څه له سمې څه له غرونو

ورستۍ پېښې د تیرو هغو دوام دی …

افغانستان کې د وروستیو ورځو پېښې نادرې پېښې نه دي. داسې څه نه دي چې ګوندې مخکې نه پېښیدې. بلکې تر دې هم زیاتې وې، خو اوس د عامو خلکو ترمنځ د اړیکو او پېښو د شریکولو وسایل زیات شوي.

پرون چې کله پاکستاني ترهګر په برلین کې د کریسمیس پر یو میله ځای لارۍ موټر وروست، نو ژوندي تصویرونه یې هماغه شېبه د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې خلکو لیدل.

په انقره کې د روسیې د سفیر ویډیو هم په څو شیبو کې ټولنیزو رسنیو کې لکه ځنګله کې اور خپره شوه او افغان کارونکو هم دا ویډیو لاس په لاس کړه چې ځینو د روسي د سفیر او ځینو د ترکي بریدګر ویر ژړلو.

د دوستم او د ایشچي پېښه هم په دې بڼه نوې او تمې خلاف کوم کار نه دی بلکې د دوستم په څیر د وسلوالو ډلو مخکښو مشرانو په دې هیواد کې پخوا هم تر دې نادرې کړي، له خلکو یې سرونه پرې کړي او بیا یې بې سره تنې نڅولي.

د ښیوې پېښه او نن په ننګرهار کې د یو کوچني ماشوم د قتل پېښې هم ډېرې دردونکي دي خو نوې نه دي، داسې پېښې دا افغانستان په هره سیمه کې مخکې هم پېښیدې او اوس هم پېښیږي.

دا د ټولنیزو رسنیو برکت دی چې پېښې یې د دودیزو او واکمنو رسنیو له انحصار وویستې او ولسي ژورنالیزم یې داسې پراخ کړ چې اوس خلک له انحصاري او دودیزو رسنیو پرته خپلو کې په ډیره اسانۍ خبرونه، پېښې، معلومات او په اړه یې تاثر شریکولی شي.

دا خبره تر دې رایاده شوه چې زما دفیسبوک ملګرو کې ځینو وروستۍ پېښې د قیامت نښې بللې، ځینو هغه ستر ناورین بللی چې تر دې مخکې یې بیلګه نه ده لیدل شوي، ځینو بیا له خبرونو اوریدو او ځینو د فیسبوک له کارولو توبه ایستلې. ددې ملګرو احساس د قدر وړ دی،خو له پېښې تیښته نه کیږې بلکې د ناوړه پېښو د مخنیوي پر لارو چارو غور پکار دی.

څو چې زموږ په کلیو او بانډو کې د خلکو د فکر او شعور کچه ترې دې اوسني حالت لوړه شوې نه وي، اوسنۍ پېښې نه شي کمیدلی.

د خپلو خلکو د فکر او شعور د سطحې لوړولو لپاره لیک لوست عامول، د فرهنګي هڅو زیاتول او پراخول، لرې کلیو او بانډو ته د کتابونو، مجلو او خپرونو رسول، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول، پراخې علمي او فرهنګي غونډې جوړول او په داسې نورو برخو کې منډې ترړې پکار دي.

که مو یو ځل د خلکو د فکر او شعور سطحه د اوسنۍ هغې لوړه شوه، بیا به هر زورواکي خپل مشر نه بولي، د ماشومانو، ښځو او بالاخره د ټولنې د نورو غړیو سره به یې چلن له تاوتریخوالي او زورزیاتي ډک نه وي. هر سورږیری به ملا شاګل نه بولي او د هر چا په فتوه به تورې له تیکې نه راباسي او یو بل به خپلو کې نه خوري.

دا سمه ده چې د مځکې پر سر د انسانانو چلن هیڅکله ایډیال نه و. سړی دا هم نه شي ویلی چې یو وخت به بشر یو داسې پړاو ته ورسیږي چې تاوتریخوالی، زور زیاتی، جبر، ظلم، استعمار او نورې نارواوې به په کې ګردسره ورکې شي.

خو که هڅه وشي، نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان په نسبي توګه د انسانانو لپاره له اوس څخه بهتره ځای ګرځیدلی شي.

تبصرې

تبصرې