څه له سمې څه له غرونو

اپریل په امریکا او کاناډا کې د شعر ملي میاشت

د امریکا په متحدو ایالتونو کې هره د اپریل میاشت د شعر د ملي میاشتې په توګه لمانځل کیږي . دا لمانځنه د امریکايي شاعرانو د اکاډمۍ له خوا د شعر د لمانځنې لپاره ترسره کیږي او پیل یې له ۱۹۹۶ م کال راهېسې شوی دی .

د امریکايي شاعرانو اکاډمي په خپل ویب سایټ کې د اپریل په میاشت کې د ځايي مشاعرو د ځای او نیټو په اړه معلومات خپروي او همدارنګه د ښونځیو استادانو ته وړیا درسي مواد برابروي څو په ټولګیو کې دا ورځ ولمانځي . د اپریل میاشت په کاناډا کې هم شعر د ملي میاشتې په توګه لمانځل کیږي .

په ۱۹۹۸ م کال کې د امریکايي شاعرانو اکاډمي د امریکا د شعر او سواد له پروژې سره یو ځای شوه او ددې کال د اپریل په میاشت کې یې له نیویارک تر کلفورنیا پورې د شعر سل زره کتابونه وړیا وویشل .

د همدې کال د اپریل په دوه ویشتمه نیټه په سپینه ماڼۍ د هغه وخت امریکايي ولسمشر بیل کلینټن او میرمن یې هیلري کلینټن د مشاعرې یو لوی جشن جوړ کړ چې لویو امریکايي شاعرانو رابرټ پینسکي ، رابرټ هاز او ریتا ډب په کې برخه لرله .

په ۲۰۱۲ م کال کې د امریکايي شاعرانو اکاډمۍ یوه بله پروژه پیل کړه چې په ترڅ کې یې له زده کونکو غوښتل د اپریل په میاشت کې ورسره شعرونه ولولي او و لیکي . له دې پروژې سره د وړکتون څخه نیولې تر دولسم ټولګې پوري د ښونځیو ښونکو ته درسي پلان هم مل و.

د تورانو د تاریخ د میاشتې په څیر د شعر د لمانځنې ملي میاشت په امریکا کې په تیرو څه کم شلو کلونو کې په رسمي او غیرې رسمي لارو وده کړې او دا په نړۍ کې د ادبیاتو تر ټولو ستره لمانځنه کڼل کیږي .

هر کال په امریکا او کاناډا کې خپرندویه ټولنې ، کتاب پلورنځي، کلتوري او فرهنګي ادارې ، زده کوونکي ، استادان او نور د اپریل میاشت د شعر د ترویج او خپرولو لپاره کاروي .

خپرونکي ادارې په اپریل میاشت کې د شعر کتابونه خپروې او بازار ته یې را باسي . ښوونکي او کتابتونونه په دې میاشت کې د شعر پر کتابونو او په دې اړه پر بحثونو تمرکز کوي . او کتاب پلورنځي د شعر لوستلو ځانګړې مشاعرې جوړوي . یوازې په همدې میاشت کې په امریکا او کاناډ کې د شعر میلونونه کتابونه پلورل کیږي .

په امریکا کې اپریل د شعر د ملي میاشتې په توګه د ولسمشر بیل کلینټن له خوا اعلان شوه. نوموړې په دې اړه په ۱۹۹۶ م کال کې په یوې خپرې کړې اعلامیې کې وویل

” د شعر د ملي میاشتې لمانځل نه یوازې دا چې موږ ته فرصت راکوي څو د خپلو پخوانیو شاعرانو د بېسارې ادبي پانګې لمانځنه وکړو بلکې د هغه شور او تنوع لمانځنه هم ده چې د امریکا د نن ورځې په شاعرۍ کې انعکاس کوي …. ددوی نوښتونو او ژبنۍ پانګې زموږ کلتور بډای کړی او نوي امریکايي نسل ته یې ددې فرصت برابر کړی چې د لیک و لوست ځواک تر ټولو په غوره لاره زده کړي .”

په همدې کال د امریکا په متحدو ایالتونو کې د نیویارک ، لاس انجلس ، شیکاګو ، واشینګټن ډي سي په شمول د ګنو لویو او وړو ښارونو ښاروالانو هم د شعر د میاشتې د لمانځلو په اړه ورته اعلامیې خپرې کړې .

په امریکا کې ګڼ فرهنګي فعالان او هغه کسان چې د ځوان نسل په روزنه کې لاس لري ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو نورو کارونو ترڅنګ دې شعر ولیکي ، او ودې لولي. دوی په دې باور دی چې شعر لوستل او لیکل له ځوانانو سره د بیان د ځواک په پیاوړتیا ، د هغوی د ژبنې مهارت په زیاتیدو او د نویو نظریو په پراختیا او پنځونو کې مرسته کوي او هغوی ته د ښه فکر کولو ځواک وربښي .

د امریکايي شاعرانو اکاډمي تمه لري چې د ۲۰۱۵ م کال د اپریل په میاشت کې په ورسره د شعر په لمانځنه کې په لسګونو میلونه لوستونکې ، زده کونکي ، ښونکي ، کتابتونونه ، خپرندویه ټولنې فرهنګي او کلتوري ادارې او شاعران د نورو کلونو په څیر برخه واخلي .
http://www.poets.org/

تبصرې

تبصرې