څه له سمې څه له غرونو

د کندهار میوند ولسوالي یوه نا اشنا ناروغي ګواښي

د کندهار میوند ولسوالۍ لسګونه ښځې ، سړي او ماشومان په یو ډول دردناکه جلدي ناروغۍ اخته شوي دي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري .

د سیمې خلک او ددې ولسوالۍ ولسوال وايي چې دغلته د حکومت له واکه په وتلو سیمو کې د هوا له لارې په کوکنارو دوا پاشل شوې چې د دوی ونې ، فصلونه ، اوبه ، خواړه او نور چاپیریال یې ککړ کړې دي .

دوی وايي دا جلدي ناورغي چې ګڼ خلک یې اغیزمن کړي د همدې دوا له کبله ده . په سیمه کې یو زوړ او بې امکاناتو روغتون د ناروغانو د درملنې ماتې ګوډې هڅې کوي .

پکار ده چې لومړۍ خو په دې اړه مرکزي حکومت څیړنې وکړي چې ایا ريښتیا نړیوالو ځواکونو د هوا له لارې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره کوم کیماوي مواد شیندلې کنه ! که داسې شوي وي ، دا نه یوازې په یوه سیمه کې د کوکنارو له منځه وړي ، بلکې د سیمې انسانانو ، څارویو، فصلونو ، اوبو او نور چایپریال ته جدي ستونزې پیدا کوي چې باید مخه یې ونیول شي .

همدارنګه د عامې روغتیا کابل میشتی وزارت هم باید د میوند ولسوالۍ کې ددې سختې جلدې ناروغۍ په اړه څیړنې وکړي او د درملنې لپاره یې بیړني اقدامات وکړي .

تبصرې

تبصرې