٥ مه.

تبصرې

تبصرې