بې ټولګې شعرونه

بې کاري

ویل یې ، څه شی کوي؟
ما وې ، شاعر یم شاعري کومه
ویل یې، نه !
مطلب مې دغه نه دی
وایم، چې څه کار کوې ؟
ما وي همدا کار کوم!
له شنه سهاره تر ماښامه پورې
او له ماښامه تر سهاره پورې
سندرې اخلمه ، سندرې پلورم
ښار کې پر ماتو او ګونګیو زړونو
نوې کیسې نوې خبرې پلورم
کله سلګۍ، کله ژړا ټولوم
کله ښایست، کله خندا ټولوم
کله مې ذهن له چاودنو ډک شي
له غورځېدلو قامتونو ډک شي
کله ګلاب ، کله رباب ته تم شم
کله ګناه ، کله ثواب ته تم شم
کله خوږې کله ترخې سندرې
راټولوم ښار کې خورې سندرې
سړی مسکی شو، او په ورو یې ووي:
که کار همدا وي ، بې کاري به څه وي؟
ما وي ، زه هیڅ بې کاره شوی نه یم
له شنه سهاره تر ماښامه پورې
او له ماښامه تر سهاره پورې
سندرې اخلمه ، سندرې پلورم
ښار کې پر ماتو او ګونګیو زړونو
نوې کیسې نوې خبرې پلورم
نو د بې کارۍ په مانا نه پوهیږم
زما ټول عمر د سندرو کاروبار کې تیر شو .
—-
۲۰۱۵ مارچ ۱۵
پراګ ، چک جمهوریت

تبصرې

تبصرې