له نورو لېکوالو

نننى او پرونى اجمل – استاد محمد داود وفا

نن د اجمل اند په هنر غږېږو، د هغه په ژورنالستۍ نه غږېږو، بلکې په هغه څه غږېږو، چې دهغه د ذوق پانګه ده او د هغه دفطرت مستانه مينه ده.
اجمل دسردار محمد داود خان دجمهوريت په وروستي کال وزېږېد؛ خو يو کال وروسته يې ماحول لمبه لمبه شو، لوګى- لوګى شو او مينه په کې په وينه بدله شوه، اجمل مهاجر شو، اجمل زلمى شو او اجمل دادى سړى شو؛ خو هسې تش وجود پاتې نه شو، شاعر شو، دعلم، هنر او ادب دلارې مبارز  شو او دخپل فطري هنر او خلاق استعداد په برکت يې د شعر اسرافيلي انګازې په لره او بره پښتونخوا خپرې شوې.
اجمل چې کډوال و، هم په وطن کې و او اوس چې دلرو وطنونو مساپر دى؛ نو هم په وطن کې دى.
دوطن مينه يوازې په فزيکي موجوديت کې نه ده، همدا اوس داوطن له ميلونونو وګړونه ډک دى، خو دفکر او کار ماغزه په کې ډېرلږ دي.
داجمل په فکري پانګه او هنري ژورتوب کې دوطن سپېڅلې مينه او هېواد پالنه اخښل شوې او دده له اواره ژوند سره په ګډون يې يوښکلى امتزاج رامنځته کړى دى.
او دا پته دده له شعرونو نه په خورا جوت دريځ کتلى شو:
که لاس مې پورته کړ نو خامخا جانان به غواړم
څه بې ايمانه دومره نه يم چې ايمان به غواړم
منم لاسونه يې ګرو کړي سوداګرو دچم
خو که مې خوله په لاس کې وه افغانستان به غواړم
يو وخت چې اجمل په وطن کې و، دوطن له خړو خاورو، سپېرو غونډيو، دغرونو په تړواو ناوونو او دځنګلونو په لمنو کې دخپلې ورکې په لټون سربداله او لالهانده و، اوس چې د مړو او ماڼيو په وطن کې دى، شاعر ذهن يې لاهم دبيار په شنو دېرو، د ادوړ په خړو کندو او د سپين غر په سترګبرېښنو لمنو ښخ دى، که څوک ورسره لږ هم کېني؛ نو به يې له يو خړ غرنى پښتون- چې همداشېبه د هوسيو له ښکاره او د ځنګله له شنو لمنونه راکوز شوى وي- پرته بل څه ونه مومي او هدافطري عادت او اخلاق دده شاعرۍ ته ورننوتي، دده دزړه ژورو ته يې لار موندلې او دى يې دوطن شاعر کړى، دخلکو شاعر کړى يې دى او هره شېبه له لمنځو او نښترو او څېړيو او ګورګورو او مماڼوسره په خبرو يې کليوال اوسيمه وال هم په خبرو راوستي:
کله کله مساپرو سره ژاړم
کله دې ورکو سوالګرو سره ژاړم
تخييل مې دسپينغره لمن ته بوځي
له کږو وږو نښترو سره ژاړم
داشعر اجمل غالباً ١٢/١٣ کاله پخوا ويلى، خو اجمل نن هم له مساپرو سره ژاړي، له سوالګرو سره ژاړي او دسپينغره په کږو وږو لارو کاږه واږه نښتر نه هيروي.
ځکه خو نن هم وايي:
څانګې څانګې مې په ستړي ژوند خوره شي
دکمره دسر څېړۍ کږه وږه شي
زه چې تږى شپون له دنګ کمره راکوز شم
ته دې ټوله دسپين غره دغېږ چينه شي
اجمل نن هم نه دى بدل شوى، هيله شته چې سباته به هم بدل نه شي.
دا پته موږ ته دده له شاعر ذهن نه لګېدلى شي. دده له څېرې نه هم لګېدلى شي او دده له کړو وړو نه هم. بهر ته زموږ ډېر هېواد وال تللي، ډېر بيا سيمې ته نه دي راغلي او ښايي چې راهم نه شي؛ خو اجمل دادى داسې دى، لکه چې هډو بهر ته تللى نه وي، لکه چې همدلته وي، کله چې په …. کې وي، لکه چې دبيار په غونډيو ناست وي او دځنګله انځوريزې سترګې دشعر په ژبه انځوروي.
داد اجمل کمال دى. چې هر چېرته دى، همد لته دى، لکه دوحدۀ الوجود دپېرويانو چې فنافي الله دي، اجمل فنافى الوطن دى:
چې ولې په دې ښار کې د رود شرنګ راته راياد شي
چې تل لمر په لوېدو شي کله بنګ راته راياد شي
يو شين دود دچلم درباب ترنګ راته راياد شي
چې کله ها زيارت هغه ملنګ راته راياد شي
کوڅه کې دخالي کارتوسو کړنګ چې مې تر غوږ شي
کوچيان راته راياد شي داوښ زنګ راته راياد شي
او يا داچې :
وېروونکې اوس رڼا ددغه ښار ده
ماته هر څراغ بلا ددغه ښار ده
دلته نه ښکاري، څوک څه پېژني ستوري
عجيبه غوندې فضا ددغه ښار ده
انده ځه اوړى ترې سپينو غرو ته لاړ شو
څه لمبه- لمبه هوا ددغه ښار ده
اجمل يووخت د درد او غم او الم او کفن او وېرې او وحشت او ډار او د لوټ او تالان او وينو اوجنګونو او ننګونو شعرونه ويل،دى منتظر و،چې د ازادۍ لمر ژر راختونکى دى او داهر څه به په يوه ښايسته شاعرانه فضا بدل شي، بيابه دى دمينې سندرې نغوږي، دعشق سندرې او دمحبت او الفت سندرې خولکه چې په ازل کې يې دانه و، پرټول هېواد دوېرې او وحشت خپور ټغر لاهم خپور پاتې شو او په تېره دده سيمه خوګياڼي؛ خو يې داسې داور او بارودو په لوګيو لوغړن کړل، چې ده ته دپخواني او اوسني توپير ګران شو، ځکه خو په چيغو سر شو، په نارو سر شو، په فرياد شو او په کوکارو:
اى عشقه ستاد تګ لارې زمونږه دي ستا نه دي
منزل که زموږ نه شو مزلونه خوبه وي

اوبيا يې او وى چې:
مازيګر راشي خو ګودر او شين کتار نه لرو
زيارت اباد دى خو چيلم نه شته بنډار نه لرو
خلک مونه پرېږدي له لاسه مو ډک جام اړوي
کنه نو خپله خو له هېڅ چا سره کارنه لرو
موږ مينه هم کوو او ډېر ښکلي سينو کې ساتو
خو که ريښتيا ووايم دى خلکو کې يار نه لرو
اوس يا قربان سره غږ نه باسو او ټيټ يې وايو
ګرانې داډېره موده کلي کې سېتار نه لرو

تبصرې

تبصرې