له نورو لېکوالو

اجمل اند؛ د پښتو ژبې د معاصر شعر کلیوال انځورګر

لیکوال : سردارشاه احسانمند

د ښاغلی اند شاعري ښکلې، روانه ،سلیسه، هنري د کلیوالو انځورونو ، تشبیحاتو او استعارو ډکه شاعري ده.اند په خپله شاعرۍ کې د کلي، ګودر ، د سپین غر د نښترو، د زاڼو، د کلي د شنو منظرو ، پولو پټیو او حتا د کلي د هدیرې د جنډو انځورونه داسې را اخلی چې کټ مټ کلی دې سترګو ته دریږي لوستونکي به داسې احساس وکړی ته به وا چې همدا اوس په کلی کې همدغې نندارې ته ناست او په ژوندۍ بڼه دغه ننداره ګوري.که د اند شاعري یو مساپر چې له کور کلی لرې په پردی وطن کې د غربت ورځې شپې سبا کوي ولولي ، نو هماغه شیبه به داسې احساس وکړي چې همدا اوس مازدیګر دی د کلي کور پیغلې منګی تر څنګ ګودر ته روانې دي. د سپین غر په نښترو کې زاڼې او چڼچڼې په هوا کې خپل وزرونه پړقوی او مساپر هم د سپین غره په لمن کې یا د ګودر په غاړه ناست او د دغو ټولو انځورنو ننداره کوي روح او روان یې خوند ترې اخلی.

لکه دا بیتونه:ـ

شپونکی وم د ځنګله د ترانو ژبه مې زده وه
له هرې یوې څانګې سره تار مې درلوده

په شور کې د ټپو شرنګ د بنګړو کې به ویده شوم
ګودر ومه د نجونو مست کتار مې درلوده
اند که د ګودر د څو لسیزو مخکې پیغلو یادونه او ګودر ته د تګ خبره په ډېر خوند او رنګ کوي او هماغه پخوانۍ د امن تصویر دې سترګو ته دروی شی ، نو اند د دې زمان په ګودر کې د منګي د ټوټو او د ټوټې ،ټوټې منګې د څښتینې پیغلې یادونه او تصویر هم په ښه شاعرانه ډول را اخیستلی شي.
لکه دا بیتونه:ـ

منګیه خدای خبر که بیا یې غیږ کې خوب ووینې
نن یې پر شونډو د سلګۍ په څېر ټپه رپېده

یو چا پرې کښلې وه په لاس د شهادت کلیمه
پر یو واړه قبر تازه نوې جنډه رپېده

اند د سپین غر د سوزېدلو نښترو او په هغو کې د ناستو زاڼو د سویو وزرونو ساندې او چِغې په خپل غزل کې داسې را اخلی او د لوستونکو سترګو ته یې دروي.

د زاڼو ډله دې له لوړو څوکو وانه وښته
سپین غره غېږ کې دې والله بنګړی بنګړی لویدلې

درنو لوستونکو که کاروان دا خبره کوی شی چې:ـ

شاعر سړی یمه ریښتیا به وایم
دا ښکلی نه دي دا مې ډېر خوښیږی

نو اند هم په ښکلو مین شاعر دی په خپلو غزلو کې یې د ښکلو د ښکلا ستاینه په ښکلې او شاعرانه ډول کړې ده. اند د کلیوالې پیغلې غټې تورې سترګې، تور باڼه، برابر اندام په نیکریزو سره لاسونه او پښتنه کلیواله حیا‌ء تل په خپلو غزلونو کې یاده کړېده .

لکه دا بیتونه:ـ

د ګوګل خونې ته مې لمر غوندې راتېر ښکلی دی
د زړه له ستوري مې د شپول غوندې چاپېر ښکلی دی

لکه هلمند څپه ،څپه ،ښکلا ،ښکلا روان وي
لکه اوبه، لکه شیدې، لکه پنېر ښکلی دی

اند به د کلی داسې انځور نه وی پریښئ چې هغه به په کلی کې شتون ولري او ده به پخپله شاعرۍ کې نه وي راخیستی، هغه د کلی د ټولو ښکلاګانو تصویرونه په خپلو شعرونو کې ځای کړی او هغه یې تر خپلو مینوالو د شعر په خوږه او روانه ژبه ور رسولی دی.د اجمل اند شاعري یوازې د غزل په فورم کې نه ده ، هغه په ډېرو نور شعري قالبونو کې شعرونه جوړ کړي او ویلی یې دي .لکه:ـ غزل ، نظم، رباعي ، څلوریزه ، ازاد شعر او داسې نور…

اند په نظم لیکلو کې هم د کمال تر درجې رسیدلی، ښایسته نظمونه یې لیکلي او خپلو لوستونکو ته یې وړاندې کړی دی.

هغه ورځ

لږه تم شه! ښایي هغه ورځ به راشي
زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي

هېڅ بدرنګه به په ښار کې پاتې نه وي
او مجنون به موده پس له صحرا راشي

هغه ورځ چې د خومار دور به تېر وي
ملنګان به ځای ځای ناست وي بنګ به ډېر وی
سیند به ستا یوې خوږې خندا په څېر وي
هلکان به له ربابه راچاپېر وي

داسې ورځ چې اندېښنه به لېونتوب وي
د هر لفظ مانا به بشپړ مئینتوب وي
تر سبا به کنډولی د بنګو ویشي
تښتېدلی له ساقی څخه به خوب وي

دا دېوان به له ېوې څېرمې ګونګي وي
ښاپېرۍ به مېلمنې دغره د رود وي
د هر چا به پوره زر سندرې زده وي
او مچکه به تر ټولو وړ سرود وي

د ظالم پاچا به ورانه پاچایي وي
په هر څه به بس د حسن واکمنی وی
ربابی به د دربار په منځ کې ناست وي
او وزیر په ځنځیرونو کې بندی وي
هغه ورځ به واړه ښار یو ټپه وي
دا ټوپک او څوکېدار به پکې نه وي
بې ځنځیره به د هر کور دروازه وي
او کلپونه به نو هېره افسانه وي

لږه تم شه ښایي هغه ورځ به راشي
زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي
هېڅ بدرنګه به په ښار کې پاتې نه وي
او مجنون به موده پس له صحرا راشي
ښاغلی اند په ازاد شعر لیکلو کې هم پوره لاس لری، په ازادو شعرونو کې هم د خپل کلی د ښکلا ملکې او د خپل شاعرانه خیال د ناوې سره خوږې شاعرانه خبرې کوي او هغې ته د شعر سپینې جامې ور اغوندی .

لکه دا ازاد شعر:ـ

یو ښکلی ته

جانانه پام کوه چې ونه خاندې
د کرکې ښار ګوره د ویرې ښار دی
ته لا تنکۍ یې پر دې نه پوهیږې
چې کرکه وال خندا زغملی نه شي
د دوی د سترګو دا بې نوره کسي
په مینه ښکلو ته کتلی نه شي
جانانه پام کوه چې ونه خاندې
دلته یې هر څه ته یو برید ټاکلی
خندا ته هم برید دی
ښکلا ته هم برید دی
یوازې کرکه ده چې هاغه نو بیا
پوله او ټک نه لری
جانانه نه به خاندې
ته څه خبر یې چې ته وخاندې نو
بیا ستا ښکلا لکه د مست هلمند څپه څپه شي
ته څه خبر یې چې ته وخاندې نو
بیا ستا ښکلا ته ښاپېرۍ ګوته پر غاښ پاتې شي
او د کرکې ښار دومره بې بریده ښکلا چېرته زغمی

جانانه نه به خاندې
هسې نه څوک دې
د دې تاندې ځوانۍ
د دې تنکۍ ښکلا د هیلو غوټۍ
لکه د کرکې د دیوانو لاس ورژوي
بیا به له ځان سره غږیږې او همدا به وایې

«چاته مې څه بد رسیدلي
زه خپل ښایست د هر سړي دښمنه کړمه».

د اند شاعري د موسقۍ په قالب کې د سندرغاړو په ښایسته اوازونو هم زمزمه شوې ده. د پښتو ژبې تکړه غزل بول سندرغاړی کرن خان د اجمل اند شاعري د خپل غږ او موسیقۍ د رباب د تارونو سره زمزمه کړې. کرن خان د اند د هېندارې او چینې شعری ټولګې څخه دا غزل انتخاب، هغه ته یې د موسیقۍ جامې وراغوستی او بیا یې د سندرو مینوالو ته وړاندې کړی دی.

غزل

دا زړه ، هغې نارې کړې چې له چانه پاتې شوی
ما ژر ټتر ته لاس کړ، ما وې ، مانه پاتې شوی

راځه! چې د یو عشق په نوم له سره لمونځ شروع کړو
له مانه هم دا ډیر عمر جانانه پاتې شوی

ښایست د دنګو نجونو د چیلم په لوګی پلوری
د کلی په خانانو کې ناځوانه پاتې شوی

سرخی مې په لیمو کې څه د بنګو خومار نه دی
بل اور دې چې د اوښکو له کاروانه پاتې شوی

په شونډو کې ټپې ، لاس کې ټوپک، سترګو کې اوښکې
عادت دی راته داسی له بابا نه پاتې شوی

هو ، یاد مې دی، یو وخت راته دا زړه یو چا داغلو
دا ټپ مې پر سینه له ډیر پخوانه پاتې شوی

های، ودریږه ! لږ تم شه کنه هیڅ به پاتې نه شی
وروستی ګل مې په ګوټو کې توپانه! پاتې شوی
د اجمل اند شاعري له سندرغاړو پرته هغو ځوانانو چې د کایناتو خالق ښکلی طبیعی غږ ورکړی دی، ترنم او په ډېرو مشاعرو کې یې د اند د غزلو په ترنم کولو د ناستو شاعرانو، ادیبانو او مینوالو د زړونه شعری تنده ورماته کړې او هغوی یې د ترنم په ټال زنګولی دی. یو له دغو ځوانانو څخه بخت جمال کریمی دی چې ډېر خوږ او زړه بګنوونکی غږ لری، چې د ډېرو مینانو په زړونو د ترنم د ملهم پټی ږدی.بخت جمال کریمی د ښاغلی اند ډېر غزلونه په خپل خواږه غږ کې ترنم کړی دی، چې یو یې له هغو غزلو دا دی…

لاس کې مې ایښی دی ښکاره دی زړه مې
لکه نښتر اره ، اره دی زړه مې

په کې ښه ډېر څلی او ډیرې جنډې
منې اوس لویه هدیره دی زړه مې
که د دې کلیوال انځورګر شاعر په شاعرۍ هر څومره خبرې وشی ، نو بیا به هم د کمښت احساس موجود وی.د اند شاعري کلیواله انځوریزه شاعري ده لوستونکی ترې ډېر خوند اخلي ، په لوستلو یې هېڅکله نه ستړی کیږی . ځکه شاعر پخپلو غزلو سره لوستونکی د کلی د ښکلا او ښایستونو نندارې ته له ځانه سره بیا یي . د کلی د ګودر نندارې ته یې کینوي ، نو همدا دلیل دی چې ډیری ځوانان د اند شاعري خوښوی او خوند ترې اخلی.زما هم د اند شاعري ډېره خوښیږی ځکه چې شعر د هغه مین شاعر د زړه خبرې دی چې له زړه راپورته کیږی او د لوستونکی پر زړه کینی نو زما په زړه هم د اند د شاعرۍ فرښته ناسته ده .

غزل

کله مې ډاګ له ډاګې ولی کله غېږ راکوی
جانانه عشق دې د پیریانو د اثر په څېر دی

کلونه وشول پکې ورکې ورکې لارې ګوری
څوک مې په زړه کې د یو ستړی مساپر په څېر دی

د پرهرونو پېغلې هر ماښام راپنډې وی پرې
زما دا زړه هم سم د کلی د ګودر په څېر دی

ما وی څوک ستړی دی پر زړه مې دمه ځای لټوی
دا خو پرې بت راتراشی دا خو د اذر په څېر دی

چې چا یې ونې ، چا یې کاڼی چا مرغان ولوټل
زمونږه ژوند هم د تالا والا سپین غر په څېر دی

ماښام دې نه راځی له شونډو یې رنګونه تښتی
جانان خو ټول د کوکنار ګل د مازدیګر په څېر دی

یوازې تا باندې یې هېڅ نظر اثر ونه کړ
کنه نو اند خو د بنګال د جادوګر په څېر دی
دا بې مطلعې غزل اجمل اند په ۱۳۷۸ لمریز کال د وری د میاشتې په ۲۲ نېټه ویلی دی. څنګه چې معاصر شاعران او ادیبان وایی: د غزل هر بیت بایده چې ځانته بیله معنا او تصویر ولری او شاعران کولی شی چې په هر بیت کې یوه بیله خبره او تصویر راوړی ، نو اجمل اند هم د دې غزل په هر بیت کې بیله خبره او یو بیل تصویر راوړی دی. اند وایی:

کله مې ډاګ له ډاګې ولی کله غېږ راکوی
جانانه عشق دې د پیریانو د اثر په څېر دی

شاعر په دې بیت کې خپل جانان ته وایی: ستا عشق هم داسې لیونتوب او د هغو پیریانو د نیولو په څېر دی، لکه په کوم لیونی چې راشی او ویې نیسی. همداسې ستا عشق هم لکه پیریان ما ونیسی او بیا د هماغه لیونی په څېر مې په زمکه، زمکه وولی.

کلونه وشول پکې ورکې ورکې لارې ګوری
څوک مې په زړه کې د یو ستړی مساپر په څېر دی

په دې بیت کې اند خپل معشوقه د یوه مسافر سره تشبیح کړې ده چې له څو کلونو راهیسې د شاعر د زړه په کوڅو کې په مزله ستړې ورکې لارې ګوری او لا یې خپل تم ځای نه دی پېدا کړی د اند د مینې سفر د هغه مسافر سفر ته ورته دی چې لارې ګودرې ترې ورکې دی .

د پرهرونو پېغلې هر ماښام راپنډې وی پرې
زما دا زړه هم سم د کلی د ګودر په څېر دی

شاعر په دې بیت کې د خپل زړه د پرهرونو خبره په ډېره شاعرانه ډول کړېده. شاعر وایی: کله چې ماښام شی پرهرونه مې داسې پر زړه راټول شی لکه ګودر باندې چې پېغلې راټولې شی او په زړه باندې د پرهرونو ټولیدل یې په ګودر د پېغلو د ټولیدلو سره تشبیح کړی دی .

ما وی څوک ستړی دی پر زړه مې دمه ځای لټوی
دا خو پرې بت راتراشی دا خو د اذر په څېر دی

د اند دا بیت تلمیح دی شاعر په خپل زړه د ظلم خبره په ډاګه کړې هغه وایی چې:ما په خپل زړه کې داسې چاته ځای ورکړ چې زما زړه راتراشی. ما فکر کاوه چې دا به هم زما په څېر له بې مینې ژونده ستړی وی ، زما زړه کې به دمه شی او دواړه به یو ځای د مینې دنیاګۍ جوړه کړو ، خو دا خو هغه اذر بت شکن ته ورته دی چې بتان راتراشی. اذر د ابراهیم(ع) پلار دی او هغه بت جوړونکی وو . شاعر د خپل جانان یا د دې ستړی مساپر ظلم یې د اذر د ظلم او تراشلو سره تشبیح کړی دی.
چې چا یې ونې ، چا یې کاڼی، چا مرغان ولوټل
زمونږه ژوند هم د تالا والا سپین غر په څېر دی

دلته شاعر خپل او د ولس د لالهانده، ستړی ژوند تصویر باسی او د دې څو لسیزو جګړو بدبختۍ ته اشاره کوی، چې د افغانانو د امن او هوساینې ژوند یې د خاورو سره خاورې کړ. د افغانانو ژوند د سپین غره د هغو مرغانو ، بوټو او کاڼو ژوند شو چې مرغان یې ووژل شول ، ونې یې پرې شوې او کاڼی یې د پردو د راکټونو او بمونو د راوارول او چولو د لاسه ښکته راګذار شول.

ماښام دې نه راځی له شونډو یې رنګونه تښتی

جانان خو ټول د کوکنار ګل د مازدیګر په څېر دی

تاسې ګورئ چې شاعر د خپل غزل په هر بیت کې شهکار کړی دی هر بیت یې بیله معنا، رنګ او خوند لری. اند په دې بیت کې د خپل جانان د ویرې خبره په څومره ساده، شاعرانه الفاظو کړې ده.د شاعر جانان له تیارو ویره لری د تیارې په راتلو د هغې له شونډو ټول رنګونه تښتی، هغه سرې شونډې د ډار او ویرې رنګ اخلی، له ویرې رپیږی، د اند جانان د کوکنار د ګل په څېر نازک او د کوکنار د ګل ښکلا چې په مازدیګر کې څنګه د خلکو زړونه بې واکه کوی، د اند جانان هم د مازدیګر د کوکنار ګل د ښکلا په څېر ښکلی ښکاری او د شاعر زړه په منګول کې نیسی.

یوازې تا باندې یې هېڅ نظر اثر ونه کړ
کنه نو اند خو د بنګال د جادوګر په څېر دی

د غزل په مقطعه کې شاعر د خپل جانان یا معشوقې سره مخامخ خبرې کوی ، هغې ته وایی: جانانه زما دې جادوګر او مینه ناک نظر ستا زړه راخپل نه کړ او نه مې ته په ځان مینه کړې. په دې بیت کې شاعر خپل ځان د بنګال د جادوګر سره تشبیح کړی دی . څنګه چې د بنګال جادوګر په جادوګرۍ کې خورا نوم او شهرت لری د اند جادوګر نظر هم د هغو جادوګرو په څېر دی خو په دې جادویی نظر یې هم د خپل جانان زړه راخپل نه که او نه یې پر هغې باندې کوم اثر وکړ، نو دلته ماته هغه لنډۍ را په زړه شو چې وایی:ـ

زما نصیب کې جانان نشته
که د تاویز پر ځای ملا په غاړه کړمه

د اجمل اند دا غزل ساده ، روان ،سلیس، له کلیوالو انځورونو ډک او په تشبیحاتو سینګار شوی غزل وو. څنګه چې شعر د شاعر د زړه خبرې وی ، نو زما په نظر اند په دې غزل کې د زړه پټې خبرې ټولې جانان ته برسېره کړی دی ، هغې ته یې د مینې اظهار او د دې مینې له درده او په زړه د جوړو پرهرونو له څړیکو چغې وهلی دی . شاعر خپلې معشوقې ته وایی: ستا په مینه کې زما ګذران د هغو لیونیو په څېر شو، چې پیریان یا اثر یې ونیسی او پر زمکه زمکه یې راوولی. زه هماغسې ځان په زمکه زمکه ولم په خپل سر خاورې بادوم ، خو زما دا لیونتوب پر تا هېڅ اثر نه پرې باسی او ته لا تر اوسه د خپل غرور د بام په سر ولاړه یې.

په دې غزل کې شاعر د افغانانو د ژوند ناورین او کړاو په ډېرو ساده او خوږو ټکو کې راوړی دی ، د افغانانو د ژوند ناورین ته یې شاعرانه رنګ ورکړی، د څو لسیزو جګړو د تباهۍ نارې یې وهلی دی، د سپین غره غږ یې د افغانانو تر غوږونو رسولی، چې مرغان یې بې اسرې شول ، له خپلو ځالو وکوچېدل ، ووژل شول، د سپین غر ونې، بوټی په ډېر ظالمانه ډول پرې شول، د سپین غره ګټې د راکټونو او بمونو د چاودیدو له کبله ښکته راګذار شوې .

اند خپلې بې پروا معشوقې ته د هغه مساپر خطاب وکړ چې هرې خوا منډې ترړې وهی، لارې ګودرې ګوری، خپل لوری ترې غلط دی ، شاعر دغه مساپر ته په خپل زړه کې ځای ورکول غواړی تر څو د هغه دغه ټوله ستړیا او سرګردانی له منځه لاړه شی، خو دا مساپر دومره ظالم دی چې د هغه زړه کې ناست او هغه راتراشی.

خو په ټوله کې دا وایم چې اند زمونږ د معاصرو شاعرانو د لیکې او قطار څخه یو تکړه او پیاوړی شاعر دی، چې د نورو شاعرانو نه د شاعرۍ ځانګړی او جلا سبک لری او هغه ځانګړنه یې دا ده چې پخپله شاعرۍ کې تل کلیوال انځورنه راوړی او دغه انځورونه د شعر په خوږه ژبه خپلو مینوال ته وړاندې کوی، تر څو د هغوی شعری تنده ورماته کړی . د ښاغلی اجمل اند د ژوند او شاعرۍ ګلونه دې خدای(ج) تر ډېره زمونږ په پښتنی ادب کې ترو تازه لری، مونږ پښتانه دې خدای(ج) له داسې هستیو نه بې برخې کوی.

په درنښت
سردارشاه(احسانمند)
۱۳۹۳-۸-۲۹لمریز کال
د الوخیلو کلی

تبصرې

تبصرې