څه له سمې څه له غرونو لیکنې

ته درځه دلته د جل کيسه اوږده ده

زموږ د مړې او ژوندی سړی و، په پراګ کې موږ د افغانانو د یوې وړې ټولنې په توګه پر ده راټول وو. له دفتري کارونو وراخوا که به مو ختم و ، دې به د قران مجید د سيپارو سره لومړنۍ کس و چې د ختم ځای کې به ناست و . که دودیزې ورځې او د خوښیو مراسم به وو، تنظیمول او سنبالول یې دده مسولیت و .

اخترونه ، نوی کال او نورې دودیزې ورځې مو پر ده ابادې وې . ده به تنظیمولې او ده به دلته په مساپرۍ کې وخت ناوخت افغانې کورنۍ یوځای ته سره راټولولې .

د کلتوري او دیني مناسبتونو ځانګړی خیال یې ساته . تیره روژه کې ناروغ هم و او روژه یې هم نیوله نو یې وزن ډیر کم شوی و، ورته مې وویل: الکوزی صیب ، ناروغ یې روژې به قضايي ونیسي .

خندل یې : پيره روژه له سړي ګناهونو تویوي او کله چې د چا له تنې ګناهونه کم شي وزن یې هم کمیږي او له دې سره یې په کړس وخندل …

ارواښاد جان اقا الکوزی یو ریښتینی افغان ، ريښتینی مسلمان او ښه ژورنالیست و . له وطن سره یې دومره مینه وه چې کله به ننګرهار ته ولاړ تر میاشتو میاشتو به یې له هغه ځایه راوړې کیسې نه تمامېدې . څو ځل یې هڅه کړې وه چې له اوږدې مساپرۍ وروسته هلته وطن کې ځان ته کار پیدا کړي او هملته پاتې شي .

تل به یې د خپلې دې هیلې په اړه راسره خبرې کولې خو دریغه! چې تر پایه مساپر پاتې شو او وطن کې د اوسیدو هیله یې پوره نه شوه .

له خپل کار او مسلک سره یې لیونۍ مینه لرله . هره توری ، هره کلمه او هره جمله یې په پوره ایماندارۍ او صداقت لیکله او په هماغسې صداقت او ایماندارۍ یې تلفظ کوله . زما به یې هیڅ کله هغه موسکا له یاده ونه وځي چې په سټوډیو کې به یې په خبرونو کې د نا اشنا چینايي نومونو له تلفظ وروسته( چې ده به شرنګ تلفظ کول) په شونډو ځغلیده .

د کار پر مهال یې له مسلو سره تر بل هر چا ډير مسلکي چلن کاوه. نه په ژبینو او قومي تړاونو کې ښکیل و او نه په سیاسي لورو پورې تړلی و. بلکې تر پای د عام ولس پلوي و، او د خپل کار پر مهال یې تر وروستۍ شېبې خپله مسلکي امانتداري وساتله .

لوی خدای ج دې جان اقا الکوزی وبښي . کورنۍ او دوستانو ته دې خدای صبر او اجر ورکړي .

جان اقا الکوزی د هیریدو نه دی .هغه به تل د خپلو دوستانو ، خواخوږو او مینه والو په حافظو کې وي .

سوې تنده د پیړیو میلمنه ده
ته درځه! دلته د جل کیسه اوږده ده

تبصرې

تبصرې