شعرونه په غږ کې غږ اوانځور هنیدارې او چینې ویډیو

اسحق ننګیال ته د هماغه پر کرښه

ارواښاد اسحاق ننګيال ته دهماغه پر کرښه، او د هغه د شعرونو له اغیز سره .

ډیکلمه : ت . محبوب شینواری

لا په کلي باندې سيورى دخنجر دى
”نه ساقي شته، نه جانان شته، مازيګر دى“

ددې ښار ښاپېرۍ اوس هم پټې ګرځي
لا يو څوک د ديو په شانې زورور دى

لاکمر، کمر او بوټى، بوټى وېره
لا تراوسه خو دې غرونو کې خطر دى

د پاچا جلاد دی تور ماسک غورځولی
اوس د ټولو سپاهیانو سرلښکر دی

لا د شپې په زړه کې ډیره جوکه پاتې
مرور لا له شینکي اسمانه لمر دی

په دیرو کې مو نه سیوري نه شملې شته
او چېلم هم لا تر اوسه مساپر دی

غنم اوس هم په تنکي وږي کې سوزي
هر لښتي او هر کاریز کې مو سنګر دی
یو ښامار له غره نه اوس هم راکوزیږي
لا تر اوسه یې قلنګ پر دې ګودر دی

لا دمينې کروندې ته دي شپې پاتې
د ماشوم، ماشوم په سترګو کې مو شر دې

اوس هم هره شپه له لرې مالومېږي
لګيدلى اور هماغسې په غر دى

پرتنکيو جينکیو مرګى پلوري
دګودر پر غاړه ناست تورجادوګردى

اوس هم هاغسې بي سره تنې باسي
لا ژوندى د کلي هغه انځورګر دى

شپه به هم يو وخت کوچۍ شي کوچ به وکا
”خو مات شوى مو مړوند د سپين سهر دى“

لا له کلي نه د تيښتې لارې ورکې
چې ترې لرې ولاړه هغه بختور دى

نه باران شته ، نه جانان شته دى ننګياله
”څومره تږى دپېړيوموساغردى“

پيښور ١٨-٢-٢٠٠٢

تبصرې

تبصرې