بې ټولګې شعرونه

خدای پاماني – غږ او تصویر

دا شعر مې فرخندې ته لیکلی و چې په کابل کې د ټولنیز جنون قرباني شوه

فرخندې ته چې په کابل د ټولنیز جنون او وحشت قرباني شوه

څو ویرونکې کوڅې
څو وحشي څیرې
څو کرکجنې سترګې
څو بې څانګو ونې
څو ماتې شوې ګلدانۍ
څو مات ورزې کوترې
او یوه وچه ویاله
له لیوانو په دې ډک ښار کې
نور هیڅ نه شته چې ورته تمه شم

********
څو مرموز ستوري
څو تیاره څراغونه
څو ګرد وهلې پیکي
څو نااشنا سترګې
څو زاړه کتابونه
څو بې اغیزې تعویزونه
څو وحشي منګولې
او یو څو نوي موبایلونه
دلته رانه هیڅ نه دي پاتې
چې مخ ورستون کړم

******
د ښار څو سپيره واټونه
څو ترخې خبرې
څو کرکجنې سندرې
د څو بد مستو سپکې نارې
د انګړ یوه ماته دروازه
د کور یو سوړ نغری
له ډوډۍ یو خالي شکور
د کوڅې مخ ته
د څو وحشیانو بولهوس کاته
او د یو زورور د یاغي موټر
له ټایرونو پورته شوي ګردونه
دا په مخ ورستنولو نه ارزي

******
دا څو ویرونکې لارې
څو تیاره واټونه
له وحشتونو ډکې سترګې
او له هوس ډک نظرونه
تاسو ته مبارک شه !
ای په ښار کې میشتو لیوانو!
زما د تلو لاره پریږدئ!
زما د تلو لاره اسانه کړئ !
دلته نور هیڅ په تم کیدو نه ارزي

۲۱ مارچ ۲۰۱۵

تبصرې

تبصرې