هنیدارې او چینې

يوې سندر غاړې ته!

چې به چيرې يې د شين کلي شاعرې
اوس نه ته ښکارې، نه اورم دې سندرې
څومره ژر دې د کر کڼو وطن هير کړ
څوکره لرې ځينې لاړې زورورې

دومره لرې چې نارې نه درسيږي
اوس به غږ د ډزو نه اورې بختورې
اوس به نه ګورې څو سوي چينارونه
ړنګې دنګې کلاګانې برجورې

اوس پوهيږې! راغه ټول په دوړه پټ دی
له سپين غره راښوييدلي دي ډبرې
مازيګر د کلی ټکنده غرمه ده
ځينې ورکې ستا په رنګه ستر ګورې

چيرې لاړې يا قربان دې چيرې وړی
دلته ډير دې له ټپو ځنې منکر دي ؟
زورورې! ها سندرې بيرته راوړه
څو کسان دې له نغمو ځينې منکر دي

د کوترو په غومبر باندې مينې !
مسافرې! ښاپيرۍ دې رانه غواړي
رود دې اوس ها نيم ژواندې ټپې وايې
تږې تږې جينکۍ دې رانه غواړي
اې!چې ژوند دې و نغمو پورې تړلی
د شين کلی بلبلانو ته په ياد يې
نوم دې تل په ترنم ترنم وايې
ولا ټولو ماشومانو ته په ياد يې

ها دې ياد دي چې کوڅې قبرونه نه وو؟
هديره چې وه د شين کلی نه لرې
کوکنارګل کې به ټول کلی د رنګ جام شو
ګرځيدې به پرې کږې وږې کوترې

ها چې سپين غرونه به واورو باندې پټ شول
کونړ سيند به په څپو کړلې خبرې
جانغوزې به په ويالو کې راروان وو
يا به راغلې پکې تکې سرې ګورګورې

اوس نو ټولو غرو له څيرمې اور اخيستی
څانګې وچې د څيړيو او ګورګورو
ستا ټپې هم دي اوس ټولې ګناهګارې
ياقربان ستونې کې وچ د شمله ورو

رود پاخه جانغوزي نه راوړي له غره نه
په اوبو کې راځې څانګې د نښترو
په راغه کې د شپانه شپېلۍ ده ماته
ها خواږه غږونه نه شته د تنزرو

په زيارت کې ببر سری ملنګ مړ دی
چې چيلم به يې تل دم ته برابر وو
غنم چيرې دې ؟ مړز به چيرې کينې ؟
هر څه وړې دي له پښو سره لښکرو

نو ته چيرې يې ای مستې سندر مارې
د شينکي کلي وتلې ټپه مارې
راشه! شرنګ د شنو بنګړو پسې دې مړه يوو
راشه !کاڼې مو هم څارې درته لارې

راشه راشه! چې سور بيرته ترانې کړو
راشه، راشه! راستنې چې زمانې کړو
راشه راشه! چې سکوت د خومار مات کړو
راشه بيا به غبرګې پورته پيمانې کړو

۲۰۰۱ مارچ ۲۷ پيښور

تبصرې

تبصرې