څه له سمې څه له غرونو

حکومت باید چارو او چارواکو ته خپل معیارونه ولري

په دې وروستیو کې فیسبوکي کمپاینونو او پر حکومتي پریکړو یې اغیزو ته په پام سړي سره اندېښنه پیدا شي، لکه حکومت ته چې کاري اجنډا فیسبوک ټاکي.

ټولنیزې رسنۍ د ټولنې د عامه افکارو نسبي هنداره ده او غوره خبره ده چې چارواکي په خپلو پریکړو، پالیسي جوړنې او ټاکنو کې عامه افکار په پام کې ونیسي. خو حکومت خپلې پالیسۍ، معیارونه او د چارو د ارزونې سیستمونه لري. حکومت د هیواد داسې ستراتیژیکي ګټې پیژنې چې ښايي عامه افکار پرې نه وي خبر.

پکار خو داده چې دولتي مشرتابه د همدې معیارونو، پالیسیو او چارو د ارزونې د سیسټمونو پر بنسټ ټاکنې ، ګوښه کول، او نور اقدامات وکړي .

مناسبه نه ده چې د ټولنیزو رسنیو کمپاین دې یو کس له دندې لرې کړي، یا دې یو څوک د واک پر ګدۍ کینوي .

اړینه نه ده چې د ښیوې د پېښې په څېر دې یوه ستونزه په رسنیو کې کوکارې ووهي او بیا دې د ننګرهار چارواکي لاس په کار شي.

اوس خو داسې ښکاري چې مرکزي او ځايي چارواکي یوازې هغو ستونزو ته پام کوي چې رسنیو کې په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو کې شور جوړ کړي . ګڼې داسې نارواوې او کړمې شته چې شور نه لری او دا د حکومت تر واک لاندې سیمو کې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د عامه افکارو بدلول کوم ستونزمن کار نه دی او ډیر کله مغرض او داسې لورې چې د افغانستان ګټو ته ژمن نه وي هم کولی شي ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونه وکړي او د فیسبوک او ټویټر ټرینډونه ( بهیرونه) جوړ کړي .

تبصرې

تبصرې