په غزل باندې چې کومې نخرې اند کړي
ډېر خواږه به د خوږې پښتو څرګند کړي
زه خو وایم چې هنر همدغه بویه
تریخ کوکنار چې په وینا لکه د قند کړي
غزل څه چې هر یو نظم يې ټپه دي
ویاړ ځکه پرې ملاله د میوند کړ ي
که يې چا مزه د شعر نه وي څکلي
د ګورګورو او مماڼو غوند ې خوند کړي
شهکار وي به د هر چا غزل کې یو بند
شهکاري دی پر مسره، مسره بند ، بند کړي
لا يې شونډه هم شنه نه د غزل میر و
رب دې نور هم عالیقدر ارجمند کړي
چا د کوز بېیار ماڼو ترې لوګی کړی
مستانه شور نن څپې چې د ارغند کړي
بیکسیاره ! ټول عالم به لاس پر غاښ شي
که لږ نور هم ځان وشعر ته پابند کړي