لومړني څه مې چې په یاد راځي، روسۍ الوتکه وه چې زموږ پرکلي به ټیټه تیریده او پر لاندې ” پاچا کلي ” به یې د بمونو ځولۍ تشوله.
موږ چې بهر لوبې کولې مور مې راپسې را ووتله او څو یې چې کور ته ستنولو نو موږ پر پاچا کلي د بمبارۍ ښه اوږده ننداره کړې وه. د پاچا کلي څخه د پورته کیدونکو دودونو تصویر مې لا هم ذهن کې شته.
د روسانو تر دې بمبارۍ را وروسته زموږ د کلي او بمونو ترمنځ تړون پوخ شو.
لومړۍ خو روسي بمونه او بمبارۍ وي، ورو ورو زموږ د کلیوالو هم د بمونو د کارولو چلونه زده کړل.
یو وخت مې د یو مجاهد خپلوان کور کې دیګي ته ورته یو څه ولیدل چې په خونه کې ډیر لوړ او خوندي ځای کې ایښی و. ویل کیدل چې دا د ټانک ضد بم دی چې هغه وخت مجاهدینو په لارو کې روسي ټانکونو ته اېښودل.
لا لږ موده نه وه تیره چې یو شمیر کلیوالو د سوک او څپیړې جنګونه هم یو بل ته خپلو کې د بمونو تر اېښودلو ورسول.
په څلورم ټولګي کې وم چې د خپل ژوند لومړنۍ شعري ټولګه مې ولوسته، دا د جهادي شاعر ښاغلي غروال ” بمونه او غمونه ” وه .
تر هغې را وروسته مې نو ډول ډول بمونه او په بیلابیلو بڼو یې کارول ولیدل.
د اینځر په ونه کې بم، په پټي کې بم، په دښته کې بم، د لوبو په وسایلو کې بم، د کور په مخ کې بم، لوبغالي کې بم، بازار کې بم، په لویه لاره کې بم، لاسي بمونه، چسپکي بمونه، د سړک د غاړې بمونه، د پرسونل ضد بمونه، په واسکټونو کې بمونه، پټکي کې بمونه، په بایسکل کې بمونه، موټري بمونه، ځان مرګي بمونه، د ناټو بمونه، امریکايي بمونه، ایراني بمونه، پاکستاني بمونه، چینايي بمونه، خوشه يي بمونه، کلسټر بمونه، نیپال بمونه، قلمي بمونه ….
لنډه دا چې د روسانو له یرغل وروسته په درې څلور لسیزو کې داسې هیڅ ځای او هیڅ شی پاتې نه شو چې په کې دې بم نه وي اېښودل شوی او یا دې د بم لپاره نه وي کارول شوی.
خو د بمونو ددې دود پیل د روسانو له یرغل څخه وشو، د بمونو ددې نه ورکیدونکې پدیدې مسول هغه ټول کسان دي چې په یو ډول نه یو ډول یې افغانستان ته په بمونو د بار روسي الوتکو او ټانکونو د راتلو ز مینه برابره کړه. هرکلی یې وکړ او د همدې بمونو پر زور یې د خلکو پر زړونو د واکمنۍ د ټینګولو هڅه وکړه.
منم چې نورو تر دوی وروسته بمونه په لا ډیر وحشت وکارول، بیلابیلې بڼې یې ورکړې، خو راځئ دا به نه هیروو چې دا کیسه په افغانستان د شوروي له یرغل پیل شوه او د شوروي له دې یرغل سره ګڼ شمیر لوستو افغانانو مرسته وکړه او په خپلو اوږو یې افغانستان ته یوازې شورویان نه بلکې بمونه او د بم کارونې دود هم راوړ.