څه له سمې څه له غرونو لیکنې

د اجمل پسرلي له سمبولونو او تصویرونو ډکې لنډې کیسې

زه او اجمل پسرلي هم نومي او همکاران یوو. ښايي همدا لامل به وي چې ملګرتیا مو له لوړو ژورو ډکه ده. خو دده له لنډو کیسو سره زما ملګرتیا او لیوالتیا لکه د رود روانه ده.

داسې چې، کله یې هم چیرې پر کومې کیسې وربرابر شوی یم بې لوستلو مې نه ده پريښې. اصلا دا کیسې دومره خوږې او لنډې دي چې خپله په لوستونکي ځان لولي .

د اجمل پسرلي لنډې کیسې ډیر رنګونه او ډیرې خبرې لري او ډیر څه پرې ویل کیدای شي. خو زه یې دلته څو هغې ځینې خاص ځانګړنې یادوم چې د لوستو پر مهال مې درک کړي دي . ماته همدا ځانګړتیاوې دده د کیسو د بریالیتوب لامل ښکاري.

دده د کیسو یوه ډیره ستره ځانګړنه لنډون دی . اجمل پسرلي ریښتیا هم لنډې، لنډې کیسې لیکي . داسې ښکاري چې د ټولنیزو رسنیو په دې بوخت وخت کې چې یو لوستونکي ته هر ګړۍ لسګونه نوې لیکنې په مخه ورځي او د اوږدو لیکنو او کیسو د لوست وخت او حوصله نه لري، نوموړي په شعوري توګه خپلې کیسې نورې هم رالنډې کړي دي. دې لنډون دده د کیسو له لوستونکو سره مرسته کړې چې د سرلیک په لیدو یې په کم وخت کې تر پایه ولولي.

اجمل پسرلي په کیسو کې د لنډو جملو په کارولو خپل نثر خوږ کړی. په همدې لنډو جملو کې دده په کیسو کې ترکیبونه، تصویرونه او سیمبولونه داسې غاړه غړۍ شوي چې په ځینو کیسو یې د یو خواږه او تصویري شعر تنده هم ماتیدلی شي .

یوازې جملې یې لنډې نه دي، بلکې د کیسو نومونه یې هم لنډ، خواږه او تصویري دي لکه ” زړه، شپږ، باور، هدیره، ژوند، خاورې، کب … “

بله ځانګړتیا چې زما ورته دده په کیسو کې پام شوی هغه د کیسو لپاره د داسې موضوعاتو ټاکل دي چې ډیره سیمه ایزه بڼه نه لري، بلکې په پراخو بشري مسلو راڅرخي.

اجمل پسرلي په کیسو کې د لنډو جملو په کارولو خپل نثر خوږ کړی. په همدې لنډو جملو کې دده په کیسو کې ترکیبونه، تصویرونه او سیمبولونه داسې غاړه غړۍ شوي چې په ځینو کیسو یې د یو خواږه او تصویري شعر تنده هم ماتیدلی شي .

زموږ په ادبیاتو کې موضوعات ډیر سیمه ایز دي او که څوک یې له نړیوال لیدلوري وګوري ښايي ډیر څه په کې ورته نااشنا وبریښي.

خو د اجمل په کیسو کې موږ نړیوالتوب ګورو، کرکټرونه یې ډير په یوې محدودې سیمې پورې تړلي نه دي بلکې د پراخې بشري ټولنې غړي دي، او د مځکې پر سر د نړیوال کلي ترمنځ په ډیرو شریکو ارزښتونو او شریکو معیارونو راڅرخي.

دده په کیسو کې له داسې مسلو سره مخ یوو چې د بشري ټولنې ” نړیوال کلي“ شریکې مسلې دي لکه: ژوند، مینه، مرګ، وېره ، ناکامي، بریا … او نور…

دا د ګردو انسانانو تر منځ شریک ارزښتونه دي . البته اجمل په دې هم توانیدلی چې په عین حال کې د نړیوال کلي دا شریک ارزښتونه په یو ډول د خپلې ټولنې له روانو کړمو او ستونزو سره هم وتړي.

اجمل پسرلی په پښتنو لیکوالو کې د ګوتو په شمیر کسانو څخه دی چې لنډې کیسې یې په فني لحاظ لوستي، څیړلي او په دې برخه کې یې ” لنډې کیسې به څنګه لیکو؟ “ په څیر مهم اثار پښتو ته ژباړلي دي.

دې چارې له نوموړي سره مرسته کړې چې په فني لحاظ د کیسه لیکنې ډیرو باریکیو ته متوجې اوسي او په داسې حال کې چې د کیسو لنډون یې ماته یو ډېر نوی ګام ښکاري په فني لحاظ یې هم خپلې لنډې کیسې ښې پاللې دي .
دده ډیرې کیسې سیمبولیکې دي، په لنډو پرګرافونو کې یې سیمبولونو ( علامتونه) او تصویرونه سره پییلي دي. معلومه خبره ده چې د داسې کیسو لوستونکي باید ځانګړې و اوسي. داسې لوستونکي چې د فکر کولو لېواله وي، د اجمل پسرلي لنډې کیسې ورته د فکر او غور لپاره ډير غوره داستاني موارد ورکوي.

یو نیم ځای د کیسې لنډون ددې سبب شوی چې ځینې سمبولونه یو څه ګونګ پاتې شي، داسې چې ښايي خپله لېکوال ته روښانه وي خو لوستونکو ته ځینې سمبولونه روښانه نه دي. که څه هم دا ددې لپاره یو ښه چاره ده چې کله ناکله لیکوال لوستونکي ته هم یو څه کورنۍ دنده وسپاري، او فکر او غور ته یې وهڅوي ، خو که په ځینو کیسو کې سیمبولونه د لېکوال په خپل ځانګړي انداز نور هم روښانه شي لا به یې خوږلني زیاته وي .

میږتون – د اجمل پسرلي د لنډو کیسو تازه چاپ شوې ټولګه ده چې دده د وروستیو لیکل شویو لنډو کیسو یو شمیر یې په کې راټولې شوي. ده ته ددې ټولګې د چاپ مبارکي او لوستونکو ته یې د لوست سپارښتنه کوم. باور لرم چې لوستونکي به د اجمل په لنډکیو کیسو کې تر دې ډیر نوي او په زړه پوري شیان ومومي .

تبصرې

تبصرې