څه له سمې څه له غرونو

پر خپل ایمان ویریدلي خلک

خلک ویریدلي وو، پر خپل ایمان ویریدلي وو. ملامت نه وو، ویره یې بې ځایه هم نه وه . د ښار واعظانو ، ملایانو ، د ملي شورا غړیو ، ویب پاڼو ، لیکوالو، او ان حکومتي چارواکو هره ورځ ښار ته د یوې ننوتې مرموزې ناروا پدیدې یادونه کوله . داسې یوه ناروا پدیده چې ویل یې له خلکو ایمانونه لوټي .

د حکومت تنخوا خورو واعظانو د ښار په جوماتونو کې خلک په خپل ایمان ویرول ، جهادي مشرانو په خپلو سیاسي ویناوو کې هم ددې مرموزې ناروا پدیدې یادونه کوله چې د دوی په وینا د خلکو ایمان ته یې ګواښ پېښ کړی . د ملي شورا یو شمیر غړیو د پارلمان په غونډو کې دا مرموزه پدیده یادوله او خلکو ته یې سپارښتنه کوله چې د خپل ایمان خیال وساتي .

یو شمیر ظاهرا اصلاحي لیکوالو بیا دا ناروا او مرموزه پدیده د صلیبي او یهودی هڅو یوه برخه ګڼله او په خپلو ویب پاڼو ، فیسبوکي پوسټونو او لیکونو کې یې ټینګار کاوه چې د ښار د خلکو ایمان په خطر کې دی .

ټول ښار په خپل ایمان ویرول شوی و . ټولو یو بل ته شک په سترګه کتل او پر خپلو سینو یې لاسونه ټینګ ایښي و څو یې ایمان او مسلماني ترې څوک ونه لوټي .

ویره خوره وه . خو هغه ناروا او مرموزه پدیده چې د ښار واعظانو ، ملایانو ، لیکوالو او د شوراګانو غړیو یې یادونه کوله څرګنده نه وه چې چیرې ده . ټول ښار یې په لټون بوخت و .

ځینو د تلویزونونو په هیندارو کې د دوی ایمان ته نغښتی خطر لټوه او په مشکوکو سترګو یې خپرونې څارلي ، ځینو نورو بیا د ښار د یو شمیر نجونو په تنګو پتلونونو کې د دوی ایمان ته په پېښ ګواښ پسې سترګې ځغلولې.

ځینو د ښار د حاکم فرانسوي ږیره او بهرنۍ میرمن خپل ایمان ته خطر باله، او ځینو بیا ویل چې اصلي خطر هغه میرمن وه چې د ښار د بولهوسو او کوڅه ډبو ځوانانو نه د خوندیتوب لپاره یې اوسپنیزې جامې اغوستې وي .

ځینو یو بل ته د شک په سترګه کتل او د یو بل په سترګو کې یې د هغې ناروا لټه کوله چې د ښار واعظانو ترې ویرولي وو .

په خپل ایمان ویرول شوی ښار نه پوهیده څنګه له هغې مرموزې ناروا پدیدې ځان وژغوري چې ویل کیږي د ښار د خلکو ایمانداري ازمويي. ټول یې په لټه وو، ټول پسې ګرځیدل، چې دغه ویرونکې او ناروا پدیده ومومي او له ښاره یې وباسي ، څو په خپلو ایمانونو ډاډمن شي .

د ویرې او ډار په همدې اضطراب کې د ښار یوه کوډګر نارې کړې. په زوره یې چیغې کړې ویل یې د ښار د خلکو ایمان ته پېښ خطر یې موندلې دی . دا مهال هغه ګواښ چې ځینو ملایانو ، واعظانو ، د ملي شورا غړیو او لیکوالو یې یادونه کوله د کوډګر په وړاندې ولاړ و . دا په تور ټیکري کې نغښتې فرخنده وه چې یوازې دوه ځلیدونکې او ویریدلې سترګې یې ښکاریدې .

پر خپل ایمان ویریدلي ښار لکه ورکه یې چې موندلي وي . هیجاني شول، لیونیان شول ، سترګې یې پټې کړې ، غوږونه یې کاڼه کړل ، او کاڼو ته یې لاس کړ.

د ښار کوڅه ډبو ځوانانو ته لکه په ژوند کې د لومړي ځل لپاره چې د غزا چانس په ګوتو ورغلی وي .

جنون ، وحشت او بربریت د ښار په واټونو کې نارې ووهلې .

پر ممبرونو د ناستو واعظانو له خولو د خوښۍ چیغې پورته شوې . سیاستوالو د زنده باد نارې کړې . په خپل ایمان ویریدلي پولیس په خپلو خونو کې پټ شول او له خدایه یې پر خپل ایمان سربیره د خپل سر د خوندیتوب دعاګانې پیل کړې .

په ماڼۍ کې ناست د ښار حاکم ولړزیده ، پر خپل ځان شکمن شو، او په خپل لومړني بیان کې یې د ښار د خلکو د ایمان پر ساتلو ټینګار وکړ .

تبصرې

تبصرې