0,,18857347_401,00

“پردی وطن د مېړو قدر کموینه “

د مسافرۍ او کډوالۍ په درد یو څوک هغه مهال پوهیږي چې ريښتیا هم له وطن څخه لرې ولاړ شي . کله چې سړی د خپلو خلکو په منځ کې وي په شا او خوا کې له روانو ناندریو ، جنجالونو ، تاویلو ماویلو او بې کارۍ دومره په تنګ شي چې ګومان کوي له دې ځایه که بل هر چیرې او هر ځای ولاړ شي خوښ به وي. خو کله چې غرونه او سیندونه پناه کړي ، لرې وځغلي او له تشو سرابونو سره مخ شي ، بیا پوهیږي چې دا له څومړه وړو او په ځینو مواردو کې له خوږو ستونزو دومره لرې راغلی چیرې یې چې هیڅ هم خپل نه دي . ان په ونو کې چیغدونکي مرغان یې هم په ده پورې کومه اړه نه لري . په خپله ټولنه کې له وړو نادودو ددې ناخوښۍ حس کله ناکله پر سړي دومره غالب شي چې هرې لارې ته لاس اچوي څو له خپلې ټولنې او هیواد لرې هغو ټولنو او هیوادونو ته ولاړ شي چې دوی یې افسانوي ستاینې اوریدلي دي . د اروپايي ټولنې یو شمیر غړي هیوادونه، همدارنګه استرالیا او کاناډا د ګڼو افغان ځوانانو د خوبونو او خیالونو منزلونه دي چې ورته په ...

Read More »
Son-of-a-Lion-001

پښتانه او د خپل منځي دښمنیو کلتور

د پښتنو په فوکلوریکو کیسو او متلونو کې د دښمنۍ او د ښمني پاللو په اړه ګڼې کیسې او متلونه موجود دي . دا چې وايي ” پښتانه سل کال وروسته خپل بدل واخیست بیا هم خلکو ویل چې بیړه یې وکړه ” د دښمنۍ او تر اوږدو زمانو یې د پاللو غوره بیلګه ده . د پښتنو تر منځ د خپل منځي بدیو ، دښمنیو او د یو بل د وژلو کیسه نوې نه ده . خوشال خان خټک نژدې 360 کاله مخکې په پښتنو کې له همداسې یوې پدیدې سرټکولی چې تر اوسه هم روانه ده او له پخوا هم بدرنګه شوې . پښتانه واړه بدخوی دی کور پر کور کاندي غورزی یو چې سر کاندي را پورته بل یې ووهي مغزی د تاریخ په اوږدو کې له ډیرو کمو مواردو پرته دوی له خپلو سیمو په نورو پسې ډیر کم د دښمنۍ په نیت ورغلي او که له پردیو سره یې جنګونه هم کړي ډیر یې د دوی په خپل کور کې وو . نو د دښمنیو کوم دود چې د دوی تر منځ دی او په متلونو او کیسو کې یې د میړانو یادونې کوي د دوی خپلې شخصي کورنۍ او قبیلوي بدۍ، دښمنۍ او خپل ...

Read More »
12357002_940638726013291_2568673638247132729_o

نیوکې نظامونه نه نړوي

خلک ځوریدلي دي . کلي او ښارونه یې د اور په لمبو کې سوزي او د بې کارۍ کچه په تېرو څوارلسو کلونو کې تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده . ورسره د شویو ژمنو په سلو کې لس یې هم په تېر یو نیم کال کې نه دي پوره شوي . نو نیوکې به کوي ، اعتراضونه به کوي او خپله ناخوښې به څرګندوي . دا به عادلانه نه وي چې وویل شي، هر څه سمې خواته روان دي او د انتقاد لپاره ځای نه شته . او دا به هم عادلانه نه وي چې وویل شي، ټولې ستونزې د ولسمشر او دده د ملګرو له لاسه دي . خو داسې ښکاري چې حکومتي چارواکي او ملګري یې د هیڅ نیوکې زغم او حوصله نه لري. د ښاغلي نبیل په اړه له ولسمشر څخه د یو خبریال پوښتنې چې هغه یې احساساتي کړ او چیغې یې پیل کړې ددې زغم د نشتوالي او یا کموالي ښه بیلګه ده . راځئ ومنو چې لا هم د اعتراضونو او نیوکو لپاره په اداره کې ډير ځایونه شته . خلک باید پرېښودل شي چې په سیستم او روانو چارو خپل اعتراضونه په ډاګه کړي . په نیوکو نظامونه نه نړیږي بلکې ...

Read More »
ارواښاد جان اقا الکوزی پراګ کې د شهیدې فرخندې د ظالمانه وژنې د غندنې غونډه کې خبرې کوي

ته درځه دلته د جل کيسه اوږده ده

زموږ د مړې او ژوندی سړی و، په پراګ کې موږ د افغانانو د یوې وړې ټولنې په توګه پر ده راټول وو. له دفتري کارونو وراخوا که به مو ختم و ، دې به د قران مجید د سيپارو سره لومړنۍ کس و چې د ختم ځای کې به ناست و . که دودیزې ورځې او د خوښیو مراسم به وو، تنظیمول او سنبالول یې دده مسولیت و . اخترونه ، نوی کال او نورې دودیزې ورځې مو پر ده ابادې وې . ده به تنظیمولې او ده به دلته په مساپرۍ کې وخت ناوخت افغانې کورنۍ یوځای ته سره راټولولې . د کلتوري او دیني مناسبتونو ځانګړی خیال یې ساته . تیره روژه کې ناروغ هم و او روژه یې هم نیوله نو یې وزن ډیر کم شوی و، ورته مې وویل: الکوزی صیب ، ناروغ یې روژې به قضايي ونیسي . خندل یې : پيره روژه له سړي ګناهونو تویوي او کله چې د چا له تنې ګناهونه کم شي وزن یې هم کمیږي او له دې سره یې په کړس وخندل … ارواښاد جان اقا الکوزی یو ریښتینی افغان ، ريښتینی مسلمان او ښه ژورنالیست و . له وطن سره یې دومره مینه وه چې کله ...

Read More »
mujahideen-livingdaylights

خوب کې کلي ته کتار اسونه راشي

خوب کې کلي ته کتار اسونه راشي په بمونو باندې بار اسونه راشي د بري توغ پر اوږو کلي ته راوړي خو له جنګه مو په شمار اسونه راشي په لېمو کې يې تصوير د وير ښکاريږي پيښور ته له  مزار  اسونه راشي خوشال خانه! دوی ليمه ورته هوار کړي د مغولو چې  پر لار اسونه  راشي لا ټپي غر څه د خپل ژوند شيبې شماري چې شڼا شي او د ښکار اسونه راشي

Read More »
11013080_801243366619495_8564156449451111924_n

بې کاري

ویل یې ، څه شی کوي؟ ما وې ، شاعر یم شاعري کومه ویل یې، نه ! مطلب مې دغه نه دی وایم، چې څه کار کوې ؟ ما وي همدا کار کوم! له شنه سهاره تر ماښامه پورې او له ماښامه تر سهاره پورې سندرې اخلمه ، سندرې پلورم ښار کې پر ماتو او ګونګیو زړونو نوې کیسې نوې خبرې پلورم کله سلګۍ، کله ژړا ټولوم کله ښایست، کله خندا ټولوم کله مې ذهن له چاودنو ډک شي له غورځېدلو قامتونو ډک شي کله ګلاب ، کله رباب ته تم شم کله ګناه ، کله ثواب ته تم شم کله خوږې کله ترخې سندرې راټولوم ښار کې خورې سندرې سړی مسکی شو، او په ورو یې ووي: که کار همدا وي ، بې کاري به څه وي؟ ما وي ، زه هیڅ بې کاره شوی نه یم له شنه سهاره تر ماښامه پورې او له ماښامه تر سهاره پورې سندرې اخلمه ، سندرې پلورم ښار کې پر ماتو او ګونګیو زړونو نوې کیسې نوې خبرې پلورم نو د بې کارۍ په مانا نه پوهیږم زما ټول عمر د سندرو کاروبار کې تیر شو . —- ۲۰۱۵ مارچ ۱۵ پراګ ، چک جمهوریت

Read More »
DSC_0080

خدای پاماني

څو ویرونکې کوڅې څو وحشي څیرې څو کرکجنې سترګې څو بې څانګو ونې څو ماتې شوې ګلدانۍ څو مات ورزې کوترې او یوه وچه ویاله له لیوانو په دې ډک ښار کې نور هیڅ نه شته چې ورته تمه شم ******** څو مرموز ستوري څو تیاره څراغونه څو ګرد وهلې پیکي څو نااشنا سترګې څو زاړه کتابونه څو بې اغیزې تعویزونه څو وحشي منګولې او یو څو نوي موبایلونه دلته رانه هیڅ نه دي پاتې چې مخ ورستون کړم ****** د ښار څو سپيره واټونه څو ترخې خبرې څو کرکجنې سندرې د څو بد مستو سپکې نارې د انګړ یوه ماته دروازه د کور یو سوړ نغری له ډوډۍ یو خالي شکور د کوڅې مخ ته د څو وحشیانو بولهوس کاته او د یو زورور د یاغي موټر له ټایرونو پورته شوي ګردونه دا په مخ ورستنولو نه ارزي. ****** دا څو ویرونکې لارې څو تیاره واټونه له وحشتونو ډکې سترګې او له هوس ډک نظرونه تاسو ته مبارک شه ! ای په ښار کې میشتو لیوانو! زما د تلو لاره پریږدئ! زما د تلو لاره اسانه کړئ ! دلته نور هیڅ په تم کیدو نه ارزي ۲۱ مارچ ۲۰۱۵

Read More »
11149683_815299411880557_149544420585217328_o

د کندهار میوند ولسوالي یوه نا اشنا ناروغي ګواښي

د کندهار میوند ولسوالۍ لسګونه ښځې ، سړي او ماشومان په یو ډول دردناکه جلدي ناروغۍ اخته شوي دي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري . د سیمې خلک او ددې ولسوالۍ ولسوال وايي چې دغلته د حکومت له واکه په وتلو سیمو کې د هوا له لارې په کوکنارو دوا پاشل شوې چې د دوی ونې ، فصلونه ، اوبه ، خواړه او نور چاپیریال یې ککړ کړې دي . دوی وايي دا جلدي ناورغي چې ګڼ خلک یې اغیزمن کړي د همدې دوا له کبله ده . په سیمه کې یو زوړ او بې امکاناتو روغتون د ناروغانو د درملنې ماتې ګوډې هڅې کوي . پکار ده چې لومړۍ خو په دې اړه مرکزي حکومت څیړنې وکړي چې ایا ريښتیا نړیوالو ځواکونو د هوا له لارې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره کوم کیماوي مواد شیندلې کنه ! که داسې شوي وي ، دا نه یوازې په یوه سیمه کې د کوکنارو له منځه وړي ، بلکې د سیمې انسانانو ، څارویو، فصلونو ، اوبو او نور چایپریال ته جدي ستونزې پیدا کوي چې باید مخه یې ونیول شي . همدارنګه د عامې روغتیا کابل میشتی وزارت هم باید د میوند ولسوالۍ کې ددې سختې جلدې ناروغۍ ...

Read More »
10455655_800424380034727_4459289002920136819_n

اپریل په امریکا او کاناډا کې د شعر ملي میاشت

د امریکا په متحدو ایالتونو کې هره د اپریل میاشت د شعر د ملي میاشتې په توګه لمانځل کیږي . دا لمانځنه د امریکايي شاعرانو د اکاډمۍ له خوا د شعر د لمانځنې لپاره ترسره کیږي او پیل یې له ۱۹۹۶ م کال راهېسې شوی دی . د امریکايي شاعرانو اکاډمي په خپل ویب سایټ کې د اپریل په میاشت کې د ځايي مشاعرو د ځای او نیټو په اړه معلومات خپروي او همدارنګه د ښونځیو استادانو ته وړیا درسي مواد برابروي څو په ټولګیو کې دا ورځ ولمانځي . د اپریل میاشت په کاناډا کې هم شعر د ملي میاشتې په توګه لمانځل کیږي . په ۱۹۹۸ م کال کې د امریکايي شاعرانو اکاډمي د امریکا د شعر او سواد له پروژې سره یو ځای شوه او ددې کال د اپریل په میاشت کې یې له نیویارک تر کلفورنیا پورې د شعر سل زره کتابونه وړیا وویشل . د همدې کال د اپریل په دوه ویشتمه نیټه په سپینه ماڼۍ د هغه وخت امریکايي ولسمشر بیل کلینټن او میرمن یې هیلري کلینټن د مشاعرې یو لوی جشن جوړ کړ چې لویو امریکايي شاعرانو رابرټ پینسکي ، رابرټ هاز او ریتا ډب په کې برخه لرله . په ۲۰۱۲ م ...

Read More »
1427127397345.cached

پر خپل ایمان ویریدلي خلک

خلک ویریدلي وو، پر خپل ایمان ویریدلي وو. ملامت نه وو، ویره یې بې ځایه هم نه وه . د ښار واعظانو ، ملایانو ، د ملي شورا غړیو ، ویب پاڼو ، لیکوالو، او ان حکومتي چارواکو هره ورځ ښار ته د یوې ننوتې مرموزې ناروا پدیدې یادونه کوله . داسې یوه ناروا پدیده چې ویل یې له خلکو ایمانونه لوټي . د حکومت تنخوا خورو واعظانو د ښار په جوماتونو کې خلک په خپل ایمان ویرول ، جهادي مشرانو په خپلو سیاسي ویناوو کې هم ددې مرموزې ناروا پدیدې یادونه کوله چې د دوی په وینا د خلکو ایمان ته یې ګواښ پېښ کړی . د ملي شورا یو شمیر غړیو د پارلمان په غونډو کې دا مرموزه پدیده یادوله او خلکو ته یې سپارښتنه کوله چې د خپل ایمان خیال وساتي . یو شمیر ظاهرا اصلاحي لیکوالو بیا دا ناروا او مرموزه پدیده د صلیبي او یهودی هڅو یوه برخه ګڼله او په خپلو ویب پاڼو ، فیسبوکي پوسټونو او لیکونو کې یې ټینګار کاوه چې د ښار د خلکو ایمان په خطر کې دی . ټول ښار په خپل ایمان ویرول شوی و . ټولو یو بل ته شک په سترګه کتل او پر خپلو سینو ...

Read More »